لغمان کې د قومندان زلمي په ګډون ۱۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

699

تېره شپه افغان ځواکونو لغمان کې د کمانډو او ۰۲ قطعې په ملتیا د لغمان ولایت له مرکز څخه په طالبانو سخت عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې د یادې ډلې ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو مشري د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسين ضیا پر غاړه لري او اوس مهال یې له مرکز څخه تر الینګار ولسوالي پورې سیمې له طالبانو پاکې کړې او د علیشنګ په لور عملیات په بریالیتوب روان دي.

د سرچیني په خبره له ماښام څخه تر اوسه د افغان ځواکونو له لوري ۵۰ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې د طالبانو مهم قومندان « قومندان زلمی»  هم شامل دی او همداشان د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

که څه هم تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د لغمان یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې وروسته له هغې، چې افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړل؛ نو یاده ډله د خلکو له کورونو په تېښته بریالي شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.