اضطراب

455

اضطراب (وېره او تشويش يا پريشاني) Anxiety

اضطراب (پريشاني) یوه غير نومال روحي حالت دی چی یو شخص د وېري، عصبانیت او تشویش احساس کوي، خو په ځینی وختونو کی ویره او تشویش اړين وی د بيلګي په ډول: یو شخص د خپل نیژدې دوست یا قریب په اړه تشویش کوی، یا د امتحان په هکله تشویش او ویره درلودل او داسی نور.
اضطراب کیدای سی چی د یوې حقیقي او یا غیر حقیقي موضوع پر بنیاد رامنځته سي کیدای سي چی تر لازمي اندازې زیات یا کم وي.
اضطراب د شخص خوب متاثره کوي، خو شدید اضطراب (ویره او تشویش) کولای سی چی په روزمره ژوند باندی منفی تاثر وکړی، اضطراب کیدای سی چی د مختلفو فزیکی اعراضو سره ملګری وی چی ډیر عام اعراض یې د زړه د حرکاتو ډيروالى، د سږو، عصبی سیستم ، د کولمو او معدوی ستونزي شاملي دي یعنی کوم اشخاص چی د اضطراب سره لاس او ګریوان وی کیدای سي چي اسهال ولري، په ساه کښلو کی زیاتوالی ولري، یا هم ځان دومره ضعیف احساس کړی ترڅو د زړه حمله ورباندی راسي.
د اضطراب سببونه:
اضطراب یا ویره د روحي ، دماغي او فزیکي حالاتو او مخدره موادو د استعمال له کبله رامنځته سي او هم ممکنه ده چی په وجود کي ميکروبي علت ولري، مسمون کیدل، د مخدره موادو د پریښودلو او د زړه د ناروغیو یو څو ډولونه هم کولای سي چی اضطراب را منځ ته کړي.
د اضطراب ډولونه:
1) د ویرې او ناآرامۍ غير نورمالي حملې (Panic disorder):
پدې روحي بې نظمي کي د اضطراب حملې تصادفي، بيا راګرځيدونکي او لنډ مهاله وي او شخص ته روحي تکلیف رسوی چی کيداي سي ځيني عادي شکايتونه هم ورسره مل وي لکه د زړه ټکان، خولې کیدل، ساه لنډی، سرګيچي، د سینی (صدري) درد او د ویرې فکرونه ولري همدارنګه پدې ډول وېره کی شخص کیدای سي چی د کولمو او معدې د ستونزي ولري او شخص داسي بې ځايه فکرونه ولري چي د حقيقت سره هيڅ اړخ نه لګوي.
په دې بې نظمي کي ډير وخت شخص دا نه خوښوي ترڅو د خلکو په منځ کي واوسي او ډير کوښښ کوي چي په يو داسي ځاى کي و اوسي چيري چي ګڼه ګوڼه لږ وي.
دا ډول ویره (Panic attack) ناڅاپه شروع کیږی او تقریباً د لس دقیقو په موده کی زیاتیږی، د اضطراب (ویري) دا ډول حملې د شدت او فریکوینسي له نظره یو د بله سره توپیر لري.
2) عمومی اضطراب (Generalized Anxiety Disorder):
کوم اشخاص چی ددې ډول اضطراب (وېري او تشویش) سره لاس او ګریوان وی د ډیرو ساده او کوچنیو مسایلو په هکله غیر اړين او بې ځايه ویره لري، پريشاني لري او تشویش کوی پدې ډول د شخص د ښه فکر کولو قدرت کمزوری، خوب او روزمره ژوند یې متاثره کیږی. دا ډول اضطراب (GAD) معمولاً په هغو اشخاصو کی څرګنديږي چي عمر یې د 25 څخه بيا تر 35کالو پوري وی یا په بل عبارت هغه اشخاص متاثره کوي چي په کوچنیوالي یې ژوند د ویرې او ډار سره تېر سوي وي او یا هغه خلک متاثر کوي چي په ډیره مُقیده ټولنه کي ژوند کوي.80 سلنه خلک ددې ډول اضطراب سره یو ځای ژور خفګان او د ټولنې څخه ویره (social phobia) هم لري. په دې ډول اضطراب (GAD) په شکايتونو کی د Panic disorder په خلاف، د ساه کښلو لنډوالی، د زړه ټکان او حرکاتو زیاتوالی ډیر لږ لیدل کیږي.
