Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل / مصطفی آرين
يو څوک راځي ما خوب کې خوځوي بيا رانه ځي
په زړه راته لاس ږدي ما خبروي بيا رانه ځــي
دا سري ماښام ځکه آياتونه په ځان وايم
اول مې تخنوي، بيا ويروي بيا رانه ځي
په څه خوارئ…
له مینې نه منکر/ بصیر بیدار ستوری
له مینې نه منکر چې وي نفرت به خوښوي
شر خوښي چې شر غواړي شرارت به خوښوي
د ژوند ځیني بې زاره همیش مرګ غواړي له خدایه
چې بوج په زنده ګۍ شي نو قیامت به خوښوي
چې تل په مینه…
ښه به شمه/ عزت الله ځواب
جانانه در به شمه، ښه به شمه
سم برابر به شمه، ښه به شمه
چې تبليغي شوم، لېونی هم شومه
بېرته لوفر به شمه، ښه به شمه!
باډيګارډانو سره ښار کې ګرځم!
بس لنډه غر به شمه، ښه به شمه…
چې وختونه/ سمیع الدین افغاني
چې وختونــه يـو پــــه بل پسې سبا شي
حقايق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شي
چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې
دا حتمي ده چې عالم کې به رسوا شي
د رښتيا کاروان پــه مخه ځي…
غزل / شاهنواز باقر
په خپل ځان چې ستا د هر درد بلا اخلم
مطلب دا چې زه ژوندی یمه، ساه اخلم
د یوه سړي قیمت راسره نشته
که په بيعه شوه دا ټوله دنيا اخلم
یوه نوي محبت ته مې حاجت دی
د یو نوي…
غزل / شاهنواز باقر
د محبت راز ته په داسې اظهار اور ورکړم
لاس چې د چا سره ميلاو کړمه. نو زور ورکړم
څه عجيبه دکانداري مې شروع کړې خدايه!
چې زندګي د چا پکار وي ، زه يې پور ورکړم
زه به ترې خلاص…
راځه / عزت الله ځواب
ساقي لکه ګلاب درته مسکی شولو راځه!
تا ويل چې پسرلی شي پسرلی شولو راځه
راځه نو لاس تړلی يې مياعلي بابا ته بوځه!
په شاتو او شکرو لېونی شولو راځه!
قربان شم ماڼوګان او سپېلني راسره…
غزل/ عبدالباري جهاني
یوه ورځ به را پخلا سې زه به نه یم
تر خلوته به مي راسې زه به نه یم
ستا د زلفو په خیالونو به زنګېږم
زما په مینه به رسوا سې زه به نه یم
پر پانوس به مي وروستۍ اوښکي…
غزل / حوره سپېڅلې
نه څوک لرمه، نه مې څوک وو، نه د چا یمه زه
تا ته له سر و ماله تیره په ریښتیا یمه زه
دا چې په کوم دین او مذهب یم رانه ولې پوښتې
زه خو د مینې په مذهب ومه او بیا یمه زه
د…
اوښتی بخت / عبدالهادی هادي
سم لکه د بل سگرت ايره له لاسه ولويږي
ټک شي يو سپاهي په نيمه شپه، له آسه ولويږي
خوب وينم چې خدای ته مې د سوال، لمن نيولې وي
ډکه مې لمن شي،ستاره له پاسه ولويږي
وخت وي له غروره، د…