افغانستان په ۱۹۱۹ میلادې کال کې له برتانوي ځواکونو نه په رسمي ډول خپله خپلواکي اعلان کړه.
بریتانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې یو بریالی اړخ او امپراتوري یې خورا پراخه وه. له هغي سره د افغانستان له خوا د خپلواکۍ جګړه اعلامول د ځان وژني په معنا وه . خو افغانان کله چي د دشمن سره مخ کیږي هیڅکله د قواو په ناانډولې چُرت نه وهې تل د خدای په ملاتړ او توکل میدان ته ورګډیږي او بریالي کیږي.
نن چې موږ د افغانستان د خپلواکې ۱۰۵ مه کلیزه نمانځو، اړینه ده چې دې موضوع ته پام واړوو چي آیا افغانان پدې توانیدلي چې د شاه امان الله د سلطنت لاسته راوړنې وساتي. دلته د شاه امان الله د سلطنت په دوه لاسته راوړنو یعني ټولنیز اصلاحات او خپلواکې په لنډه رنا اچوو.
ټولنیز اصلاحات :
د پاچا امان الله خان له ټولنیزو اصلاحاتو مخکې په افغانستان کي غلامي دود او عام وه. زیاتره هزاره توکمه کسان د مالیاتو نه ورکولو او د مرکزي حکومت نه د سرغړونو په جرم د غلامانو په توګه نیول کېدل.
شاه امان الله په پغمان کې لویه جرګه راوبلله او د افغانستان د لمړي اساسی قانون په تنظیم کي د حکومتولي استبدادې بڼې ته بنسټیز بدلون ورکړ. د غلامې دود د اساسي قانون د لسمې مادي له مخي ملغی اعلان شو.
د امان الله خان په واکمنۍ کې په مذهبې لږکیو لګېدلي محدودیتونه هم له منځه یووړل شول. مذهبي لږکیو په ښوونځیو کې د زدکړې، په ادارو کې د دندې ترسره کولو، په امنیتي ځواکونو کې د خدمت او د سیاسي فعالیت حق نه درلود. خو اساسې قانون پر دې لږکیو لګېدلي ټول محدودیتونه لغو کړل او د ټولو افغانانو تر منځ یې مساوات اعلان کړل.
د شاه امان الله خان همدا اقدامات د مرکزي حکومت په پیاوړتیا او د ملت په جوړولو کي مرسته وکړه.
شاه امان الله د ښځو د حقونو د تأمین په برخه کې لومړنی بنسټیز ګام کیښود: د ښځو د زدکړي په مقصد د مستورات ښوونځی تاسیس شو او د محصلاتو لومړۍ ډله بهر ته د زدکړي په موخه ولیږل شوه.
د شاه امان الله د سلطنت نه وروسته پینځه اساسی قوانین نافذ شوه. په ټولو کي یو فصل د خلکو حقوقو او وجایبو ته ځانګړی شوی وه، چي په هغه کي د ژوند حق، د کار حق، د رای حق، په محاکمو کي د دفاع حق او نور تضمین شوي وو.
د افغانستان واکمنان د سیاسې ،عقیدوې او ایدیولوژیکو ملاحظاتو په ماحول کي د اساسې قوانینو حکمونو ته درناوی کړی یا یې له پامه غورځولی دی.
د طالبانو اوسنې واکمنې چي د اساسې قانون په چوکاټ کي نده جوړه شوي، ځان د مدرنو حقوقو، چي د افغانستان په اساسې قوانینو کي تسجیل شوي عملي کولو ته ژمن نه ګڼي. طالبان شاه امان الله د سیکولر په نامه یادوي.
د افغانستان په معاصر تاریخ کي د سقو زوې نه وروسته د طالبانو حکومت یوازنۍ مرجع ګڼلې شو چې په زبردستې یې د شاه امان الله په فرهنګي او ټولنیزو میراثونو باندی ظالمانه ګوزار وکړ. په بل عبارت خپلې حکومتي چارې د اساسې قانون نه بهر پرمخ وړي. د شپږم ټولګې نه پورته د نجونو ښوونځي یې تړلي او د ښځو په حقونو باندي یې محدودیتونه لګولي.
خپلواکې :
په ۱۰۵ کلونو کي چي د افغانستان د خپلواکۍ نه تیریږې، هیواد دوه ځلې د زبرځواکونو له خوا اشغال شو. یعني افغانان پدې ونتوانیدل چي خپلواک افغانستان وساتي.
افغانستان په خپل معاصر تاریخ کي تل د خپلواکۍ د اخیستلو په برخه کې د آزمون له ډګر نه بریالي وتلي. خو د خپلواکي د ساتلو په مقصد یې وړتیا نده ښودلې. لامل یې دا دي چې آزادي اخیستل، وطن سره مینه، میړانه او قرباني ته اړتیا لري چې له هغې سره سمبال یو. خو استقلال ساتل لوړ سیاسي شعور، سیاسي مهارت او هنر غواړي چې په تأسف سره د هغې نه د سیاست لوبغاړي لږي لاسته راوړني لرې.
د ایران ژیوپولتیک موقعیت د افغانستان په پرتله څو برابره مهم دی.
