د پاکستان جمهوري غوښتونکي غورځنګ « پي ډي اېم» مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پاکستانی پوځ د قبایلي سیمو په نا امنیو کې په خپله لاس لري او له یاد پوځ یې وغوښتل، څو په قبایلي سیمو کې خپل پوځي حضور ته د پای ټکې کیږدي.
نوموړي تېره په بنو کې خپلو زرګونه پلویانو ته په وینا کې وویل، چې د پاکستان حکومت دومره کمزوری شوې چې په خبره یې اوس دې هېواد کې د نا امینو له کبله ټول هېوادوال په ویر کې ناست دي. هغه وویل:« آیا په قبایلو کې امن شته، ترهګري شته او که نه، بې ګناه خلک وژل کېږي که نه، نو بیا پوځ د څه لپاره هلته پروت دی، ترهګري خو ځکه نه ختمیږي، چی پوځ ته هلته د پاتې کېدو بهانه جوړوي، بلوچستان کی پوځ پروت دی، وايي دغلته امنیت ستونزه ده، موږ غوښتنه کړو چی له قبایلي سیمو او بلوچستان څخه پوځ بیرته خپلو بیرکونو ته بوزي.»
د پي ډي اېم مشر دا څرګندونې داسې مهال دي چې په ۲۰۲۰ز کال کې هم په ټولو قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې لسګونه هدفي بریدونه، چاودنې او له امنیتي ځواکونو سره د وسلو والو نښتې شوي او په ترڅ کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بنو دې غونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم ګډونوال وو چې نوهغه هم د پاکستان پوځ د قبایلو په نا امنه کولو کې ښکېل وباله او زیاته یې کړه چې د پاکستان پوځ هېڅ ډول ډيموکراسۍ ته ژمن ندی. نوموړي وویل: « پاکستان یو ناکام حکومت دی، ټول ملک کې نا قراري روانه ده خلک وږي دي روزګار نشته، بهرني پورونه اوج ته رسیدلي نو ښه به دا وي چې حکومت دې قرار خپلو کورونو کې کیني.»
نوموړي دغه راز زیاته کړه، له څلویښتو کلونو د پښتنو وینې تویېږي او په خبره یې چې نور به هېچا ته هم اجازه ورنکړي، چې د پښتنو وینې توی کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې تر بل هر وخت د ترهګرۍ پېښې ډېرې شوي او د حکومت مخالف ګوندونه پاکستانی پوځ دې نا امنیو کې په لاس لرلو تورنوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320