په عموي اضطراب کي ناروغان بې استراحته وي، ژر ستړي کیږی، د فکر کولو او خوب کولو ستونزي او د عضلاتو شخوالی لري.
3) د فزیکي شیانو څخه وېره (Phobic disorder):
پدې ډول اضطراب کي اشخاص د ځینو فزیکي شیانو (منبهاتو) څخه ویره لري او تل کوښښ کوي چي ځان له هغه شیانو (منبهاتو) څخه لیري وساتي د مثلاً مار ، لړم، غونډل ، وینه ، لوړ ارتفاعات او داسي نورو شیانو څخه تر لازم حد زیات ویریږي.
پدې ډول اضطراب کښی یو بل ډول وېره هم وجود لري چی د) Social phobic disorder) په نوم یادیږي پدې حالت کي یو شخص د ټولنیز ژوند په یوه برخه کي غیرنورمال وي د بيلګي په ډول: د نابلده خلکو سره د مخامخ کیدلو په وخت کی بې ځايه وېره لري، د ډیرو خلکو په مخ کی کم جرته کیدل او یا د همصنفیانو په مخ کي د درس د تشریح کولو څخه ویره چی ګویا همصنفیان به په ده باندي رشخند ووهي بناً په دې حالت کي شخص خپل ځان په ټولنه کي حقیر احساسوي.
4) روحي فشار (Stress disorder):
په دې حالت کي یو شخص وروسته له هغه د اضطراب سره لاس او ګریوان کیږی چی تر یو قوي روحي فشار لاندي راسي يا روحي ضربې سره مخ سي د بيلګي په ډول شخص ته د مرګ اخطار ورکول کیږی، د نیژدې دوست یا قریب د مرګ پېښه ، سیلابونه، زلزلې، طوفانونه لیدل او داسي نور.
اضطراب کیدای سي چی د روحي ضربې څخه ژر او یا ډیر وروسته رامنځته سي خو په دواړو حالاتو کی په ناروغ کي یو ډول شکايتونه را منځته کوي لکه: ناروغ ځان ډیر بی شخصیته احساسوي، ډير کوښښ کوی ترڅو د هغه شي سره د مخامخ کیدو مخه ونیسي چي ده ته یې روحي ضربه رسولي وي، ناروغ نه سي کولای چي د پېښي ځینی بدي صحنې په خپل فکر کي را یادی کړي.
دا ډول روحي فشارونه په خپله لمنځه ځي او د درملنې په موخه د ‌(Benzodiazepines) درملو څخه استفاده کیږي. همدارنګه د روحي درملنې په خاطر د ناروغ سره د نورو خلکو غم شریکي او ټولنیزه همکاري ډیره ګټوره ده ترڅو د هغه د روحی ناآرامي لپاره تسکین پیدا سی.
5) د روحي تشويش له کبله د تکراري او بې ځايه کړنو بې نظمي يا (Obsessive – Compulsive Disorder)
پدې ډول اضطراب کي ناروغ اشخاص د بې ځایه فکرونو او هم د بی فايدې او تکراري کړنو څخه په تکلیف وي د بېلګي په ډول شخص د میکروبونو په هکله داسی فکر کوي ګویا، هر شی ته چي لاس وروړم نو ناروغ به سم، یا بې ځايه تکراري کړنې ترسره کوي د بیلګي په توګه کله- کله په تکراري او بی ګټي ډول سره د دروازې د قلف تړل او خلاصول، د شيانو بيا – بيا شمارل، په غاښو باندي د نوکانو چيچل او یا داسی نور تکراري اعمال.
د روحي تشويشونو دغه بې نظمي خلکو کي ډېره ده تقريباً 2/3 برخه اشخاص چي په دې بې نظمي باندي اخته وي د خپل ژوند په دوران کي د ژور خفګان سره مخ کيږي.

