Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل
ځان پخپل ځان کي پلټمه آئینو ته ګورم
په روغ قامت کي د ټوټه وجود ټوټو ته ګورم
خزان بادونه شیندي بیا شنې ارواګانې اخلي
پاڼې زګیروي کوي اوس پام کومه پښوته ګورم
دچمن ټولې خنداګانې…
څلوریزې
بار بار سوځم
هره ورځي په وار وار ، په کــرار سوځم
چي د شمع په څیر ، چپ تر سهار سوځم
ټول جهان ته می ، فروغ ، له ځانه ورکړ
زه تر اوسه ، په لمبو کې ، بار بار سوځم…
وچې لمنې
لا مې هم ستا د یادونو ، سره زخمونه ،
په سینه کې
د باران د لامده غږ په څير تازه دي
پیړۍ وشوې
یاره ستا پر شنې لمنې ، دا ګلان ،
هسې تازه دي .
او اوس هم چې آسمان شین وي…
اختریزې لنډۍ – ۴مه برخه
همدا اوس لوړ چنار ته خیژم
میاشت به څارم اختر به نن که سبا وینه
د اختر په مناسبت د راټولو کړو لنډیو په دې برخه کې بیا هم په اختر پورې اړوند څو نوې لنډۍ:
لستوڼي بډوهئ…
غزل
کال خو بدل شو فکر او خیال بدل کړﺉ
ونغاړی مـټې د ژوندون حال بدل کړﺉ
هـــغـــه بـــربــــاد زه د ابـــــاد اوسمه
بس دی نور خدای ته دغه سوال بدل کړئ
د ټولو خیر کې زمونږ…
غزل
که ډېر غمونه وي لالیه بیا مستي هم ښه وي
که مرګی نه وي نو سرشاره زنده ګي هم ښه وي
که له امو تر اباسینه د خپل کور ساتل وي!
پښتون زلمیه په وطن، خو قرباني هم ښه وي…
غزل
د جنګ د بلا سر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
په وینو سور خنجر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
دا موږ چې د اسلام په نامه وژني هره ورځ
قیزه ددې لښکر به چېرې وي، د چا په لاس ؟…
د ګوتو قفس
د ګوتو قفس
نه غواړمه پوه شم
پرآسمان د لاجَوَردو غالۍ څنګه اوبدل شوې ؟
غواړم پوه شم
له رڼا د لاجوردو تاته څنګه کمیس جوړکړم ؟
ستا د غاړې خوشبويي
د ګل له شونډو څخه…
نوې اختریزې لنډۍ
دریمه برخه
د ویر اختر به څه اختر وي
ډک دي له ویر نه زموږ کلي او چمونه
د وږي نس به څه اختر وي
اختر هغه دی چې څو وږي ماړه شینه
پرون د وږو ټولي ویلې
د وږو تږو کره نه شته…
د ملا او مجاهد اختر – یو تصویر
جهاد څه دی د ولسونو قتل عام دی
په مارکیټ کې د ملت د پت لیلام دی
د ملت تاریخ، فرهنګ سره ضدیت دی
پر ځنګله د ځناورو یو حکومت دی
دا جهاد وو چې وطن مو کنډواله شو
ټول ملت مو په…