د ملی اهدافو د تحقق په اساس د ولاړ حکومت د جوړیدو طرحه

976

د ملی اهدافو د تحقق په اساس د ولاړ حکومت د جوړیدو طرحه:

لومړی برخه:

په افغانستان کښی د جنګ د خاتمی په خاطر په عمده ډول د سولی طرحی د اینده حکومت د جوړښت (یا سیاسی تشکیلاتو) په خاطر په لاندی ډول تقسمیږی:

  1. د حکومت او جمهوریت د جبهی طرحه: د حکومت جوړښت د سیاسی قدرت په اساس (سیاسی مشارکت):  د سولی په مذاکراتو کښی د جمهوریت د ډلی لخوا ډیری طرحی موجودی دی مګر ټولی طرحی د سیاسی قدرت د ویش په اساس د حکومت جوړول دی چه د سیاسی مشارکت لفظ ورته هم زیات استعمالیږی. د جمهوریت لخوا دغه طرحی په اوسنی وخت کښی د موجوده سیاسیونو په وجودی بقا، او په سیاسی اقتدارکښی په بقا متمرکزی ده چه د نظام د دستاوردونو، د ښځو د حقوقو، دیموکراسی  او نورو مسایلو پوری ورته تړاو ورکوی.

  1. د اسلامی شریعت او افغانی اصولو په اساس ولاړ حکومت: د بلی خوا طالبان د افغانیت په چوکاټ کښی د اسلامی شریعت تطبیق غواړی چه طرحه یی نه حکومت ته او نه نړیوالو ته واضحه ده.  د جمهوریت طرفداران د اسلامی امارت په راتګ سره په سیاست کښی د حذف ترڅنګ لدی هم ویره لری چه افغانستان کښی یو به یوځل بیا د تعلیم، پرمختګ او د افغانستان سیاسی انزوا رامنځته شی. نو پدی خاطر تر اخره محاوله کوی تر څو د سیاسی اقتدار د ویش په اساس یو حکومت رامنځته کړی.

زما په نظر ددوی دغه کشمکشونو اوددوی تر منځ د لیدلوری تفاوتونو ددوی تر منځ نفرت او جنګ زیږولی او زیاتوی یی. او دغه حالت افغانستان په دری لاری او یا سه راهی کښی ودرولی:

  • د غلبی په نیت جنګ ته ادامه ورکول او دزور له لاری قدرت ته رسیدل به افغانستان انزوا ته وړی چه د یو بل ناورین پیلامه به وی.
  • د جنګ د خارجی ملاتړو لخوا د جنګی ډولو تر منځ توازن ساتل د افغانستان قضیه د لاینحل حالت خواته وړی. لومړی او دوهم حالت دواړه د ملت او وطن د ناورینینو سره مخامخ کول دی.
  • یو بل ته تیریدل او د ملی اهدافو د حکومت په سر جوړجاړی مو د حل یوازینی لار ده.

  1. د ملی اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت: زما په نظر یوازینی طرحه ده چه کیدای شی لاتراوسه چا نه وی وړاندی کړی. ولسونه پری باید کار وکړی. ځکه حکومت د یو ملت د خدمت او د وطن د ابادی په خاطر جوړیږی نه د وطن د ورانیدو او ملت وژنی لپاره لکه دا اوس چه همدا حال دی.. یوازی د ملی اهدافو په اساس ولاړ حکومت کولای چه افغانستان ته ثبات راولی او دبحران څخه یی وژغوری. یوازی نوموړی حکومت د توافق نقطه او د ملت غوښتنه او د وخت ضرورت او د حکومت عمده هدف دی. زه دلته یوازی د ملی اهدافو په اساس د ولاړ حکومت طرحه په سلسله وار ډول وړاندی کوم. دغه طرحه په دوه عمده برخو تقسمیږی.
  • لومړی اتفاقی مسایل چه کیدای شی د جمهوریت او طالبانو تر منځ زیات اختلافات نه وی او ژر پری توافق ته ورسیږی. پدی ځای کښی زه پیشنهادی توافقات وړاندی کوم. ځکه جمهوریت او طالبانو په ملی اهدافو توافق د لانجی غټ برخه حلوی او داختلافی مسایلو په سر هوکړی ته لاره هوراوی.
  • د هغو مسایلو بحث چه هغه اختلافی دی. لکه د حکومت د عاجل او دایمی انتقال میکانیزم، اساسی قانون، د ښځو حقوق، د بیان ازادی او نور.
  • زما په نظر که همدغه طرحه جمهوریت ، طالبان او د قضیی نور اړخونه په غور سره وګوری. مطمین یم چه توافق ته وبه رسیږی. او بلاخره دایمی اوربند، او د ملی اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت به رامنځته شی.

