د سړې جګړې بوړبوکیو کې تم افغانستان

لیکوال: هارون ناصر

452

د سړې جګړې کلیمه د شلمي پېړۍ په سیاسي ادبیاتو کې تر ډېره کارول شوې اصطلاح ده خو دې جګړې د یوویشتمې پېړۍ په روانو سیاسي حالاتو او تګلارو باندې جوتې اغېزې لرلې دي.
له دویمې نړیوالې جګړې روسته نړۍ اټومي عصر ننوته خو د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو په سروالۍ د ختیځ او لویدیځ بلاکونو ترمنځ سړې جګړې څه باندې نیمه پېړۍ دوام ومونده.
په نړیواله کچه د هستوي وسلو مهارولو مسئله، د پخواني شوروي اتحاد نفوذ مخنیوی، امریکا متحده ایالاتو اقتصادي پراختیا غوښتنه او ګرمو اوبو ته د پخواني شوروي اتحاد مخنیوی د سړې جګړې عمده لاملونه دي.
جیمي کارتر د سړي جګړې یو کليدي لوبغاړی وو چې ویې شو کولای پخواني شوروي اتحاد ته د ماتې په ورکولو سره د ویتنام ماتې غچ په افغانستان کې واخلي.
خو پوښتنه دا ده چې د سړې جګړې اغېزې پر افغانستان باندې څه وې؟
خو پوښتنه دا ده چې د سړې جګړې اغېزې پر افغانستان باندې څه وې؟
تر دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د غازي امان الله خان او محمد ظاهرشاه له امریکا متحده ایالاتو سره د اړیکو پراخولو هڅو مثبتې پايلې نلرلې خو تر سړې جګړې روسته دې معادلې یو سل اتیا درجې بدلون وکړ، افغانستان د متحده ایالاتو بهرني سیاست محوري برخه وګرځېده، په دې لېکنه پر افغانستان د سړې جګړې کړکیچ زیږونکو اغېزو ته کتنه کېږي.
د واک پر سر د افغان شهزادګانو ترمنځ اوږدمهالی اخ و ډب او افغان – انګلیس درې جګړو وروسته افغانستان په داسې حال کې چې د ټیکاو، ملي اډانو رغښت او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه اخیستل او د ناپییلو هېوادونو د غورځنګ فعاله غړي او افغانانو ملي ارادې او غوښتنې له مخې په دواړو نړیوالو جګړو کې ناپییلی پاتې شو خو د سړې جګړې توپان د منځنۍ اسیا ددغه غرني هېواد لمنو ته را ورسېد او د نږدې نیمې پېړۍ لپاره اور غړانده پاتې شو؟

