د جاسوسي پټ رازونه او مرموزې څېرې

476

د جاسوسي پټ رازونه او مرموزې څېرې ،
په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د انګلیس جاسوس
” وامبري “

د انګلستان په جاسوسانو کې یو “ارمینوس وامبري ” ؤ په خټه مجارستانی ؤ خو د انګلیس لپاره یې ماموریت اخیستی ؤ ،
نوموړی په خپل لیکلي یاداشت کې وایي :
زه په 1863 م کال د یو حاجي او سیّد په جامه کې د بخارا او خېوې د حاجیانو سره چې د حج د ادأ څخه را ګرزېدلي ؤ ملګری شوم او پیاده مې د مرکزي اسیا زیاتو سیمو ته سفرونه وکړل او اوږدې لارې مې ووهلې ، لمړی مې د خپل ماموریت اړوند یو څه اسلامي تعلیمات ، ترکي ، عربي ، فارسي او شرقي عرف و عادات په استانبول کې زده کړل ، شپږ کاله مې همدلته د عثماني امپراتورۍ په خارجه وزارت کې د یو خالص ترک او استانبولي په صفت د خارجي ژبو د ترجمانۍ دنده اجرا کوله، له هغه ځای مې د یو سیّد ، حاجي ، فقیر او صوفي په بڼه د مرکزي اسیا د مشایخو زیارتو ته تګ شروع کړ ، همدا مې د حساسې او خطرناکې دندې د کامیابۍ لپاره غوره پلمه وه ، وامبري وایي : ” ما ته د خپل حکومت لخوا د پنځلسو پوښتنو یو یاداشت راکړل شوی ؤ چې هغو ته په دې سفر کې ځواب پیدا کړم ، پنځه یې د اُمراو په باره کې ، پنځه د رعیت په هکله ، پنځه د طبعیت او جغرافیې په اړه وې چې اوس یې هم ښکاره کول مناسب نه بولم ”
اروپایان د ډوډۍ په خوراک ، څښاک ، خوب ، ناسته ولاړه ، خند ا ، ژړا ، آه نارې کول ، اشاراتو او نورو حرکاتو کې د شرقیانو سره توپیر لري ، سره د دې چې د هغې زمانې څخه ډېره مُده تېره شوې ، خو چې هغه حالات را یاد کړم اوس مې هم وېښتان جګ جګ درېږي ، چې په څه سخت احتیاط مې پردي عادات زده او عملي کړل ، او خپل د پیدایشي عادات مې هېر کړل ، زه د یو دروېش په جامه کې له دروېشانو سره یو ځای ووتم ، په لمړیو ورځو کې مې له سهاره تر ماښامه چې سخت بارانونه ورېدل ما په هغه کثیفو ، درنو او اوږدو کالیو کې چې ټول لانده خیشته ول په خټو کې لاره ووهله تر څو د کاروان څخه شاته پاتې نشم ، عین وخت کې مواظب هم وم تر څو له ما څخه داسې څه صادر نشي چې د شرقي صفاتو او عاداتو مخالف وي ، ما کوښښ کاوه چې د خبرو په وخت کې د لاسو حرکاتو څخه چې د شرقیان مخالف دود دی دوی ته بدګماني پیدا نه شي ، ډېر ځلي مې د خبرو په وخت د مړوندو او څنګلو د ناروغۍ په بهانه لاسونه په بغل ” تخرګ ” کې بې حرکته ساتل ، د شپې له پلوه مې ډوډۍ کمه خوړله ترڅو د معدې د فشار له امله په خوب کې زما له خولې څخه په غیر ارادي ډول اروپایي الفاظ ونه وځي ، د کوټې او لارې ملګري مې زما په مسلمانۍ شک ونه کړي ، یوه ورځ یو دروېش ملګري مې د خوب په خرهاري په ما تنقید وکړ ، یو بل ملګري چې نسبتاً جهان دیده ؤ هغه ته یې وویل :
ترکان همدغسي دي ما په استانبول کې د ډېرونه داسې خرهار اورېدلی ، یوه ورځ مې اودس کاوه یو بخارایي زما د څېرې تغیر سره زما مړوندو ته ځیر شو ، وېویل : عجیبه ده د دې سړي مړوندونه
نه ” سني ” نه د “شعیه ” سره شباهت لري ، د ده د مړوندو وېښتان په لستوڼو طرف ګرزېدلي دي ، د شیعیه ګان د لاسو وېښتان د پورته څخه ښکته او د سنیان د ښکته څخه پورته خوا میلان لري ، وامبري وایي : د هغه ځای د مسلمانانو امیران ډېر متعصب ، ظالم او نادانه ؤ ، وامبري انګلیس جاسوس وایي :