د ملی اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت:

د ملی اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت یوازی د بحرانونو د حل لاره ده او د افغانانو تر منځ د اتفاق او اتحاد، د ملت او وطن د ژغورولو، د جنګ د خاتمی او د بحرانونو د حل سبب او لاره ده.

ځکه هیڅوک ورسره علی لاقل ښکاره اختلاف نه شی کولای او توافق پری ممکن دی. زما په نظر عمده ملی اهداف په لاندی ډول دی:

  1. ازادی او استقلال
  2. امنیت
  3. عدالت
  4. پرمختګ

په ټوله کښی د هر افغان مسلمان په نزد پورتنی اهداف مشترک دی او که په پټه یا مضمر توګه د کوم عناد او شخصی منفعت په ارادی او یا غیر ارادی ډول د ملی استقلال، امنیت، عدالت او یا هم د پرمختګ مخالف وی خو په ظاهره یی غواړی او مخالفت یی نه شی کولای او هیڅکله نه وایی چه زه د افغانستان د ملی منافعو مخالف یم.

زما په نظر که طالبان او حکومت لاندی پیشنهادی توافقات تر غور لاندی ونیسی د بحث څخه وروسته پری توافق ته ورسیږی نو یو اساسی مشکل به حل شی.

د ازادی او استقلال په هکله پشنهادی توافقات:

کله چه ازادی او استقلال د اطرافو ترمنځ د یو اصل او ملی هدف په توګه ومنل شی نو په لاندی شیانو باید ددرګیرو اړخونو تر منځ موافقه وشی:

  1. د ازادی پشنهادی تعریف:

د دنیوی، اخروی او یاهم دواړو مشروعه منافعو په خاطر د کارونو په منظم او کارا ډول سرته رسولو کښی د فرد او یا ټولنی قول عمل او حرکت د صحت، رشد او بلوغ په حالت کښی په یو جغرافیه کښی چه سیاسی حدود یی معلوم وی پخپله اراده اوبدون د بل د تاثیر څخه په خپل ملکیت کښی سرته رسول د ازادی په نوم یادیږی. د فردی او ملی اهدافو په تحقق کښی د بیان، کار او حرکت ازادی باید متوازنه وی چه د سیاسی اجتماعی او اقتصادی ثبات ضمانت کوی. یا په بل عبارت فردی بیان عمل او حرکت باید ملی ګټی و نه ګواښی او په تجاوز بدل نه شی. په همدی ډول ملی بیان، عمل او حرکت باید فردی ګټی ونه ګواښی. دفردی او ملی ګټوپه قصیر المدت عدم توازن کښی پالیسی میکران باید طویل المدت توازن په نظر کښی ونیسی.

