اویا کلنې ستونزې

بریال حبیبي

873

((په دنیا کښې هر چا خپل ځانته یوه پېشه خوښه کړې او د هغه له امله و خپل ځانته معیشت برابروي؛ مګر لیکونکی تل په دې چرت کښې دی، چې خپل وطن به په څه توګه ودان کړي او کوم کرغېړن دودونه او نواقص چې وي هغه د قلم، د ژبې، د اخبار د کتاب د نشر، د خولې په ویلو وغواړي چې ممنوع او ورک دې شي او نه دې وي؛
نو که وشو، خو ښه تر ښه او که نه وي او په طاقت یې نه وه پوره او د ښاغلي انور خاکسار خبره ده:
(خپله ږیره شکوي.)
څرنګه چې یو لیکونکی، ادیب، شاعر د جامعې غم پر څټ اخیستی دی، همدغه سبب دی چې زه له ډېره عمره څخه د حیرت په ګړۍ کښې لوېدلی وم او هیڅ رد او پی مې نه شوای پای ته رسولای، چې یعني زمونږ ښار چې هغه تاریخي مفاخر لري او هغه نامتو اشخاص پکښې پراته دي، چې ټولې نړۍ د حیرت ګوته په غاښ ورته نیولې وه او ده، ولې داسې خرابه او کنډواله دا د پښتنو د مرکو، دا د مړنیو کور ولې پست پاته دی؛
د امریکا رئیس جمهور انتخاب او مقرر کړه شوؤ مګر زمونږ ددې کوچنۍ قلعه چګۍ ښار د بلدئې رئیس نه مقرر او نه انتخاب کړ شو؛ خیر، که د بلدئې رئیس نشته، نور خو ټول اعضاء شته، معاشونه ـ مصرفونه ټوله اجرا کېږي، مامورین دي، اعضاء دي؛ انجمن تر دې حده پورې چې د ښاغلي اڅک په جواب کښې ښاغلي عبدالرحیم ننګیالي د بلدئې د انجمن مدیر چې هغه هم یو پوه ادیب لیکونکی دی، د حقیقت څخه یې سترګې نه دې پټې کړې، کماحقه هغسې یې لیکلي او ویلي دي او په خپله وایي:
(چې د بلدئې د صفائۍ او نرخو کنټرول چې ښایي هغسې نه دی شوی.)
نو د بلدئې خو هم دوه لوی مهم عوامل دي، نه یم خبر، چې دا کنټرول یې نو ولې نه کېږي؟
بل دا چې که ډاکټر و ناجوړه ته نسخه ورکړي او هغه ډاکټر یې د مرض تشخیص هم وکړي، نو چې مریض خپله چاره نه کوي، نه جوړېږي؛ ډاکټر ورته وایي:
(اسپرو) وخوره!
مریض وایي:
یه، زما موچڼې پر پښو تنګې دي، زه (سه بازول) خورم؛ آیا دا به څنګه صحت پیدا کړي؟
نو همدغه سبب دی چې ښاغلی ننګیالی په حقیقت خبر شوی دی او وایي چې څو متفرقه اشخاص چې یو لوهار، بل خاورین، بل بزګر، بل غلاف، بل میرزا… وي…؛ ددې جمعیت د بحث نتېجه به و کوم هدف ته رسېږي؟
رښتیا هم داده چې میرزا صاحب خو به خپل پېشنهاد او نوی پلان په صحیح صورت ترتیب کړي؛ ځکه داغه یې کسب او پېشه ده، نو به یې خپل مهارت تر یوې اندازې پکښې حاصل کړی وي؛ دا قضیه چې د متفرقو اشخاصو و جمعیت ته تقدیم کړه شي، نو خود یو وایي:
یه، زه یې داسې سکڼم، غچې ددې خوا پکښې باسم!
بل وایي:
دا څه کوې، دا خو داسې تیکه کېږي؛ زې تیکه کوم، ته وګوره، سکښت وګوره؛ د تیکې رد و پی ماته معلوم دی.!؟))(۱)
پورتنۍ لیکنه د ارواښاد محمدنسیم نوري ده، چې ((د بلدئې په شاوخوا کې)) تر سرلیک لاندې د طلوع افغان ورځپاڼې د (۱۳۳۱ل کال د حوت د میاشتې د ۲۹مې ګڼې ۲مخ) کې خپره شوې.
ارواښاد محمدنسیم نوري د هېواد د نوموتي فولکلوریست ارواښاد محمدګل نوري کشر ورور دی؛ پلار یې عبدالواحد صاحبزاده او نیکه یې غلام نبي صاحبزاده نومېده؛ په خټه نورزی، د کندهار په کوچني کارېزک کې په ۱۲۹۱ل کې زېږېدلی او په ۱۳۶۹ل کال کې په کوئټه کې وفات او سارانان نومي کلي کې خاورو ته سپارل شوی.
کله چې په ۱۳۱۱ل کال په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن جوړ شو، د نورو نومیالیو پښتنو ترڅنګه ارواښاد نوري هم په یاد انجمن کې د سرکاتب په توګه مقرر او تر ۱۳۱۴ل کال پورې چې یاد انجمن هورې په کندهار کې فعالیت کاوه، دی هم ورسره وو؛ بیا چې په همدې کال د کندهار ادبي انجمن کابل ته ولېږدول شو، نو دی هم د انجمن له نورو غړیو او کارکوونکو سره کابل ته ولاړ…؛ تر ادبي انجمن وروسته د طلوع افغان ورځپاڼې دفتر کې مقرر شو او بیا په کور کښېناست.
ارواښاد نوري لاندني چاپ او ناچاپ آثار لري:
رجوما للشیاطین، لنډ حکایتونه، د بزرګانو خبرې، الف نامه، متفرقات، رباعیات، د کندهار مزارات، د هرات زیارتونه، ادبي پارچې او د اسلام مد و جزر.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.