Browsing Category
ژبه، فرهنګ، کلتور
غزل/ سپوږمۍ خرم
قربان له پښتنو شمه قربان شم له پښتو
راوړي به راته سوله سوکالــى لرم ارزو
وطن چې راته ساتي او وطن چې چا ساتلى
ترې ځار مې تور اوربل شه او لوګى يې دشملو
نفرت ته محبت ورزده کومه…
جهیل/سید منتظرشاه هاشمي
جهیل
له لورا لورې نه تنا شته
نه وریږي ږلۍ،
نه د ګلپاڼو پر مخ
شته د باران هه څپڅپالې ښکالو
نه را وریږي
د سړو واورو
سپینڅکالي ګلان
نه د بوډۍ د ټال د لید په تمه…
غزل / شاهنواز باقر
تا د محبت کږې وږې لارې خو ګرانې دي
اوښكې مې له سترګو نه هجرت کوي روانې دي
ستوري دي، وعدې او که صحنې ورباندې شمارمه ؟
ماته خپلې ګوتې د لاسونو اوس حيرانې دي
ته راته انکار…
ژوند/ علم ګل سحر
ژوند څومره تنګ دی
او وخت څومره لنډ دی
سړی د کومې خوا شي
نن مو په کلي کې دوه پیښې وشوې
هلته د کلي ادې کونډه مړه شوه
هلته حاجي صاب له مکې راستون شو
موږه حیران پاتې وو
چې اول…
سپوږمۍ خرم /غزل
دا څه کوي نور بس دې راپخلا شه ګني مرم
زارى درته کـــــــومه په خــندا شه ګني مرم
راځه چې روغه وکړو ليونۍ سپيلنۍ ګرځم
بس نور مـــې پرهرونو ته دوا شه ګني مرم
دا چايې…
ع. سوله مل – لنډه کیسه – لږ په ورو ځه
ډیروړوم چې موټرمې ولید ، هغه خوشحالی مې د نن غوندې په یاد ده خو پلار مې کیسه کوی چې لومړۍ پلاېې موټر هغه وخت لیدلی و چې نوې شونډه توره شوې وه . نیکه مې چې د موټر لپاره ېې د سرک په…
ازادۍ ليلی/ امان الله سېلاب ساپي
زه يمه پښتون او آزادي ده محبوبا زما
زه يمه مجنون او آزادي ښكلې ليلا زما
تل ددې په وصل پسې خيژي واويلا زما
غير لـه دې نه نشته دى ګړۍ خوب و خندا زما
دا زما آرزو دا مې…
مسافره جینۍ/ هیله افغانۍ
زه د وطن نه یوه لرې جېنۍ
په اروپا کښې زندګې کومه
زندګی څه خو بندګي کومه
زه خو دا نه وایم چې خوښ مې نه دی
نه یې د مینې نه منکر یمه
خو چې سهار سبا تر کاره لاړ شي…
عروضي توکي / لیکوال: اربازخان ساپی
د پخوانیو تعریفونو پر اساس کله چې د عروضي توکو نوم اخلو، نو حتماً مو ذهن د یو اواز او ګرافیم (شکل) په لټه کې وي، چې په اصل کې دا توکي نه ځانګړی اواز لري او نه هم ځانکړی ګرافیم.…
اسویلي / عبدالهادی هادي
ما خو به خامخا راځي وباسي
دا چې له کلي لیوني وباسي
هغه چې ټول عمر مې خوب کې لیده
اوس مې له خپل شکي زړګي وباسي
دا مینه هم څه عجیبه لوبه ده
سړی له ټولې زندګي وباسي
زما بیوسې…