!نوره مینه څنګه وي وطنه

محمدیوسف صابر ـ ساپی 

606

 ګیله من د لر او بر افغان ملت د یووالي ارمان له ځان سره خاورو ته یووړ. د واحد افغان ملت د «آن الحق» ناره چې ګیله من به د منصور په څیر په لوړه لوړه، په چیغو چیغو غږوله، اوس له هدیرې  پورته کیږي، د افغان ملي بیرغ وږمې یې له قبره په ټوله پښتونخوا خپریږي.

ګیله من د دې سپیڅلي ارمان لومړنی قرباني نه دی او ښکاري وروستی به هم نه وي. د روښاني نهضت او د هغه پیروانو ایمل خان، دریا خان، خوشحال خان او د میرزاعلي خان ایپي فقیر د پلویانو له سرښندونکو مبارزو، د خدایي خدمتګارانو له جدو جهد څخه بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ پورې، بې شمیره سرونه پدې لاره کې غورځیدلي دي. « نوره مینه څنګه وي وطنه!». د پښتنو د آزادۍ او د افغان ملت د یووالي غورځنګونو د مبارزو لړۍ یو شمیر ځانګړنې لرلې دي، چې کره کتنه ورته ښایي د اوسني ملي غورځنګ د ستراتیژیکي لارې سمون له پاره خورا ګټور تمام شي:

– کښته پښتانه د ډیرو ډیرو قربانیو، بیسارو سرښندنو او جنګي وړتیاوو  سره سره، بیا هم تر دې دمه د یادونې وړ بریالیتوب ته نه دي رسیدلي. ناپیلیون نظر درلود، چې یو الجزایري جنګیالی د دریو فرانسوي عسکرو څخه هم قوی دی، اما یوه فرانسوي فرقه دریو الجزایري فرقو ته ماته ورکوي. دا خبره د پښتنو په هکله هم صدق کوي، هر پښتون د دري مغولي، انګریزي او پنجابي عسکرو څخه په جنګي قوت بر دی، اما بیا هم محکوم دي، ولې؟ ځکه چې انسجام نه لري.

– مغولي، بریتانوي او پنجابي استعمار عام ولس د ښوونې او روزنې له نعمت څخه اګاهانه محروم ساتلی دئ، د همدې بیسوادۍ له کبله، عام ولس استعماري ضد جګړو کې شعوري ونډه نه، بلکې احساساتي برخه اخیستې ده. احساسات پیاوړې وسیله ده، اما په یواځې ځان د بشپړ بریالیتوب له پاره کفایت نه کوي.

– خپل منځي بې اتفاقۍ او تربګني په پښتنو کې عامه ده . دا بې اتفاقي د دښمن له لوري اګاهانه اچول شویده او د پښتنو په تحت الشعور کې یې ټینګ ځای نیولی دی. همدا یې د دښمن په مقابل کې ټول قوت اوبه کوي. خوشحال خټک وایي:

                      پښتانه به اتفاق سره ونه کا                 که نه ما به د مغل ګریوان پاره کړ

– که د پښتنو د آزادی بخښونکو مبارزو لړۍ په دوو مرحلو وویشو، نو ویلی شو چې، د لومړي دور مشران یواځې په جګړه اییزه مبارزه ولاړ وو. د مغولي ناکردو په مقابل کې پیر روښان او اولادې یې، ایمل خان، دریا خان او خوشحال خان د پښتنو د جګړو مشري کړیده، میرزا علي خان ایپي فقیر د انګریزي استعمار په مقابل کې د پښتنو جګړې رهبري کوله. اما ددې ټولو بیسارو جګړو او سرښندنو سره سره بریالیتوب ته و نه رسیدل. د دوهم دور غورځنګ یواځې د عدم تشدد لاره غوره کړیده. خدایي خدمتګارانو او اوس هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ستراتیژیکي کړنلاره پر سوله ییزه مبارزه باندې ولاړه ده. د بریالیتوب څرک یې لا نه لګیږي.