ما د ترکمنانو په منځ کې ښایسته ډېرې شپې تېرې کړې ، د هغوی کار وژل او چورول دي ، د حاجیانو او صوفیانو هېڅ درناوی نه کوي ، که د هغوی په لاس کې لوېدلای وای تر اخره به د هغوی اسیر وای ، ما د حاجیانو په منځ کې ښه زیات پلویان پیدا کړل خو بیا هم اندېښمن وم ، په استرآباد کې نږدې ؤ چې وپېژندل شم ځکه چې روسان تل د ” خزر ” د بحیرې سویل ختیځ ته راتلل د هغوی څخه یو ترکمن ولیدم په تعجب سره یې خپل ملګري ته وویل چې : هلته ګورئ ! دا فقیر حاجي څومره سپین دی ؟ ما ته خو بېګانه ښکاري ، ځان مې نا اګاه واچاوه له هغه ځایه مې پښې سپکې کړې ، وامبري وایي : هلته د څو ورځو د تېرولو نه وروسته د حاجیانو سره روان شوم لار کې یو افغان وپېژاندم خو په یو ډول مې د هغه څخه ځان خلاص کړ ، خېوې ته ورسېدو ، د دې ځای خلک ټول ساده سنتي مسلمانان ول ، کله چې زموږ کاروان ښار ته داخل شو یو شمېر خلکو د ثواب حاصلولو په غرض ډوډۍ او وچې مېوې مسافرو ته ورکولې ، د بازار څخه د تېرېدو په فرصت کې حاجي بلال تکبیرونه ویل موږ هم دهغه په ترتیب په لوړ اواز تکبیرونه ویل ، د بازار خلکو زموږ په لور هجوم راوړ او زموږ لاسونه پښې یې مچول ، ريښتا ډېر متآثره شوم چې خلکو زما زاړه او څیرې کالیو پورې ځانونه مښل ، موږ په یو کاروان سرای کې واړول د امیر مامورین د تحقیقاتو لپاره راغلل په دې ځای کې هم هغه افغان چې ماته یې په “ګمشتېپه ” کې تکلیف راکړی ؤ زه یې فرنګی معرفي کړم ، ډېر لږ پاتې ؤ چې غړي مې وتښتي ، نږدې ؤ چې کړې خواري مې اوبه یوسي او د یو جاسوس په توګه مې مې ټول اسرار څرګند شي ، چې په دې وخت کې حاجي صالح راورسېده زه یې د یو دروېش ، حاجي ، او فقیر دینداره شخص په حیث معرفي کړم ، خلک ارام شول ، د امیر مامور هم زه پرېښودلم او ما سره یې اشنایي ټینګه کړه ، وروسته یې د یو درانه او منلي شخصیت سره زما اړیکه ټینګه کړه د همدې منلي شخصیت له لارې د امیر دربار ته د یو ښه سړي په حیث معرفي شوم ، نوموړي امیر ځان د خوارزم پاچا باله ، د فرصت په موندلو مې د پاچا مخ ته دواړه لاسونه لپه کړل ، او د دوعا لپاره مې اسمان ته پورته کړل ، له ما سره د دربار ټولو افرادو لاسونه لپه کړل ما د قرآنکریم یو مختصر سورت د الحمدلله سره وویل د امیر پاچاهۍ د دوام او سر ته دخیر دوعا مې وکړه اخر کې مې په لوړ اواز اَمین وویل لاسونه مې ږیره راتېر کړل ، حاضرینو هم په لوړ اواز وویل : “قبول دې وي ” وروسته امیر ته نږدې شوم د لاس روغبړ مې ورسره وکړ ، امیر رانه وپوښتل :
څومره وخت دلته اوسېږې ؟ ما ورته وویل لمړی به د اولیاءالله زیارتونه کوم بیا به د درانه مقام له حضور نه اجازه اخلم ، بیا یې راته د مصارفو راکولو وویل . ما وویل موږ دروېشان هیڅکله د مصارفو په اړه فکر نه کوو ، موږ ته حضرت قدس تل معاش راکوي ، زه خپله په څلور پنځه ورځو کې خوراک ته اړتیا نه پیدا کوم ، خدای د اعلیحضرت ته یو سلوشل کاله طبعي عمر ورکړي ،
دا خبره په څو ورځو کې ډېره مشهوره شوه چې یو دروېش د اولاءالله وو د زیارتو لپاره پلی راغلی ده ، نور نو زما لپاره هره خوا هر څه ازاد شول ، ماته تکلیف راکول یو دیني جرم او ګناه وبلل شوه ، زما له حکم نه نا فرماني دیني بې حرمتي و ګڼل شوه ، د سیمې اکثره معتبرینو او بډایانو راته مېلمستیاوې برابرولې ، خلکو جامې ، پیسې او نورې تحفې راکولې ما کوښښ کاوه چې له ځان سره زیاتې پیسې ونه ساتم ، ځیني وخت مې هر څه غریبو ته بښل،
ډېرو مریدانو چې په ما یې عقیده پیدا کړې وه د خدای پامانۍ په وخت کې یې ژړل ، تر لرې ځایو راسره لاړل ، له هغه ځایه بخارا ته په خره سورلۍ لنګوته تړلې قرانکریم په غاړه روان شوم ، له هغه ځایه ، سمرقند ته لاړم د هغه ځای امیر مظفرالدین ؤ د هغه دربار ته هم لاړم هغه راته وویل : حاجي اورېدلي مې دي چې د لرې ځای څخه د مولانا بهاوالدین رح زیارت ته راغلی یې ، عجیبه نه ده دا دومره اوږدې لارې دې همدې مقصد لپاره وهلې دي ؟
نه عالیقدر ما د ډېرې زمانې څخه زړه کې دا ارمان درلوده ، امیر تعجب کړ او وېویل :
دې ګوډې پښې سره ؟
ما ورته وویل قربان ستا با عزمه نیکه هم په همدغه حال جهان ګرده ؤ ، مطلب مې د هغه نیکه ګوډ تېمور ؤ ، امیر زما د دې مطلب څخه ډېر خوښ شو ، فوراً یې څه پیسې او یوه جوړه قیمتي کالي راکړل او له هغه ځایه رخصت شوم.
