د استراليا يوه نوې څېړنه ښيي چي ميوه د شکري يا ديابت د مخنیوي له پاره د ښو درملو په څير اغيزناکه ده چې په خوړلو سره يې امکان لري پر ديابت ۲ د اخته کيدلو خطر تر ۳۶ سلنه کم کړي.
د اديت کوان پوهنځي د رپوټ پر اساس، د تغذيې په برخه کي د څېړنو انستيتوت يو ټيم په شکري د اخته کيدو د مخنيوي په موخه د مېوې او د مېوې اوبو ترمنځ اړيکو د ارزولو له پاره په پنځه کلونو کې د ۷۷۰۰ استراليايانو معلومات تجزيه او تحليل کړي دي.
موندنو ښودلي ده چې هغه کسان چې په ورځ کي دوه ځلې مېوه خوري نسبت هغو ته چې په ورځ کې تر دوه ځله کمه مېوه خوري، تر نورو ډېر له انسلولين سره حساسيت لري. له انسولينو سره حساسيت د بدن د توان کيلي ده، ځکه د انسولينو ډير والی کولی شي د ويني جریان ته زيان ورسوي چې دا به نه يوازي ديابت، بلکې د ويني لوړ فشار، چاغۍ او د زړه په ناروغيو واوړي.
څيړونکو ټينګار کړې: د مېوي اوبه څکل له انسولين سره د حساسيت د ډيريدلو يا شکري د کمښت سبب نه کيږې. ځکه چې مېوه ډيره شکره او لږ فيبر لري.
دغه راز مېوه پر ويټامينونو او ډېرو معدني موادو لرلو سربيره د سبزيجاتو د کيماوي موادو سرچينه هم ده، چې امکان لري له انسولین سره حساسيت ډير کړي.
په مېوه کې بيا موجود فيبر هم په وينه کې د شکري خوريدلو سره مرسته کوي او سړې تر ډير وخته موړساتي.
ډيرې مېوې په معمولي ډول د ګليسمې ټيټ شاخص لرونکي دي، په دې معنا چې شکره يې ژر هضميږې او ډير ژر په بدن کې جزبيږې.
دغه څېړنه د جون مياشتې پر دويمه نېټه خپيره شوې ده.
د يادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې په شکري يا ديابت ۲ د اخته کسانو شمير ۴۵۰ ميليونو ته رسيږې او ۳۷۴ ميليونه نور په دې ناروغۍ د اخته کيدلو تر خطر لاندې دي.
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.