– د برو افغانانو هڅې کله ناکله ځینې بریالیتوبونه هم له ځان سره لري: یو ځل د میرویس نیکه په مشرۍ، بیا د احمد شاه بابا په قیادت او بیا د امان الله خان په رهبرۍ ټاکلو بریالیتوبونو ته ورسیدل، هغه هم بشپړ دوامداره او پایداره بریالیتوبونه نه ؤ. د افغانانو یو ګډ خصوصیت دادی، چې په خپلو منځونو کې د ټولو بې اتفاقیو سره سره، د خارجي تیریو په مقابل کې، د یو-نیم خائن او جاسوس پرته، ټول سره متفق دي او په ګډه جنګیږي. له همدې کبله د سترو قدرتونو ( برتیانوي امپراتورۍ، شوروي زبر ځواک او د امریکا نړیوال ځواک ) تیري يې په بیساري میړانه پر شا تمبلوي دي او د امپراتوریو د هدیرې لقب یې ګټلی دئ، همدا دوامداره تباه کونکي جنګونه یې د وروسته پاتې او غمیزو یو اساسي علت هم دئ.

پورتنی لنډ شالید د پښتنو او ټولو افغانانو د اوسني کړکیچن حالت صفا هنداره ده.

د دې ځغلنده کره کتنې څخه د عبرت یو شمیر درسونه راویستلی شو:

۱ – د لرو پښتنو مبارزه د برو افغانانو د پیوستون او ملاتړ څخه جلا کوم بریالیتوب ته نه شي رسیدلی، همدارنګه د برو افغانانو جلا هڅې دوامداره او پایداره پایلې نه لري. د انګریزي منحوس ډیورنډ کرښې د یو واحد وجود ملا ماته کړیده، ترڅو د ماتې ملا علاج و نه شي، نه د وجود بر آرام موندلی شي او نه د وجود کښته روغ حالت پیدا کولی شي. د ګیله من د شهادت څخه د رامنځته شوې فضا په څیر، په تیر کې هم څو ځلي، د تقسیم شوي هیواد د بیرته یووالي امکانات رامنځته شویدي، اما لکه نن هم، د افغان حکومت د سازش کاریو او بې ظرفیتیو له کبله د یووالي په ځای نور هم بیلوالی راغلی دئ. د کوزې پښتوخوا د ملي ګوندونو مشرۍ هم، د پښتون ژغورنې غورځنګ پرته، د مړزانو په څیر سرونه په سوریو کې ننویستلي دي او دا یې د ځان او قوم د نجات لاره ګڼلې ده!

۲- سیاست د علم او فن په توګه د مبارزې ټول ډولونه په غیږ کې نیسي، یواځې په جګړو یا یواځې په سوله ییزه مبارزه سیاسي کامرانۍ نه ترلاسه کیږي. سیاست  ښایي د سیاسي اصولو پربنسټ، نه د باورنو یا احساساتو په بنا په مخ یووړل شي. عدم تشدد د مبارزې خورا ستره انساني کړنلاره ده، چې ریال سیاست لا تر اوسه پورې دې کمال ته نه دی رسیدلی. هغه چا چې سوله اییزه مبارزه د باور او عقیدې په توګه پکارولې ده لکه خدایي خدمتګارانو، هغوۍ په سیاست کې د مروج تشدد په مقابل کې ماته خوړلې ده. ګاندي او نیلسن ماندیلا د عدم تشدد څخه سیاسي استفاده کړیده، نه عقیدوي، ځکه نو بریالیتوب یې هم تر لاسه کړ. غفار خان په خپل کتاب « زما ژوند او جدو جهد» کې په خورا درد سره، په څرګندو ټکو بیان کړې، چې په پای کې معلومه شوه، عدم تشدد زموږ باور وُ او د کانګرس سیاست…  عقیده او احساسات کیدای شي د سیاسي مبارزو یوه پیاوړې وسیله وي، اما نه یواځنۍ وسیله. د عقیدې پر بنسټ بریالی سیاست مخ په وړاندې نه شی تللی، لکه خلقیانو چې د مارکسستي عقیدې ۍ سره سم کاوه، یا نن یې طالبان د « اسلامي عقیدې» په اساس پرمخ بیایي. دا داسې معنی لري، چې کیمیاوي تعاملات د فزیکي قوانینو په بنسټ سرته ورسوي… سیاست د شطرنج لوبه ده، په تیره بیا نننۍ جیوپولیتیک، چې په خپل ماهیت کې هماغه د کلاسیک استعمار د اومو توکو سیاست دئ. د شطرنج په لوبه کې هر څوک چې ښه سنجش کوي، زیرکانه چال سنجوي، هم هغه لوبه ګټي. تصادفي نه ده، چې برژنسکي خپل غوره اثر « د شطرنج ستره تخته» نومولی دی. د ریال پولیتیک سره سم، نړۍ د شطرنج لویه تخته ده او سیاستوال یې لوبغاړي دي.

