د واده لپاره د ښځې او خاوند تر منځ باید څو کاله عمر توپیر وي؟

عایشه حیدری

1,681

په معمولي ډول په افغانۍ ټولنه کې د واده لپاره د نجلۍ او هلک ترمنځ د عمر واټن ته ډېر پاملرنه نه کوي، د عمر واټن ورته عادي ښکاري او فکر کوي چې هېڅ ستونزه نه لري.

کله کله کونډه ښځه چې عمر یې له دېرش کلونو پورته وي اتلس يا شل کلن هلک ته نکاح کړي او بیا کله کله يوه وړه نجلۍ چې عمر یې د ۱۵ نه تر ۲۰ کلونو په منځ کې وي يوه ۴۰ کلن سړي ته نکاح کړي. که څه هم دا خبره هغومره معمول نه ده او اوس مهال ډېری افغان کورنۍ دغه ټکي ته پام کوي، خو بیا هم دا کړنه په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او لا هم ځينې خلک په واده کولو کې د عمر واټن ته پاملرنه نه کوي.

په واده کولو کې د عمر ډېر واټن تر واده وروسته په ګډ ژوند کې ډېرې ستونزې رامنځته کولای شي او ان کله کله د طلاق لامل کېږي، په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته د يوې جوړې د عمر د مناسب واټن په هکله معلومات درکړو، دا چې د واده لپاره د ښځې او خاوند تر منځ باید څو کاله عمر توپیر وي؟

څېړنو ښودلې چې د ښځې او خاوند ترمنځ عمر باید لږ تر لږه ۸ کاله واټن وي. مطلب خاوند باید له خپلې ښځې ۸ کاله مشر وي.

اسټراليايي څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې خاوند باید له خپلې ښځې څخه ۸ کاله مشر وي. د اسټراليا پوهنتون څېړونکو په ۲۵۰۰ اسټرالیايي خوشاله او ناخوښه جوړو له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۷ پورې د شپږو کلونو په ترڅ کې د مېرمنو او د هغوی له مېړنو سره د هغوی د اړيکو په څرنګوالي څېړنې ترسره کړې دي.

په دې څېړنه کې يو مهم ټکی د مېرمنو او د هغوی د مېړنو ترمنځ د عمر واټن دی. ځکه د عمر واټن په ګډ ژوند کې ځانګړی ارزښت لري. د دغو څېړنو پایلو ښودلې ده چې د ښځو لپاره به غوره وي چې له هغو نارينه وو سره واده وکړي چې ۸ کاله ترې لوی وي. که په واده کې دغه ټکي ته پاملرنه وشي، تر واده وروسته به خوشاله ګډ ژوند ولري.

– هغه نارينه چې له خپلې مېرمنې نه یې عمر ډېر لوړ او يا ډېر ټيټ وي له خپل ګډ ژوند څخه خوشاله نه وي او په دوامداره بڼه د بلې اړيکې د جوړلو په هڅه کې وي.

په پای کې غواړم دې ټکي ته هم اشاره وکړم چې که د ښځې او خاوند عمرونه برابر وي دا ډول ګډ ژوند هم له خوښۍ او هوساينې ډک وي، ځکه هغه وخت چې د مېرمنې او خاوند عمر برابر وي له يو بل سره د ارامتیا احساس کوي او د هغوی ترمنځ به د عمر په اړه هېڅ ډول جنجال رامنځته نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.