د اضطراب یو تعداد خارجی عوامل چي په لاندي ډول دي:
• په وظیفه کی پر شخص باندی د روحي فشار زیاتوالى.
• د مکتب د درسونو څخه خسته کیدل.
• په شخصي روابطو کي د خرابۍ یا ستونزي په خاطر روحي فشارونه لکه د واده په کولو کي ستونزي درلودل یا داسی نور.
• اقتصادي ستونزي.
• پر شخص باندی جنسي تیری کیدل.
• بې ګناه مجرم کڼل کیدل.
• د یو بلي ناروغۍ په وجه یا د مخدره موادو سره د عادت کیدلو یا پریښودلو په سبب اصظراب واقع کیږي.
• د اوکسیجن کمبود: په ځینی ناروغیو، ریوي امبولیزم او لوړو ارتفاعاتو کي لکه د دنګو غرونه پر سر چی کله اوکسیجن لږ وي هم کیداي سي چي اضطراب رامنځته سي.
پدې اساس ډاکټرانو ته ډیره مشکله وي چي تشخص کړي چي رامنځته سوی اضطراب له کوم سببه دی خو څیړنو ښودلې ده چي د اضطراب ډیر معمول ډول (Panic Disorder) دی.

د اضطراب کورنۍ درملنه (Self care at home):

ځیني وختونه د اضطراب درملنه ډاکټر ته اړتيا نلري ځکه موږ کولای سو چی په خپل کور کي د هغه درملنه وکړو مثلاً که یو متعلم یا شخص فاینل امتحانونه ولري یا د دندي د پیدا کولو په موخه مصاحبي ته ځي یا د ډیرو خلکو په مخ کي وینا کولو ته اماده ګي نیسي نو د دا ډول روحي فشارونو په سبب چی کوم اضطراب موجود وي هغه د لنډ مهال لپاره وي کیدای سي چي د لاندي طریقو څخه په استفادې سره د اضطراب مقابله وکړي.
• د خپل ځان سره مثبت فکر او د کامیابۍ نظر ولري (د فکر روزل ډېر ګټور وي).
• تلویزیون ته کتل.
• د لنډ مهال لپاره ژور تنفس کول.
• په شیرګرمو اوبو حمام کول.
• په تیاره کوټه کي استراحت کول.
• د اضطراب ضد درمل څخه د لنډ وخت لپاره استفاده کول.
د اضطراب طبي درملنه (Medical treatment of Anxiety):
د اضطراب طبي درملنه د هغه د سبب سره تعلق لري د مثال په ډول:
• که چیري یو شخص د تایروید غدې د زیات فعالیت په سبب د اضطراب سره لاس او ګریوان وي نو پدې حالت کی د تایروید د غدې لپاره جراحي مداخلې او لازمه دوا ګانو ته ضرورت سته.
• که چیري یو شخص د روحي ناآرامي له خاطره د اضطراب سره مخ وي نو ډاکټر د هغه ستونزي د حل توصیه کوي چي شخص یې د اضطراب سره مخ کړی دی مثلاً د واده کولو په مورد د ځینو ستونزو سره لاس او ګریوان کیدل یا د نشه یي موادو استعمال.
• ځینی وختونه د اضطراب علت معلوم نه وي نو باید هغه شکايتونه کنټرول سي چي شخص ته تکلیف رسوي.