۳- د نړیوالو قوتونو، سیمه ییزو ځواکونو او د هیواد دننني نیروګانو پر تله کولو او دقیق سنجش پرته هر اقدام د ماتې سره مخامخ دی او یا د موقتي، نسبي کامیابي باعث کیږي. که په پرمختللو هیوادونو کې د نړیوالې، سیمه ییزې او هیوادنۍ اوضاع مفصل تحلیل او ارزونه د ځانګړو انستیتوتونو له خوا په دقیقه توګه د ارقامو او فاکتونو په بنسټ سرته رسیږي او بیا سیاستوالو ته وړاندې کیږي او بیا د همدې ارزونې او ایډیاو پر بنسټ تصمیمونه نیول کیږي. افغان ملي نهضت ته هم ښایي هرومرو دا ډول یوه مرجع، د خپلو امکاناتو په چوکاټ او خپلې وسې سره برابر خلق کړي، چې په منظمه توګه د خپلو غوښتنو او هیلو په بنسټ نه، بلکې د ارقامو او فاکتونو په اساس، نړیوال قوتونه او لوبغاړي، سیمه ییز قوتونه او د ځواک اندازه یې او همدارنګه دننني لوبغاړي او د قوت اندازه یې په دقیقه توګه او عیني ډول وټاکي. د نړۍ، سیمې او هیواد د عیني وضعي له اوږد مهاله دقیقې ارزونې پرته هر اقدام او نه اقدام دواړه تباه کوونکي عواقب لري. د مثال په ډول، د خلک دموکراتیک ګوند مشرۍ ته د وخت د حکومت کمزورۍ ښه څرګنده وه، د واکمنو د تیري په مقابل کې یې مخکې له مخکې چمتووالی نیولی وُ. د میر اکبر خیبر د ترور وروسته رامنځته شوې وضع، چې د ګیله من د ترور سره په رامنځته شوې حالاتو کې ډیر ورته والی لري، د داود خان حکومت په ګوند حمله وکړه، مشران یې ورته بندي کړل، ګوند د مخکني چمتووالي سره په خورا آساني سره، د داود خان واکمنۍ ته د پای ټکی کیښود. اما لوبه پدې ځای پای ته ونه رسیده، بلکې لدې سره پیل شوه. د خلک دموکراتیک ګوند د نړیوالو او سیمه ییزو قوتونوسنجش په درسته او دقیقه توګه نه درلود. د خلکو دموکرتیک ګوند په شوروي اتحاد ډډه لګوله، هغه «ستر قدرت» چې په خپله یې د زوال مرحله طی کوله. دا ډول غلط سنجش، په ښکاره توګه، د ګوند او ټول ملت له پاره تراژیدي انجام ودرلود.

۴- شپ شپ ویل، چې د لر او بر زیاتره مشران یې کوي، څه ګټه نه رسوي، په زړورتیا او ښکاره د واحد ملت غږ پورته کول د هدف روښانتیا ښي. هدف چې معلوم او څرګند وي،« ټولې لارې هدف ته رسیدلي دي»، هره لاره چې غوره او طی کړې هدف ته رسیږي. د بریالیتوب له پاره د لر او بر یو ګډ نهضت، چې سیاسي، مدني، نظامي، ښکاره او پټ سازمانونه ولري، هرومرو پکار دي. ګیله من د ډیرو نورو مبارزینو په خلاف،  د ملنګ جان او منصور په دود، دا ناره په بیساري زړورتیا سره په جار غږوله او د ملنګ جان او منصور په سرنوشت اخته هم شو. بخت زاده دانش هم وایي: «…د قوم د بیداري ناره په جار وکړه قربان!»