دلته د افغانستان د اوږدمهال ناورین په اړه دا پوښتنه مطرح کیږې چي ولي په وروستۍ نیمه پیړۍ کې اشغالګرو ځواکونو افغانستان د خپلو تیرېو موخه ټاکلی وو نه ایران ؟
د دغې پوښتني په ځواب کې د شوروي او امریکا اشغال لاملونو ته پام اړو :
الف. د شوروې اشغال :
شوروې اشغال دوه لاملونه درلودل :
۱ـ شوروي اتحاد ناپییلي هیوادونه د خپل نفوذ د حوزي طبعې دوستان ګنل. افغانستان د سړه جګړه په موده کي د خپلي بیطرفۍ سیاست قربانې شو : افغانستان د هغه امنیتي کمربند چي د سنتو نظامي پکت د شوروي اتحاد په شاوخواه کي راتاو کړي وه، لري پاته شو او د شوروي تر اشغال لاندي راغی.
۲ـ سردار داود د لستوڼي ماران یعني پرچمیان د دسیسي او د شوروې اتحاد د خطر نه بی خبره وه . د ده د سیاسې درک کمزوري د دي لامل شو چي شوروې په افغانستان باندي یرغل وکړې.
ب ـ د امریکا اشغال :
د امریکایی اشغال اصلي لامل هم د شوروې اشغال غوندې د طالب واکمنانو سیاسي ناپوهي او سرتنبګې ګنلې شو.
طالبانو خپلې لمړې دورې واکمنې کي د افغانستان خپلواکۍ د بن لادن د سر نذرانه کړه. د شوروي د پنځه کلونو د اشغال له تیریدو نه وروسته، افغانستان دوهم ځل، د اټکل له مخې، د ۴۵ هیوادونو لخوا اشغال شو.
نن د طالبانو د واکمنې نه دري کاله تیریږي. پدغه موده کي د افغانستان هوایی قلمرو د حکومت د کنترول نه وتلی دی. یعني طالبان پدي نده بریالي شوي چي د افغانستان بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي او یی وساتي.
په لنډه! افغانان د شاه امان الله د ویاړ نه ډک میراث یعني د خپلواکۍ په ساتلو کي پاته راغلي خو د تأسف ځاې دا دی چې په ځینو حالاتو کې په افغانستان کې خپلواکۍ نمانځل د سیاسي ګمراهو لوبغالو د برائت اخیستلو په تبلیغاتي تکتیک بدل شوې وه: په تیرو اټکل پنځوسو کلونو کې د خپلواکۍ د نمانځنې له لارې د آزادۍ او ملي واکمنۍ دشمنان د پردیو تر بیرغ لاندې خپلواکي نمانځلې او غوښتل يې چې بلواک نظام او اشغال شوې هیواد خپلواک وښيي. دغه ناوړه سناریو د دې لامل شوې چې لاسپوڅې واکمنان ځوانانو او راتلونکو نسلونو ته د خپلواکۍ د معنا غلط پیغام ورولیږي. د خپلواکۍ نه آګاهانه او شعوری دفاع دا ایجابوي چې پیغام ورکونکي د خپلواکۍ د اصطلاح نه د سیاسي لاسوند په توګه کار وانخلي. خپل مسئولیت ته پام واړوي او ځوانانو ته ګمراه کوونکې تفکر ورنکړي.
د پردیو له خوا پاراشوتې شوې واکمنان او حکومتونه حق نلري چې د ولس په آدرس د خپلواکۍ پیغام واستوي : د آزادۍ پیغام یو خپلواک واکمن ، آزاد ولس ته ورليږلي شي.
په پاي کې اړینه ده چې یو تریخ واقعیت ته ګوته ونیسو :
د امان الله خان د سلطنت نه وروسته د بهرنیو قوتونو د تیري او اشغال پړه د ځینو خائنو مکتبیانو په غاړه دي. خو د تیري او اشغال په ضد د پاڅون نوښت ولس په غاړه اخیستي. په وار وار آزادي د ولس په قربانۍ ترلاسه شوې، خو د پردیو په مرسته عیش او نوش يې خاینو مکتبیانو ته ور په برخه شوې دي.
له مکتبیانو سره د طالبانو اوسني دښمني د همدغه واقعیت په بنسټ باندې ولاړه دي. خو د ټولو مکتبیانو په وړاندې د طالبانو د مخالفت دریځ جذباتي بڼه لري او عقلانیت او واقعبیني سره اړخ نه لګوي.
د استقلال د ساتنې د ضمانت په موخه موږ باید د بازخواست یو سیستم او داسې سیاسي ، حقوقي او قضایي بنسټونه جوړ کړو چې پردیپالو، ملې خائنینو او د اصولو سرغړونکو ته سزا ورکړي. بالقوه ملې خائنین وډاروې او ولس ته د استقلال ساتلو پیاوړې تفکر ور په برخه کړي.
خپلواکې د ملې تفکر د خاوندانو او په وطن باندي د مینو کسانو په واسطه ساتل کیږې.
۱۵/۰۸/۲۰۲۴
« پاي »
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.