د جی اوو( 7 ) بین الدولتی ګروپ (Group of Seven Or G7)
دا ګروپ له کانادا ، فرانسې ، المان ایتالیا ، جاپان ، بریتانیا و د امریکا له متحده ایالاتو نه جوړ شویدی ، چې د اروپا اتحادیه هم د دې ګروپ له نا شمېرل شویو هېوادونو نه دی . د ازادۍ او بشري حقونو، ډیموکراسۍ، د هوساینې او دوامدار پرمختګ سره د قانون حاکمیت” د دې ډلې ارزښتونه یاد شوي دي. له 2020 کال راپدېخوا د دا ګروپ د نړۍ پرمختللي لوی اقتصاد او د نړیوال وجهي صندوق برخه ده او د هغوی خالصه شتمني له 200 تریلیون دالرو نه چې د ټولې نړۍ له 30 تر 40 سلنه نا خالص داخلي تولید جوړوي ، زیاته ده او د نړۍ د نفوس 10 سلنه یعنې 770 میلیونه نفوس د دوی په ساحه کې ژوند کوي .
غړي هېوادونه یې له یوبل سره نژدې دوه اړخیزه سیاسي ، اقتصادي ، دیپلوماتیکې او نظامي اړیکې لري . د دې ډلې د جوړېدو لومړۍ نظریه په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د هغه وخت د فرانسې ولسمشر والری ژیسکار دیستن او د لوېدیز جرمني د صدراعظم هیلمت شمیت له خوا وړاندې شوه. د فرانسې ولسمشر غوښتل دې ډله کې چین، هند ، برازیل ، مکسیکو ، جنوبي افریقا او ارجنتاین هم شامل کړي او په تدریج سره د غړو شمېر 20 ته ورسوي . دواړو اروپايي مشرانو، د سړې جګړې پر مهال خپله انرژي او د وخت یوه مهمه برخه نړیوال سیاست ته وقف کړه، څلورو نورو اقتصادي پرمختللیو هېوادونو ته یې بلنه ورکړه چې په ګډه یو “نړیوال اقتصادي فورم” رامنځته کړي، ترڅو له نفتي او د « برتنود » کنفرانس د اسعاري پرېکړو له بحرانونو سره مبارزه وکړای شي .
په 1975 م کال د څلورو هېوادونو ‘بریتانیا، ایتالیا، جاپان او امریکا’ مشران په پاریس کې د جرمني او فرانسې مشرانو سره د پاریس په « رامبولیه » ماڼۍ کې کیناستل ، ترڅو په ګډه دا “نړیوال اقتصادي فورم” رامنځته کړي او د ‘جي شپږ’ په نوم یې د یوه نړیوال سازمان د جوړولو بنسټ کېښېږدي .
په ۱۹۷۶میلادي کال کې کاناډا له دې ډلې سره یوځای شوه چې دا ډله یې په ‘جي اوو’ باندې بدله کړه. د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، روسیه، د بوریس یلتسین په مشرۍ، د اتومي ځواک درلودونکی صنعتي اقتصاد درلود، د جي 7 غړیتوب ته غوښتنه وکړه .
د روسيې غړیتوب له 1989 تر 1998 پورې په تدریجي ډول ترسره شو او په همدې کال یې بشپړ غړیتو ترلاسه کړ . په 2006 کال کې روسیې د لومړي ځل لپاره په سن پترزبورگ کې د دې ډلې غونډه دایره کړه او د غونډې ریاست د هغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین وکړ. په پخواني شوروي سوسیالیستي هېوادونو کې د رنګینو انقلابونو په جریان کې او له هغوی سره د سیاسي جنجالونو له امله، خصوصا کله چې روسیې د « کریمیا » شبه جزیره بیا له خپلې خاورې سره یوځای اعلان کړه، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسيې غړیتوب په دې اقتصادي ګروپ کې تعلیق شو. ځکه د پاتې نورو غړیو هېوادونو لپاره، د روسیې خاورې سره د « کریمیا » یوځای کېدل یو “غیرقانوني عمل” و او د ‘جي اته’ په چوکاټ کې له روسیې سره “معنی لرونکې خبرې” ناشونې وې نو له همدې امله ‘جي اته’ ډله په ‘جي اووه’ بدله شوه او په پخواني چوکات یې تر نننه پورې کار پیل کړ. د روسیې غړیتوب په نا اعلان شوې توګه د تعلیق په حالت کې راغی. د غونډو کوربه توب د دې ډلې د فعالیتونو ترټولو مهمه برخه ده.
جي اوو ثابت کوربه توب یا مقر نه لري خو د هر هېواد چې نوبت وي د یوه کال لپاره یې کوربه توب مني. اصلي دنده د اوو غړو هېوادونو د غونډې کوربه کول دي تر ډېره د نړیوالې ټولنې پام دې غونډې ته هم راجلب شوی. په دې غونډو کې پر هر څه ممکن دي چې خبرې وشي . له سیاسته رانیولې انرژي، د اقلیم بدلون د ایډز ویروس خپریدل، نړیوال امنیت او “ترورېزم” پورې بیا وروسته د غونډې په پای کې یوه رسمي اعلامیه خپریږي چې په یو شمېر هوکړو توافق شوی وي. د اروپایي اتحادیې له خوا د نویو او مهمو پوستونو رامنځته کېدو سره، د اروپایي کمېسیون مشرله 1981 م کال راپدېخوا د اوو هېوادونو مشرانو سره په غونډه کې ګډون کوي. د جي اوو خبرجوړونکي بل اړخ دا دی چې د نورو هېوادونو مشران او د نړیوالو سازمانونو استازي هم په دې ناسته کې ګډون کوي. ددې بېلابېلو هېوادونو د مشرانو لپاره دا یو زرین فرصت دی.
په اوس وخت کې د دې ډلې غړي ادعا لري چې دوی د نړۍ په کچه تر ټولو صنعتي اقتصادونه لري خو رښتینې خبره بیا دا ده چې اوس د اوو کلونو لپاره ‘G7’ له اقتصادي کلب څخه زیات په سیاسي – نظریاتي کلب بدل شوی لکه څنګه چې په پیل کې یادونه وشوه ، چې د دې ډلې لپاره په ټوله نړۍ کې “سوله، امنیت او اقتصادي پرمختګ برخلیک ټاکونکي مسایل دي او د ازادۍ ، بشري حقونو، ډیموکراسۍ، د هوساینې او دوامدار پرمختګ سره د قانون حاکمیت” د دې ډلې ارزښتونه یاد شوي دي. په دې توګه که د چین ولسي جمهوریت ، چې د نړۍ دوهمه درجه اقتصاد لرونکی هېواد دی او وغواړي په دې ګروپ کې شامل شي ، د پورته ارزښتونو په نظر کې نه نیولو له امله به ورته ناممکنه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.