د ايټاليې لومړي وزير دراغي استعفا  ورکړې

837

د ايټاليې ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د دې هېواد لومړي وزير ماريو دراغي د جولای په ۲۱مه نېټه ولسمشر سېرګيو ماتاريلا ته خپل استعفا ليک سپارلی دی.

ولسمشر ماتاريلا د دراغي استعفا منظوره کړې، خو له نوموړي هيله کړې، چې د ايټاليې د نوي صدراعظم تر ټاکل کېدو پورې د سرپرست په حېث خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دراغي د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې د اېټاليې د لومړي وزير په توګه وټاکل شو او د دې هېواد د ايتلافي حکومت مشري يې پر غاړه درلوده.

راپورونه وايي، چې د اېټالیې اقتصاد د انرژۍ د بيو د لوړوالي‌ او د انفلاسيون له امله مخ په ځوړ روان دی او د حکومت پر وړاندې يې سختې ستونزې راولاړې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.