۵- هغه تعلیمي انقلاب، چې په نړیواله کچه روان دی، هرومرو ټول افغانان هم په غیږ کې رانیسي. د ولسونود تعلیم او روښانتیا په لورهر اقدام د افغان ملت د یووالي په لور چټک ګام دی. دا ملت ګډ تاریخ او ګډ برخلیک لري. په تیر کې ډیر کله کښته پښتانه د پورته پښتنو له حال او احوال څخه ناخبره ؤ، برو ولسونو سره ددې چې د کوزو پښتنو سره یې همیشه ملنګجاني خواخوږي ښودلې، اما واکمنو کړیو، لکه نننیو، د خپلو غلطو باورونو، محافظه کاریو او مجبوریتونو له کبله د کوزو پښتنو مبارزې یواځې سرنوشت ته پریښي او جفاکارانه چلند یې لرلی دی.

اوس اوس افغان محوره ملي نهضت په کوزه پښتونخوا کې خپل اوج ته رسیدلی دئ او هفه هم په ځوان نسل کې، چې دې ارمان ته د رسیدو له پاره ډیره انرژي او ډیر وخت په اختیار کې لري.  برخلاف ددې، په بره کې بیا ریښتینې ملي مفکوره په هغو سازمانونو او ګوندکیو کې پاتې ده، چې غړي یې زیاتره مسنه خلک دي، دا په خپله کمزوري ده. په منسجمو تنظیمونو کې یواځې د طالبانو په تحریک کې زیاتره ځوانان دي، چې ملي روحیه په کې د اسلامي روحیې په مقابل کې فرعي ځای لري.

لدې سره، د پاکستان دولت د خورا متناقض حالت سره مخامخ دی. یوې خواته، د استخبارتي ادارې په شمول، ټول پوځ د هیواد ټولواک دی، چې په خورا مرموزه توګه د انګلیس او غرب له خوا اداره کیږي، د پوځ مشران هملته روزل کیږي، آن یو شمیر یې مخامخ عیسوي او یهودي میسونران دي (لکه قمر باجوه ، چې په کلیسا کې د عبادت په حال کې د یو افغان له خوا بې آبه شو) او له هغه ځایه ټاکل کیږي‎، یو شمیر یې د انګریزي افسرانو د پنجابي وینځو اولاده ده. دا دومره پستي او بې رحمي هم له همدغه ځایه سرچینه اخلي. د پوځ وسلې، تخنیک او تجهیزات ټول له غربه اماده کیږي، د اتومي وسلو صلاحیت یې هم هملته دئ. دا پوځ، د سید عالم مسعود په قول، هماغه د برتیانوي هند پنجابي اجیر رنجیمنت دی چې  په عربي ملکونو کې  د عثماني امپراتورۍ په ضد د جګړو له پاره جوړ شوی وُ او بیا پاکستان ته په میراث پاتې شو او د پاکستان پوځ ترې جوړ شو. بلې خوا ته، د پاکستان ملکي واکمنۍ ده، چې د شانګهای د کلوب اصلي غړی دئ، هغه کلوب چې د غرب اساسي رقیب ګرځیدلی دئ، د چین سره په اړیکو کې دومره وړاندې تللی ده، چې آن ګوادر بندر پورې یې ټولې لارې ورته په اختیار کې ورکړي دي او تر ستونې پورې یې په پورونو کې ډوبه ده. د امریکا- انګلیس او چین په ننني رقابتونو کې د پاکستان د پوځ او ملکي واکمنۍ د لورو اختلاف د پاکستان د سرنوشت اساسي تناقض جوړوي. ددې تناقض حل نه د امریکا، نه د چین او نه هم د پاکستان په اختیار کې دئ. یواځې د نړیوالو سیاسي-اقتصادي لوبو طبیعي بهیر به ددې تناقض سرنوشت ټاکي.

راځئ یوه پلا، د فرانسوي ټولنپوه ( امانوئیل ټوډ) د وړاندوینې سره سم تصور وکړو چې امریکا د خپل ټول ننداره یي نظامیګري او دیپلماتیک قوت سره سره، د روانې پیړۍ تر نیمایي پورې به نور یو نړیوال ځواک نه، بلکې د امریکا په وچه کې به یو سیمه ییز قدرت وي، پدې صورت کې به د پاکستان سرنوشت او پدې کې به د پښتنو برخلیک څه ډول بڼه غوره کوي!