زما راتلونکی هدف افغانستان ټاکل شوی ؤ ، تر پنځو ورځو پلي مزل وروسته سرحدي ولایت بلخ ته داخل شوم ، په دې لړې کې مې خپل لازمي او اړین اطلاعات راجمع کړل ، له هغه ځایه هرات ته لاړم ،
په هرات کې والي یعقوب خان د امیرشېرعلي خان زوی ؤ ، یعقوب خان وړوکی ؤ پلار یې ده سره یو وزیر ټاکلی ؤ چې د ولایت چارې مخ ته یوسي ، زه د یوتن روحاني شخص ملااسحق سره د شهزاده یعقوب خان لیدو ته ورغلم، یعقوب خان د نظامیانو په معاینه بوخت ؤ په دې وخت کې د افغاني نظامیانو تعلیمات د عثماني دولت له نظامیانو بهتره ؤ ، زه د شهزاده دربار و سالون ته داخل شوم د شیخانو کالي په تن لویه لنګوته مې تړلې وه ، یعقوب خان په چوکې ناست ؤ شاوخوا یې نور مامورین او منصبداران ولاړ ؤ ، سلام احترام مې وکړ
نور راساً بې اجازې لاړم د شهزاده تر څنګ نږدې کېناستم ځان مې داسې ونیوه چې یو ساده دروېش سړی یم په رسمي دود دستور خبر نه یم ، یعقوب د اول څخه تر اخره زما حرکاتو ته ځیر ؤ ټول مجلس زما په اړه فکر کې تللی ؤ ، ما خپله اوږده دوعا ولوستله آمین مې وویل ، شهزاده د خپلې څوکې څخه لږ څه پورته شو وېویل :
حاجي ! والله بالله ته انګلیس یې، بیا راته مخامخ شو او راته یې بیا وویل : ووایه ته انګلیس نه یې چې په دغو کالیو کې راغلی یې ؟
فکر مې په ځای کړ یو حدیث مې ولوسته چې یو مسلمان په بل مسلمان د کفر ګمان ونه کړي .
له دې وروسته یې له ما څخه بښنه وغوښته ، او وېویل ما هیڅکله ستا په بڼه او صورت بخارایي حاجي نه ده لیدلی ، ما ورته وویل زه بخارایي نه یم زه د استامبول یم زما د پاسپورت د لیدو نه وروسته د ټولو اشتباه ګانې رفع شوې ، بیا مې ورته د هغه د اکا وزیر اکبرخان د زوی سفر استامبول ته یاد کړ چې عثماني دولت یې ښه هرکلی کړی ؤ ، بیا یې ماته څه پیسې وبښلې او راته یې وویل تر څو چې هرات کې یې زما خوا ته راځه ، د دې با وجود څینو خلکو کوښښ کاوه چې ما و پېژنې چې څوک یم څه کار لرم ، یو شمېر خلکو یقین درلود چې زه انګلیس یم خو له ښه بخته چې د هغوی غږ تر چارواکو نه رسېده ، نور نو ما خپله دنده پای ته رسولې وه ټولې پنځلس پوښتنې مې ځواب کړې وې ، دلته راته نور اوسېدل د ګټې پر ځای زیان درلوده ، بیا هم د احتیاط له مخې له هغه ځایه د امام رضا د زیارت په پلمه خپلو زړو کالیو سره د دوه زره زیارت کوونکو له کاروان سره ملګری شوم ، د مشهد په لور رهي شوم ، تهران ته په رسېدو د روسیې استخباراتي شبکې زما په اړه اطلاعات تر لاسه کړي ؤ ماته یې په ډېر سري شکل خبر راولېږه که ترلاسه شوي او راټول کړي اطلاعات په دوی په ښه لوړ قیمت وپلورم ، خو.ما پرې خرڅ نه کړل له دې وروسته مې خپل سفر پای ته ورساوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.