Browsing Category
ژبه، فرهنګ، کلتور
غزل/ شاهنواز باقر
د دوهم ځل د محبت لپاره زيار پکار دى
زما د زړه په وران محل باندې لږ کار پکار دى
ماته کتاب او قلم راکړئ هر ميدان ګټمه
ماته يو ډال پکار دى ماته يو تلوار پکار دى
د زړه جومات کې…
انسان!/ علم ګل سحر
سپوږمۍ نه ژړل هماغسې موسکۍ وه
عجیبه وه ستوري هم و، راختلي
خو له نورو شپو نه فرق یې و، په دې کې
لږ سپیره وو ماته نه ښکاریدل ښکلي
***
سهار لمر هم بیا پخپله وعده راغی
خلک ټول…
سپوږمۍ/غزل
اختره مه راځه ، جانان مې نشته
له ځانه ورکه یمه ، ځان مې نشته
نکریزی څنګه پوری کړمه په لاس ؟
لاسونه نه لرم درمان مې نشته
ځه ته بچو له پیزار راوړه له ښار
زه خو یتیمه یم…
غزل / سید شاه سعود
نن رڼا رڼا ده ځان پکې لاهو په سترګو وینم
ستا اواز په سترګو وینم ستا خوشبو په سترګو وینم
د شیبې شیبې کیسه ده بس رنځیږم او رغیږم
نه مې رنځ په سترګو ښکاري نه دارو په سترګو وینم…
غزل…/ زبیح الله احساس
ضرورت شي لکه سا غوندې يو څوک
هو د ژوند سترې اړتيا غوندې يو څوک
خدا کوم ځاى يې ښوده راته ويل يې
ما ليدلى پکې تا غوندې يو څوک
د غفلت له خوبه څنګه څوک راويښ کړي
پرې پوهېږي، د…
طلســمی ښـار/ استاد خادم
چیرته د یو لوړ غره په څوکه جګ او محکم کوټ اوحصار دی .په دی حصار کښې دننه یو ښار دی چی له عجایبو او غرائبو ډک دی . دلته ددنیا قیمت بها ټوکی ، تعمتونه ، لعلونه، مرغلری ، جواهر، دانی…
سپوږمۍ خرم/ غزل
چې مې لا ستـــرګې تورَولې مازدیګره تېر شوې
ما چې نکريزې لګولې نو اختره تېر شوې
زما تکل و، چې پښتو ته به دې غاړه ورکړم
له تا پښتو لاړه، چې تۀ له پېښوره تېر شوې
ما اِقتداء…
هر څه سره لکه سنګسار – لنډه کیسه / لیکوال خوشال مزاروال
سړک لکه توره رسۍ، لکه تور تناب د کڅ په ټټر اوږد غځېدلی دی. ناوخته مازیګر مهال دی. د لمر سترګه د لویدیځ له لورې د پناه کېدو اشارې کوي. په پټو کې د جوارو فصلونه خپل مراد ته…
بیا هلمند په وینو ژاړي! /عبدالباري جهاني
بيا د ویر د اختر شپه ده بیا غمونه دي لیکو یې
بیا هلمند په وینو ژاړي لحدونه دي لیکو یې
موږ د مرګ په شپه پیدا یو پر تندي مو جنګ لیکلی
له قسمته چاته ورسو ازلونه دي لیکو یې…
جلال امرخيل / غزل
د عشق کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
يو څوک خو وه ،چې ته يې ما ته راترغاړې وېستې
درده ! هغه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په…