  1. ددفاعی قوتونو تقویه: د ګران هیواد افغانستان د سیاسی جغرافیی د ساتلو او دفاع په خاطر دفاعی قوتونو او تجهیزاتو ته ضرورت لرو چه د ملی دفاع په نامه سره یادیږی او د جوړونی او موجودیت هدف یی د خارجی تجاوز په مقابل کښی د ملت او وطن ساتنه ده.
  2. انګیزه: دفاعی قوتونه به په اسلامی او ملی روحیه روزل کیږی او هیڅکله به په داخلی سیاست او داخلی جنګ کښی د ښکیلتیا حق نه لری او عمده کار به یوازی د افغانستان د سیاسی جغرافیی او استقلال څخه دفاع او د خارجی یرغل مخنیوی وی.
  3. په داخلی سیاست کښی د اردو بی طرفی: د هیواد مشر لخوا ددفاعی قوتونو څخه استفاده د خپلو سیاسی رقیبانو او قومونو په سرکوبولو کښی د دفاعی قوتونو د متلاشی کیدو په معنی وی او په ملی خیانت تورن به په دایمی بند محکومیږی.
  4. د خارجی یرغل په مقابل کښی د اردو وظیفه: د هیواد مشر او اعلی سرقوماندان به د پارلمان په مشوره مسوولیت او صلاحیت لری چه یوازی د خارجی تجاوز به مقابل کښی فوځ ته د ازادی او استقلال د ساتلو په خاطر حتی د جنګ امر ورکړی.
    1. ملی فوځ باید په ملی او اسلامی روحیه او انګیزه ورزل شی.
    2. عسکری خدمت باید د هر تبعی ملی مکلفیت وګرځي.
  5. استقلال او ازادی ( د حکومت او ملت ګډ هدف): دسیاسی، امنیتی او دفاعی اداراتو غټ، متوسط اوواړه کارکوونکی ټولو دی اصل ته متعهد وی. په لنډه کښی ازادی او ستقلال دداخلی او خارجی سیاست مهمه برخه وی.
  6. په اردو کښی خدمت د مکلفیت له لاری: دحکومت او طالبانو جنګیالی باید په ملی روحیه د اسلام ،استقلال او ازادی د روحی په ساتلو د یو متفق معیار له مخی ملی دفاع په لیکو کښی د مکلفیت له مخی ددوه کالو مودی په خاطر جلب او جذب شی. د طالبانو قوماندانان او نور مسلکی دفاعی کدرونه باید په ګډه د یوی تعهدنامی په تر سرکولو د ملی اردو په مسلکی کولو او د انګیزه له پلوه په جوړولو کښی په ګډه کار وکړی.
  7. د اردو او طالبانو دمج او یوځای کیدل: ټول نظامی طالبان باید د وزارت داخلی، وزارت دفاع او امنیت جز وګرځي. البته ددمج طرحه به دعمومی موافقی یو جزء وی.
  8. د نظامی تولیدی تصدیو جوړیدل او د جنګیالیو لپاره کار پیداکول: په عین وخت کښی چون په اردو او پولیسو کښی خلک د مکلفیت له لاری وظیفه اجراء کوی نو دوی باید قوه کار وی او په نظامی اړخ کښی باید د نظامی سامان الاتو په تصدیو کښی جذب شی او یا هم باید ورته تولیدی فابریکی جوړی شی.
  9. استقلال د اساسی قانون جز ګرځول:ازادی او استقلال باید ملی هدف او د اساسی قانون یو ماده وګرځي.
  10. په پالیسیو کښی د استقلال په نظر کښی نیول: زمونږ داخله او خارجه پالیسی د نورو ملی اهدافو تر څنګ د استقلال د ساتلو په اساس ولاړی وی. ټول درګیر اړخونه باید خارجی ارتباطات د یو لایحی له مخی چه زمونږ ازادی او استقلال پکښی د سوال لاندی رانه شی تنظیم کړی.
  11. نور.

هغه فردی او ټولنیز اقوال او اعمال چه ملی استقلال ګواښی باید تهذیب شی. ازادی او استقلال ساتل د هر حزب په رسمی کیدو کښی یو شرط او په عین وخت کښی هر حزب او مدنی ټولنه متعهده شی تر څو هغه اقوال او اعمال چه ملی استقلال ګواښی ممنوع او د جزاء وړ اعلان شی. یو کمیسون باید جوړ شی تر څو رسنۍ او سیاسی حرکات لپاره داسی لایحی جوړی کړی چه د ملی اهدافو د تحقق په لیار کښی ممد واقع شی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.