Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
تیاره سالاره ! /ع : رشید
ډالۍ : زخمي غزني ته !
ښکلی غزنی د ړنګاوه هلته دې شور واچاوه
نه شرمیدې چې د محمود ګور ته دې اورواچاوه
دتیارې زویه ولې ولې لیوني غوندې شوې
نه پوهیدې چې…
غزل/ شاهنواز باقر
اوس به سحر او ماښام پروت يم، د پرهر په پښو کې
ستا د بڼو ازغي می تللي د ځیگر په پښو کې
د ښار په شور کې رانه خپله خاموشي ورکه ده
دا چې په ځان پسې راکاږم خپل څادر په پښو کې…
«ملي غدۍ» که «ملي ائيتلاف»؟/ محمد صفر خواریکښ
«ملي غدۍ» که «ملي ائيتلاف»؟
بيا
بـيـا د لـېوانـو نـارې اورم د کابـل کـوڅو کې
جلاد په گواښ د قتلولو کړي درمل کوڅو کې
لا د پـرون ټــپـونـه اوس هـم رغـېـدلي نـدي
اوس بيا غاښونه…
قسم دی نه پوهیږو/ بصیر بیدار ستوری
د زغم تاقت مو نه شته بس اور اخلو لمبه کیږو
قسم دی نه پوهیږو
ټول ژوند مو تجربه دی او لا بیا تجربه کیږو
قسم دی نه پوهیږو
زموږ ځانله دنیا ده موږ له مخي باتوران یو
زاړه یو که…
غزل/ شاهنواز باقر
يوو په زندان کې، خو زندان کې یوه شپه نه کوو
کومې خبرې چې کول غواړي، هغه نه کوو
په زندگۍ دومره حالاتو بې باوره کړو چې
مونږ د يو چا سره د بيا راتلو وعده نه کوو
د محبت احساس…
عرب په صحرا کې/ عبدالباري جهاني
عبدالباري جهاني: د مولوي له مثنوي څخه
یو عرب وو په صحرا کي را روان وو
سره غرمه وه لار اوږده بټي بیابان وو
دوه جواله یې پر اوښ وه را بارکړي
پر دې لاره به یې سل ځلی وه وړي
لا…
غزل / مجید قرار
غزل
خپله غریبي کوو او کمه چا ته نه وایو
مونږه د دلبرو له ستمه چا ته نه وایو
هرڅو که مو مړې اوښکي تر تلو پورې وڅاڅي
حال د سوي زړه مو لکه شمه چا ته نه وایو
سوک وي که څپېړه وي خو…
غزل / شاهنواز باقر
د مرتبې خاوند د چانه مرتبه نه غواړي
په توره شپه کې ځان ته ناست دی خو ډيوه نه غواړي
په بندیزونو باندې پښې کیږده راځه راپسې
ساه د وجود نه د وتلو اجازه نه غواړي
د دریابونو…
غزل/اوښکه امېل
فقط غندل کوي، فقط د جنازو خلک دي
دې زمانه کې پښتانه د هديرو خـــــلک دي
رڼا په کاڼو ولي اور اخلي تيارې راولـــــي
دوى د رڼا دښمانان دوى د تورو شپو خلک دي
ماته ژاړا راځي…
جنګ/ بصیر بیدار ستوری
ګټه نشته ټول تاوان کوي په جنګ کې
څوک چې چا سره ګوزران کوي په جنګ کې
جنګ دي ورک شي تباهي د انسانیت ده
صرف فایده پکې شیطان کوي په جنګ کې
دا متل دی چې په جنګ کې مړي کیږي
بس…