د متحده ایالتونو « ستر اقتصاد» نن له تولیدیت څخه خالی شویدی، ټول ځای یې په نړۍ کې د چین تولیداتو نیولی دئ. په جغرافیوي لحاظ هم، امریکا زموږ له سیمې څخه لیرې پرته ده، اما چین زموږ په سر ولاړ دئ. د همدغو خودي ټولنیزو- اقتصادي لوبو په پایله کې، امریکا لدې سیمې ورو ورو په شا کیدو ته اړ کیږي او ورسره د پاکستان تړلی پوځ هم باید خپل بار او بستر  د پناه په لور وتړي.

په دا ډول نړیوالو او سیمه ییزو لوبو کې، ښایي افغان ملي نهضت د خپلې خاورې او خپلو خلکو برخلیک په خپل لاس نیولو ته شعوري مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي.

د پښتنو د آزادۍ او یووالي د لارې اساسي خنډونو سپړنه، موندنه او بیایې لیرې کولو له پاره مبارزه د بریالیتوب حتمي شرط دئ. ددې خنډونو په ګوته کول خورا جدي، هراړخیزې او ژورې څیړنې ته اړتیا لري، چې ښایي ټول د نظر خاوندان په کې د زړه له کومې برخه واخلي. زه خپل نظر پدې اړه شریکوم.

د پښتنو د آزادۍ او یووالي د لارې اساسي خنډونه:

۱-  د پښتنو د ازادۍ او یووالي اساسي او غوره خنډونه دننني او خپل منځي دي. تر ټولو دمخه، د عام ولس خپل منځي دښمني او تربګني او همدارنګه د سیاسي ډلو ترمنځ د ملي ګټو په خلاف سلیقوي رقابتونه او محافظه کاري د پښتنو ټول قوت په اوبو لاهو کوي، د مکار دښمن سره د مقابلې توان په کې نه پاتې کیږي. تر هغه چې لومړی د سیاسي ډلو ترمنځ د ملي ګټو په سر شعوري جوړ جاری و نه شي، تر هغه به د خپلواکۍ لمر هم و نه ویني. په افغانانو کې د ملي شعور کچه، چې د ټولې خاورې او ټول مملکت په هکله، د ملي ګټو او تاوان په هکله سوچ کولای وشي، خورا ټیټه ده. افغانستان د یو دولت په څیر، همیشه په هر لحاظ خورا کمزوی وُ: داود خان د څو افسرانو په ملتیا په ظاهر شاه پاچاهي واړوله، یو موټی خلقیانو داود خان راچپه کړ… امریکایانو د څو لنډغرو په مرسته د طالبانو لومړۍ واکمنۍ په یوه شپه کې له منځه یوړه… اما افغان د یو ملت په څیر د نړۍ د خورا پیاوړو، ګوتو په شمار ملتونو په کتار کې ودریږي. دومره ستر ګوزارونه چې یواځې زموږ د سترګو په وړاندې دا ملت وخوړل، که په بل هر ملت وارد شوي وای، ښایي د ځمکې له کرې څخه به نابود شوی وای. هند په خپل هومره ستروالي سره کلاسیک استعمار ته سر ټیټ کړ. د المان ملي غرور چې ګنې آسمان په ډبرو ولي، یواځې د انګلیس، امریکا، فرانسې او روس د ګډو ضربو لاندې دوه پړقې شو، مګر چې په خپل لوړ ملي شعور سره بیرته یووالي ته ورسیدل. یواځې افغان ملت وُ چې د بریتانیا استعماري غرور یې په خاورو ولړه، یواځې افغان ملت وُ چې ستر شوروي یې ورته په پښو کې ولویده او دا یواځې افغان ملت وُ چې د څلویښتو دولتونو اتحاد هم ورڅخه په تیښته وتښتیدل… هر ملت د خپلو تاریخي او فرهنګي ریښو په اندازه، لکه د ونو ریښې، هماغسې پیاوړی وي او په همدغو ریښو سره د توپانونو په مقابل کې مقاومت کوي. چا ویل چې افغانان فرهنګ نه لري او د زرګونو کلونو تاریخ یې هسې خبرې دي!.. د ایراني تاریخپوه ناصر پور پیرار په ستره تاریخي علمي پانګه کې وګورئ، چې افغان ملت ته یې د څومره درناوی سر ټیټ کړی دئ. د عربي اسلامي هیوادونو عادي وګړو سره د زړه خواله وکړي، چې زموږ د عصر فرعونیانو په مقابل کې د افغانانو په مقاومت څومره ویاړي! افغان ملت هم د نورو ملتونو په څیر خپل تاریخ او فرهنګ لري، یواځې دومره دئ چې تاریخ یې خورا جعل شوی او فرهنګ یې نه دی څیړل شوي.