کارتر له شورویانو سړه جګړه څنګه او چیرې وګټله؟
امریکایانو په نامستقیم ډول د پخواني شوروي اتحاد سیاسي بیورو مغرور مشران پر افغانستان تېري ته وهڅول، که څه هم په دویمې نړیوالې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد ګډون کوونکي ازمویل شوي مارشالان او جنرالان پر افغانستان له پوځي یرغل سره موافق نه وو خو لیونید برژینف د ۱۹۷۹ زیږدیز کال دسمبر کې وروسته له هغه پر افغانستان د پوځي یرغل امر وکړ چې یوه ورځ وړاندې د پولنډ په وارسا کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جیمي کارتر سره یې لیدنه لرله، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل سره د امریکا متحده ایالاتو د اقبال ستوری وځلېد، خو د کارتر اداره ولې د مسکو المپيکي کې د نه ګډون او پر پخواني شوروي اتحاد غنمو پلورلو سربېره د خپل سرسخت غلیم پرځېدا په تکل کې شوه، د کارتر دوکتورینو کي د فارس خلیج او منځني ختیځ ته د شوروي اتحاد پراختیا غوښتنې مخنیوي په هدف د هغه پر میز د پوځي ځواک کارولو غوراوی اېښودل شوی وو؟
کارتر د سړې جګړې ګټلو سره نه یوازې له پخواني شوروي اتحاد د ویتنام جګړې غچ واخیست، بلکې له ختیځې اروپا يې د پخواني شوروي اتحاد لمن یې ور ټوله کړه، د برلین دیوال نړېدا سره د ختیځ او لویدیځ المان یووالی په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ماتې پایله وه، د اوکراین د روانې جګړې رېښه په دی چې اروپا یې بیه پرې کوي.
له سړې جګړې وروسته افغانستان ته ور پېښ شول؟
که د افغانستان د تاریخ روستي نالیکلي څپرکي دقیق سره واړو د سړې جګړې له امله افغانستان دوه ځله د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو او امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ ناټو ټلوالې له شرمناکو پوځي تېریو له تاړاکونو سره مخ شو، پنځه ولسمشران، دوه صدراعظمان، وزیران، جنرالان، اکاډميک پوهان او لکونه افغان و وژل شول، میلیونه نور افغانان ټولې نړۍ ته کډوال شو، ملي وسله وال پوځ، ملي بنسټونو، علمي مرکزونو ړنګېدو سربېره د قدرت خلأ رامنځ ته شوه کړکیچ او اوږدمهالې بې ثباتۍ دوام وموند.
کارتر د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په توګه ددغه هېواد په تاریخ کې یوه جنجالي څېره وه چې د سیاسي ژوند لوړې ژورې له بریو او ناکامیو سره ملې وې، د کارتر یوه ستره ناکامي په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو ستر متحد د ایران شاهینشاهۍ پرځېدا بلل کېږي، کټ مټ لکه د ۲۰۲۱ زیږدیز کال اګست پنځلسمې نېتې په څېر د افغانستان د جمهوري نظام پرځېدا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشریزې دورې په وروستیو کې له ټاکنیزې ژمنې سره سم په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه چې له مخکنیو ولسمشرانو بوش – اوباما ورته په میراث پاتې وه د پای کولو په هدف هڅې ګړندۍ کړې، د ترهګرو ډلو په تور نوملړ کې شامل طالبان یې د موازي حکومت په بڼه ومنل او تر یوولس پړاوه مذاکراتو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه ترمنځ يې د قطر پلازمېنې دوحه کې د سولې هوکړه وشوه، په کوردننه د حکومت او سیاسي جریانونو ترمنځ د ملي اجماع نشتوالی، جګړې دوام او د کابل له ملاتړه د امریکایانو مخ اړول هغسې چې د کارتر ادارې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د رضا شاه پهلوي له ملاتړه لاس اخيستو سره د ایران له مذهبي مشر سید روح الله خمیني ترمنځ اړیکې وغځولې، کارتر د فرانسي په گوادلوپ کې د لوېدیځو مشرانو په ناسته کې څرګنده کړه چې ایران د ثبات په لور پرمخ ځي او د شاه دوام لپاره اړتیا نشته، لوېدیځ مشران په ایران کې د کیڼ پالو له بریا په ویره کې وو خو په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د کابل واکمن باوري وو چې امریکا او متحدان به یې په بېړۍ له افغانستان ونه ووځي خو د چین یوه کمربند یوې لارې  پروژې کې د افغانستان، د اوکراین راتلونکو پېښو د جمهوري نظام د پرځېدا عوامل ګړندی کړل.
افغانستان د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو تر ماتې وروسته د ملي روغې جوړې او تفاهم ټغر برابر شوی فرصت وبایلود او د جګړې، بې ثباتۍ کړکیچ لاپسې وغځېد خو د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو له وتلو وروسته ایا موږ د تاریخ تکرار نقش لوبوي، سل پر سله هو د جګړې بلقوه ګواښونه پر خپل ځای او د بهرنۍ لاسوهنې لپاره زمینه ښه ترا برابره ده، له یوه اړخه ولس ته د مراجعې او تفاهم رامنځ ته کولو پرځای د دیکتې تګلاره ده او بل لوری د وضعیت بدلون یوازې د ټوپک شپیلۍ او پردۍ مرمۍ کارولو له لارې شونی بولي.

موږ دا نه ګورو چې له اقتصادي اړخه لوېدلې روسیه څرنګه له سړې جګړې روسته په اقتصادي، سیاسي او پوځي ډګرونو کې راپورته شوه او د لویدیځ پر وړاندې ودرېده، او یا هم د امریکا نهه دیرش ولسمشر سل جیمي کارتر څنګه له کور ناستۍ روسته د لویدیځ ګټو ساتنې په پار د بشري حقونو، ټاکنو ډمامې ګرمې وساتلې او څنګه یې د سولې نوبل نړیواله جایزه ترلاسه کړه خو دوو زبر ځواکونو په ګونډو کوونکی مېړنی ملت په کوم حال دی، پر ژبه، سمت، مذهب چا او څنګه وېشلی، زده کړې پکې روا که ناروا دي؟
ایا حاکم، مخالف او ولس له روان وضعیت څخه د وتلو حل لار موندلای شي؟
که د حاکم، مخالف او ولس په رښتیني خپل ګریوان کې وګوري او له تېرو اورنیو شېبو یې څه زده کړي وي نو افغانستان او افغانان چې دامهال له بشري بحران، نړیوالې انزوا او اقليمي بدلونونو په ګډون له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي، سیمې او نړۍ کې روانو چټکو سیاسي، ټکنالوژیکي او اقلیمي بدلونونو ته په پام سیاسي او ملي هوښیاري دا ده چې افغانستان د راپورته کېدا پوره ظرفیت، وړتیا او سرونه لري، نه لکه څو تېرو سیاسي سروالانو چې د زبر ځواکونو له سیالۍ په ګټنې د هېواد په راپورته کولو کې نه یوازې د خپل ویرجن پای د لکونو بې ګناه افغانانو په وینو ولیکه بلکې هېواد یې د پردیو او نیابتي جګړو په ډګر بدل کړ، د تېرو ناکامو او ترخو تجربو پرځای د تفاهم، یو بل منلو او زغم پر لار پل اخیستل کړای شي افغانستان او افغان انسان د ملي وقار څښتن کاندي او دا چاره ملي ارادې، ملي مشروعیت، ټیکاو او ثبات کې نغښتي دي خو ایا موږ واقعا دغسې یو څه غواړو؟
حی علی الفلاح – حی علی الفلاح

 

 

کلا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.