د اضطراب طبي درملنه:
پدې درملنه کي د دوه ډوله درملو څخه استفاده کيږي چي عبارت دي له:
1) Benzodiazepines: هغه درمل چي په مستقيم ډول په مرکزي عصبي سيستم باندي تاثر کوي.
2) SSRI ګروپ درمل: هغه درمل دي چي په محيطي اعصابو باندي تاثر کوي او پهAutonomic اخذو باندي نهي کوونکي تاثر کوي.
1. اول ډول چي د Benzodiazepines ګروپ درمل دي د ناروغ د بېړنۍ درملني لپاره استفاده کيږي.
د اضطراب د بيړنۍ درملني لپاره Diazepam 5 mg د ورځي دوه ځله او په شديدو حالاتو کي 10 mg توصيه کيږي يا د نوموړي درمل پر ځاى Alprazolam 0.5 mg – 1 mg د ورځي دوه يا درې ځله ناروغ ته توصيه کيږي.
يا هم د نوموړي درمل پر ځاي Chlordiazepoxide چي د لنډ مهاله درملني لپاره کاريږي او د شپې يوه ګولۍ د خولې د لاري ناروغ ته توصيه کيږي.
د پورته ذکر سوي درملو د استعمال له کبله ناروغ ته ځيني جانبي اغيزې پيدا کيږي لکه دماغي او جسمي آراموالى او د حافظې ګډوډي نو پدې خاطر ناروغ بايد په ورځني مصروفيتونو کي د احتياط څخه کارواخلي مثلاً د موټر چلولو څخه ډډه وکړي، د ماشينونو د استعمال سره احتياط او داسي نور.
پورته ذکر سوي درمل بايد په ټيټ ډوز (اندازه) سره تطبيق سي او بايد تر دوو اونيو زيات ونه کارول سي ځکه ناروغ معتاد کوي همدا راز کله چي ډاکټر پر ناروغ باندي ددې درمل د قطع کولو پلان ولري پدې حالت کي بايد دوه مهم ټکي په پام کي ونيسي:
(الف) درمل بايد ددې ګروپ په يو بل، د اوږده تاثر لرونکي درمل تبديل سي.
(ب) پر ناروغ بايد د درمل ډوز کرار کرار ټيټ سي.
2. د SSRI ګروپ درملو په واسطه درملنه:
دا درمل په ځنډ سره تاثر کوي او د اضطراب د اوږد مهاله او دوامداره درملني په موخه لدې درملو څخه ګټه اخستل کيږي يا په بل عبارت دا درمل حد اقل د درو مياشتو لپاره ناروغ ته توصيه کيږي ترڅو د اضطراب شکايتونه لمنځه يوسي.
په عمومي اضطراب (GAD) او Panic disorder همدارنګه کله چي يو شخص ناحقه وېره او ډار لري لکه social phobia او ژور خفګان په تداوي کي ددې ګروپ درمل (لکهFluoxitine ، Paroxitin، Setraline، Citalopram او يا Ecitalopram چي ټول د ټابليت په ډول دي) ډير ګټور دي.
مثلاً Setraline په لومړيو ډوزونو کي 25 mg په ورځ کي توصيه کيږي خو په راتلونکي اونۍ کي دا ډوز 50 mg ته په ورځ کي رسول کيږي ترڅو درمل ډير موثر تمام سي.
د ذکر سوي درملو پر ځاى نور درمل چي په Panic disorder او عمومي اضطراب کي گټور دي عبارت دي له Imipramine او Clomipramine څخه (چي په يو بل ګروپ درملو پوري اړه لري).

يادونه:

د اضطراب يا Anxiety ډېر ناروغان د زړه ټکان او لړزه لري چي علت يې په وجود کي د Adrenaline او adrenaline Nor زياتوالى دى نو پدې حالت کي د پورته ذکر سوي درملو تر څنګ β – blockers درمل هم توصيه کيدلاي سي مثلاً Propranolol 20 mg – 40 mg د ورځي دوه يا درې ځله توصيه کيږي خو دغه درمل د اضطراب په له منځه وړلو کي مرسته نسي کولاى.
د روحي تشويش له کبله د تکراري او بې ځايه کړنو بې نظمي يا (Obsessive – Compulsive Disorder) د SSRI ګروپ د Fluoxitine درمل په واسطه چي په ورځ کي 60 mg – 80 mg توصيه کيږي درملنه ډېره موثره وي او د 12 اونيو لپاره بايد وکارول سي.
نوټ:
د اضطراب ټول ډولونه د پورته درملو واسطه تداوي کيږي. چي د Benzodiazepine ګروپ د بيړنۍ درملني لپاره چي بايد تر دوو اونيو زيات توصيه نسي او ددې ترڅنګ SSRI درمل د اوږد مهالي درملني لپاره ناروغ ته توصيه کيږي. دا دوه ګروپه درمل په يو ځايي ډول هم ناروغ ته توصيه کيدلاى سي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.