افغانان په خپله خاوره مینان دي، خپل سرونه پري ښندي، اما د افغانانو مشکل د ملي شعور کمبود دئ. دا ستونزه په فیوډالي نظام کې او تر زیاتې اندازې په قبیلوي او قومي طرز ژوند کې نغښتې ده، ځمکه وال د وطن په سطحه فکر نه شي کولی، د هغه خاوره یواځې د خپل جایداد په پولو کې محدوده ده. د استعماري میراث په توګه راپاتې قبیلوی او قومي دښمني افغانان نه پریږدي چې غیر له جنګه په اقتصاد او نورو برخو کې هم د نړۍ نورو ملتونو سره سیال شي او همدا اقتصادي وروسته پاتې والی یې د نورو ټولو مشکلاتو مور ګرځي. د یوې مدبرې سیاسي مشرۍ لاندې دا دښمنۍ په خورا آساني سره په سالمې سیالۍ اوښتلی شي او همدا سالمه سیالۍ د هیواد د ژوندانه په ټولو ساحو کې د بیساري تحرک باعث کیدلای شي.

۲- د خپلې ژبې کم بهایي د پښتنو ملي هویت ته تر دښمن هم زیات تباه کونکی تمام شویدی. په میلیونونه پښتانه په بره، کښته او هند کې خپله ژبه پریښې ده. د بنګله دیش ازادی بخښونکی ملي غورځنګ په ابتدأ کې د خپلې ژبې ساتنې غورځنګ په څیر رامنځته شو او بیا په ازادي بخښونکي غورځنګ واوښت. ملنګ جان په خپل فطري او الهامي نبوغ سره د خپل ژوند په وروستي ناتمام شعر ( د افسوس جنون) کې، د پښتنو د برخلیک دوه خورا غوره او تباه کونکې ستونزې په درد او فغان سره طرحه کړیدي:

– د پښتو ژبې هیرول او پریښودل یې ملي خیانت ګنلی دئ، هغه پښتانه چې پښتو ژبه یې هیره کړې ده، پدې بهیر کې غیر ارادي شریک ګڼي. ملنګ جان وایي:

هر سړي ته چې ودریږم وی افغان یم     خاص لمسی د احمدشاه او خوشحال خان یم

 د خوشحال په پښتو ژبه   نه  پوهیږي      بله ژبه  کې  طوطي  غوندې      غږیږي

 زه  دا  هسې  افغانیت  ته   حیرانیږم       حیران څه، خدایږو  ژړا  راځي   ژړیږم

  چې افغان په خپله ژبه  نه    پوهیږي       نم د سترګو  مې   شیبه شیبه       بهیږي

 یو غریب که خیانت وکړي زیات او کم     په جزا  باندې  محکوم  شي       هغه دم

  دې  ملي خیانت  ته نشته   د چا   خیال      راته  وایه   دا  ثواب  دی  که      وبال

 – د سیاسي شیخانو له خوا د ریښتینې قرآني عقیدو په ځای، د خورا غلطو باورونو تلقین د پښتنو څخه په ژوندانه مړي جوړ کړیدي:

     یو خوغرق کړو ځینوځینو شیخ صاحبانو        وایي درې ورځې ژوندون دی عزیزانو

     د   دنیا    کارونه     واړه دي    نیمګړي       په ژوندون یې پښتنو نه جوړ کړل مړي

۳ – په کښته پښتونخوا کې د پښتو ډرامې د ګل خان څوکیدار د رول سره سم، یو څو تنه نه، د سیاسي ګوندونو په شمول، یو ګلخاني قشر رامنځته شوی دی، د امتیازاتو په سر کې ولاړ دي او د ملي-آزادیبخښونکي مبارزې د حرکت په مخ کې د خنډ (مانع) رول لوبوي.  په افغانستان کې همدې ته ورته یو بوقلمون قشر په سیاسي صحنه کې خورا فعال دئ، چې د څلورو لسیزو په بدلونونو کې همیشه د واک په لوړه کې پاتې شویدی، ملي ارمانونه ورته بشپړ پردي دي.

۴ – د پښتنو د ازادۍ او یووالي د غورځنګ په مخ کې د د دنننيو خنډونو سربیره،  بهرنی علت هم شته دئ. د پاکستان دولت، چې د اسلام په نامه د اسلام په ضد د بریتانوي استعمار راپاتې میراث دئ، د پښتنو د ازادۍ او یووالي غوره خنډ دئ. هماغسې چې پښتانه په ټول هند کې د بریتانوي استعمار په ضد د آزادیبخښونکي پاڅون محرک او د اسلامي غورځنګ سرلښکر ؤ، د پنجابي چارواکو د ستر ګو خار هم هماغه پښتانه دي. د پاکستان واکمنو د انګریزانو په ادامه د پښتنو د ټکولو له پاره له ټولو وسایلو ((Hard power او (Soft power) څخه استفاده کړیده. د دولتي هدفمنده ترورونو، وژنو، زندانونو سربیره، پښتو ژبه او د پښتنو تاریخ یې په پښتونخوا کې له درسي نصابه ویستلې دي.

د دې خنډونو له منځه وړلو پرته افغان ملي نهضت قوت نه شي موندلی او بریالیتوب ته نه شي رسیدلی. د ملي مبارزې اولیتونه ښایي له همدې ځایه وټاکل شي:

  • د ټول هیواد په کچه د ملي شعور وده د ملي یووالي حتمي شرط دی. ددې له پاره په ولس کې د ښوونې او روزنې عامول اساسي رول لري. د ولس د لوړ ملي شعور پرته ملي واکمنۍ ممکنه نه ده او د تعمیم شوي تعلیم پرته ملي شعور شتون ناممکنه دئ. نن اسلامي امارت هغه خنډونه، چې د باندینیو خود غرضو کړیو په اګاهانه لمسون، یا په خپلو غیر شعوري باورونو سره، په هیواد کې د تعلیم د عامولو په مخ کې اچوي، د هیواد ملي واکمنۍ له پاره یې تباه کونکي عواقب نه شي سنجولی. لدې سره د هیواد اقتصاد اوږدمهاله د ګاونډیو سره له سیالۍ څخه لویږي، ځکه اقتصاد ډیرو کدرونو ته اړتیا لري. د هیواد روښان آندو ته پکار ده، چې دې نتیجې ته ورسیږي، چې نور د یو سیاسي شخصیت، سیاسي سازمان یا واکمنانو د بشپړ ملاتړ یا بشپړ مخالفت څخه لاس واخلي. ددې په ځای ښایي د هغو ټاکلی عمل په ملاتړ یا مخالفت ودریږي. په هیواد کې د سیاسي چلند دود همدا دئ، چې یا بشپړ ملاتړ دئ یا بشپړ مخالفت. دا د واکمنانو د سردرګمي او د هیواد په کچه د سیاسي بې ثباتۍ باعث کیږي.
  • د ملي ژبې پراختیا او عوامول د ملي هویت غوره زمینه ده. که پښتنو په خپله «د مړې خیټې پاړسي» ته مخه نه وای کړې، داسې هر کس او ناکس به هم زموږ ویاړلی افغاني ملي هویت ته د سپکاوي جرئت نه وای کړئ! پښتو یواځې ژبه نه ده، په هغه کې زموږ ټوله فرهنګي شتمنۍ پرته ده، دومره بډایه شتمنۍ، دومره ژورې معنوي ریښې لري، چې پردیو ته لا څه کوي، په خپله پښتنو ته هم د درک وړ نه دي. څومره بې وقوفه سوداګر دي، چا چې خپله ژبه پريښې ده!
  • سیاسي ګلخانان او بوقلمونان باید د سیاست له صحنې څخه وویستل شي. په کښته پښتونخوا کې د ګلخانیانو قشر او په بر افغانستان کې ابن الوقته قشر د ګوښه کولو پرته د بریالیتوب او یووالي امکانات نه لیدل کیږي. ښایي ددې قشر لیکې تر دوامداره څارنې لاندې ونیول شي او تر ممکنه حده د ملي یووالي غورځنګ لیکې ترې پاکې وساتل شي او په ټولنه کې د یو سپک قشر په توګه ګوښه کړای شي.
  • تر ټولو دمخه د آزادیبخښونکي نهضت د مخکښانو لکه د ګیله من، عارف وزیر، عثمان لالا، ارمان لوڼي، مشعل، نقیب مسعود… هدفي دولتي ترورونو د مخنیوي له پاره باید چاره سنجي وشي. د خدایي خدمتګارانو مخکښان هم  تروریدل، دا ډول وژنو د مخنیوي له پاره غني خان د پښتني ځوانانو وسله واله ډله جوړه کړه او خپل پلار غفار خان، د عدم تشدد کړنلاری ته د وفاداري په خاطر، یې مخه ونیوله، اوس هم د هدفمنده وژنو مخنیوي له پاره باید یوه چاره وسنجول شي، که نه د خدایي خدمتګارانو په څیر او د مهاجرو د پیاوړي نهضت په څیر به د هرومرو ناکامۍ سره مخامخ کیږي. په روسیه کې د اکتوبر انقلاب وروسته انقلاب ضد ځواکونو د بلشویکي مشرانو د وژنو په موخه په «سپین ترور» لاس پورې کړ. یو وحشت یې برپا کړی وُ. څه موده وروسته بلشویکانو هم ددې په ضد « سور ترور» اعلان کړ. د هر بلشویکي مشر د ترور په بدل کې یې د سپینې اردو معادل مشر وژه. لدې وروسته انقلاب ایله ایله ساه واخیستله.
  • د اوسنۍ پیچلې وضعې څخه په استفاده، د دوکتور محمد عثمان تره کي د وړاندیز سره سم، ملګرو ملتونو څخه د کښته پښتنو د سرنوشت په مورد د یو ریفرندم غوښتنه ضرور ده. په نننۍ اسلامي امارت کې نه دا صلاحیت شته او نه هم دا ظرفیت. ددې ابتکار ښایي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرۍ په غاړه واخلي. ددې امکان شته چې ملګري ملتونه د انګلو-ساکسون ګلوبال سیستم د یو سازمان په توګه، پدې وړاندیز هیڅ خپل غوږ، و نه ګروي، ځکه چې د پښتني وطن-ناموس سره دا بدرفتاري له همدې ادرسه شویده، اما بیا هم لکه د لومړي جعلي ریفورنډم په څیر، د جعل کاریو د ټولو امکاناتو سره سره، بیا هم د ستونزې د سوله ییز حل له پاره تر ټولو غوره لار ده.

پدې ډول، د ریښتیني ملي افغاني غورځنګ د بشپړ بریالیتوب له پاره د پښتنو او ټولو افغانانو استعماري ضد مبارزو ځانګړنو ته په ژور پام سره او د هغو څخه د ټاکلو عبرت در سونو اخیستل خورا ضروري او حتمي کار دئ. سربیره پردې د پښتنو د آزادۍ او د ټولوافغانانو د یووالي په مخ کې د پرتو خنډونو راسپړل او د منځه وړلو له پاره یې اګاهانه ستراتیژیک پلانیزه اقدامات هرومرو پکار دي. د روانې پیړۍ تر نیمایي پورې شل – پنځه ویشت کاله، د یو بشپړ ملت د برخلیک ټاکلو له پاره، یو مدبرانه او موفقانه ټولنیز-سیاسي اقدام ته، ډیر وخت نه دئ، اما له پیر روښانه تر ننه پورې څلور پیړۍ ( د دراني امپراتورۍ د دورې پرته) بې سرنوشته ژوند خورا ډیر ضایع وخت دئ.

   ۰۵/۰۸/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.