«د زنگي خره خاطره»

سلیمان لایق

439
سلیمان لایق
د ۱۳۶۶ لمریز کال د ثور ۱۰ نېته – کندهار

«د زنگي خره خاطره»

په افغانستان کې تور خره ته زنگي خر وایي. پرون چې زه د هوایي میدان د موټرو د یوې قافلې له لوری بدرگه کېدم، فکر مې دې خوا ته لاړ چې هلکه ته خو د یو خوار ملا زوی وې چې بایسکل دې هم نه درلود او اوس خو سم و دم یو خردجال در نه جوړ شوی دی. ته دا د بدرگې د موټرونو لړۍ وگوره او هغه خپل پرونی د الغویي ژوند.
ما په کوچینوالی، په څلرم، پنځم او شپږم صنف کې د ښوونځی د اوړي رخصتۍ له خپلې کورنۍ سره په الغویي کې تېرولې. الغویي د مجددي حضرتانو د ملکیت په ساحه کې د دهقانانو کلی ؤ. زما پلار د دې کلی ملایي کوله. د درمندانو مهال زما له‌پاره د سختو ورځو وخت و، دا ځکه چې زه د پلار د حق‌الله(په درمانده کې د ملا سهم) د راټولولو او کور ته د هغې د راوړلو مامور وم. بوجۍ په شا به په سره غرمه کې له دې درمنده هغه درمنده ته او له هغه درمنده دې درمنده ته تلم، بوجۍ به مې ډکوله او بیا به مې له لرې لارو د اوړی تر لمر لاندې کور ته راچلوله. ځنې درمندان له کلی نه ډېر لرې وو او زما د ستومانیو او بدمرغیو مزل یې اوږداوه.
یو مازیگر چې د ورځې ستومانی ډېر زله کړی وم په پلار پسې د مازیگر لمانځه ته روان شوم. پلار مې په لار کې پوښتنه راڅخه وکړه:
– هلکه نن خو ډېر ستومانه ښکارېږې، رنگ دې هم الوتی دی. ناروغ خو به نه یې؟
– نه پلاره ناروغ نه یم، لیکن تر ناروغ بدتر یم. د پښو تلې او زنگنونه مې خوږېږي. سر مې چکر وهي، لینگی مې سست شوی او زړه مې بدېږي.
– دا نو ولې زویه؟
– دا د دې له‌پاره چې د اوړی په دې سوځوونکی گرمي کې تمامه ورځ بوجۍ چلوم او د خره پر ځای وظیفه اجرا کوم.
پلار مې سوړ اوسیلی ویوست او وې ویل:
– څه وکړو زویه، د غریبی مجبوریت دی.
– نه، مجبوریت نه‌دی. موږ د لاسه ځان دې مجبوریت ته ورکړی دی.
– نه زویه، مجبوریت دی.
– دا څنگه مجبوریت دی چې موږ د خره کار پر بنیادم کوو؟
– دا ځکه چې د خره د رانیولو توان نه‌لرو.
– توان یې لرو.
– نه یې لرو، ځکه چې دا ټوله حق‌الله د یو خر بیه نه پوره کوي.
– نه پلاره، دا ضرور نه ده چې خر د حق‌الله په رپیو واخلو.
– نو په کومو روپیو یې واخلو؟ که اضافي روپۍ راسره وای خامخا مې یو خر درته اخیست.
– نه، اضافي روپیو ته ضرورت نشته. موږ کولای شو یو خر د لنډې مودې په پور واخلو. کله چې درمندان ټول شول، هغه به بېرته خرڅ کړو او پیسې به یې په پور کې ورکړو.
پلار چې دا خبره واورېده ناڅاپي یې نوک ونیو مخ یې ما ته راواړوه او پخپله اوږده لکړه یې خپل غبرگ لاسونه کېښودل او ما ته یې ووې:
– هلکه عجیبه فکر دې کړی دی. پخوا دې ولې دا خبره ما ته ونکړه. سبحان‌الله، ته خو ډېر وښیار شوی یې.
ما په پټه خوله ده ته وکتل او په سترگو کې مې ځواب ورکړ.
سبا ماښام چې بوجۍ په شا کور ته راننوتم کاته مې یو مست زنگي خر په آخور کې ولاړ دی. زما په لومړی کتو یې شونډک وښورېدل، لکۍ یې وخرڅېده او هنگېدا یې شروع کړه. پر له پسې هنگېده. زړه می له خوشحالۍ نه د سینې په قفس کې ټوپونه شروع کړل او وینه مې په ټولو رگو کې توده شوه. زړه مې غوښتل جې چیغې کړم او د کلی ټول هلکان خبر کړم چې موږ خر اخیستی، زنگي او مست خر. بوجۍ مې سمدستي د لوگی وهلې دالان‌زۍ ته له شا راکوزه کړه، دوه درۍ لپی غنم مې د دوستۍ او مرستې د لومړی قدم د بیان په توگه د زنگي په آخور کې ورواچول. ژر ژر مې په برگ ټغر پوشل‌شوی کته له خره نه لرې کړه، ملا او ورمېږ مې وروموښل او د لاسو په نوکانو مې خرخره که. د سرو وټیو غاړکۍ یې چې څلور غټ گړنجوني په کې راځوړند شوی وو، گرنجېدله. تور چرگې خر چې د شا دواړه پښې یې تر بېډیو پورې سپینې وې. اوه خدایه دا رښتیا زما خر دی؟ کاشکې د ایمان سوال مې درنه کړی وای!
ماښام تیاره پلار له جوماته راغی، د دالان په بام په غوړېدلی لیمڅی سره کیناستو. پلار ډېر خوشاله و. په ټوکه یې راته وویل: دا دی یو بل ورور مې درته پیدا کړ. ما وې:
– ورور خو هماغه وي چې د ژوند بار درسره ووېشي.
– گوره در نه ډنگر او خراب نه‌شي چې بیا تللې بیه بېرته نه پې جوړېږي.
– پلاره خر نه دی تیار آس دی، آس. له مستۍ نه سر په سر هنگېږي. که لاره او تگ یې هم داسې وي نو بیا خو د په کلي کې جوړه نه لري. د جانان اکا خر هم ښه خر دی، مگر داسې څېره او ځواني نه لري. او بل دا چې د هغه خر موشي دی او دا زموږ وال زنگي دی. په کلي کې بل زنگي خر نشته، کته او غړواندې یې ډېر ډولي دي. جړنگولی یې بیا لا بل خوند لري. د کلي هلکان به ډېر ورته حیران شي. په خیال کې له پلار سره لا د تور خره په قصه کې ورک وم چې موټر د میلمه‌ځای دروازی ته برک شو. ناببره پوه شوم چې له تور خره نه تور موټر ته رارسېدلی یم، لیکن په تور موټر کې مې د تور خره خوشالتیا او غرور بیا نه موند.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.