کله چې د روسانو له وتلو وروسته د مجاهدينو خپل منځي جګړو بې شمېره تلفات او زيانونه دې خاورې ته واړول، د طالبانو په واکمنيدو سره د ټولو افغانانو په زړونو کې د هيلو او اميدونو نوې ډېوې هم بلې شوې، دوی له طالبانو د ظلمونو او وحشتونو د ختميدو بې شمېره هيلې لرلې. د طالبانو په واکمنۍ کې که څه هم د امنيت په بدل کې دې هېواد د پاکستان د ګوډاګيتوب سزا هم ليدلې، خو بيا هم خلک د مجاهدينو د وخت ظلمونو په رايادولو سره بيخي د پاکستان ګوډاګيتوب ته هم راضي وو. خو د امريکا له لورې د طالبانو رژیم له نسکوريدو وروسته په کليوالي سیمو کې د طالبانو واکمني هم په تدريجي توګه زياته شوه. زه به درته د خپلې کليوالي سیمې د سترګو ليدلی حالات وليکم. زموږ په کليوالي سیمه کې په لومړيو کې د طالبانو قدرت بيخي کمزوری و، خو کله چې د طالبانو د واکمنيدو اوازو زور واخيست، ورسره زموږ د کليوالو بدبختۍ هم شروع شوې. هر کله به چې د طالبانو باندې بمبارۍ وشوې، دوی به يې زور له ولسه باسه. دوی په موږ کليوالو باندې دومره ظلمونه وکړل چې د روسانو ارمان يې هم راباندې وکړ. موږ خو د طالبانو ږيرو کې د دوی سپيڅلتيا ليدله، خبر نه وو چې دوی د خپلو ږيرو تر شا څومره لوی شيطانان پټ کړي دي.
زه يو له هغه کليوالو خلکو څخه يم چې د طالبانو د ظلمونو او وحشتونو له وجې مې ښار ته کډه کړېده او خپل کور، کلی او کروندې راڅخه شاړې او ويرانې پاتې شويدي. په کليوالي سیمو کې د طالبانو وحشت او ظلم له زغمه وتلی دی. دوی د جاسوسانو، بې دينه او نورو نومونو سره يوازې زموږ په کوچنۍ کليوالي سیمه کې سلګونه خلک له اختطاف وروسته د يو څو ساعتونو په موده کې په بې رحمۍ سره شهيدانول او کورنۍ يې په دې دنيا ورته د غم په ټغر کېنولې، خو لا هم د هغه سلګونه شهيدانو په اړه طالبان د ګناهکارۍ ثبوت نشي وړاندې کولی. دا حالت يوازې زموږ په کلي کې نه و، په ټولو هغه سیمو کې داسې نارواوې شوي، چېرته چې طالب خپل سپيره قدمونه ټينګ کړي. دوی د همدې تخنيک په وسیله په کليوالي سیمو کې د (وحشت خپور کړه او قدرت وچلوه) پاليسي خپله کړې او لا هم د همدې پاليسۍ په زور په خلکو ناروا قدرت کوي. بېچاره ولس هم د دوی په وړاندې چوپ پاتې ده. که لږ غږ يې هم راووزي هغوی هم د جاسوسۍ په تور په بې رحمۍ وژل کېږي.
کله به يې چې د افغان ملي سرتېرو په وړاندې جګړه شوه، موږ به ليدل چې د يو څو ډزونو وروسته به لکه د موږکانو پشان زموږ په کورونو راننوتل. د دوی له وجې زموږ کورونه ړنګ شول، کورونو باندې مو چاپې ولګيدې او د دوی له لاسه بې شمېرې بې عزتۍ راورسيدې.
د دوی له وجې موږ اړ وو چې د خپلو کروندو څخه د عشر په نامه باج دوی ته ورکړو، دوی دېته هم اړ ايستلو چې په خپلو کروندو باندې حرام بوټي (چرس او ترياک) وکرو، چې دوی ته يې د عشر په نامه د ناروا باج اخيستنې ګټه هم زياته ورسېږي.
د دوی له وجې راباندې په کليوالي سیمو کې داسې کسان واکمن شول، چې د دوی له واکمن کيدو وړاندې مو هغه کسان د خپلو بدعمليو او بدکرداريو له وجې ان په واده او خيراتونو کې په ډوډۍ له ځان سره نه پرېښودل. دوی سره اکثره د مور او پلار ازاريان مل وو.
د دوی له وجې زموږ کليوالې تور سرې له کوره بيرون نشوې وتلی. دوی په هره پوله او پټي باندې د خپلو اوږدو څڼو او ټوپکو سره بې هدفه ګرځيدل. د ګرځيدو بهانه يې هم جوړه وه، ځکه چې دوی خو مجاهدين وو، چا ورته سپڼ نشو کولی، ګنې د پڅو چړو ويره د هر ماشوم نه نيولې تر سپين ږيري پورې په زړونو کې خپره وه.
که د کليوالو څخه د طالبانو د ظلمونو کيسې واورئ، باور وکړئ چې اسرایيلو به هم دومره ظلم او وحشت په فلسطيني مسلمانانو باندې نه وي کړی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.