Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل
کيسې نه کووم د دنګو دنګو غرونو
نور به نه وايمه تا ته له دردونو!
په بنګړيو لېچې نه درندېږي ياره
خو بنديز دی لګېدلی په سازونو
بې له اوښکو توېدو نو مينه نه شي
په ګلانو…
هیر شوی لاسونه
زه او لمر
دواړه یوځای دلته د پارک په زنګ وهلې څوکۍ ناست یو
لکه باد دواړه بې کوره
لکه پاڼې پاڼې پاڼې کاغذونه د باد غیږ کې
نه پوهیږو څنګه ځان باندې راټول شو
کله…
د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۴مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۶۴مه برخه
کوم پاړوگر به پیدا نهشي
بل ښامار نه دی، موږ گاونډ چیچلي یونه
پنجاب قاضي، پوځ یې مفتي شو
چې د ځانمرگ فتوی پرموږه اړوینه
زه دې ډاله…
زخـمي
جګـړه روانه ده تقــدیر، کله انســان زخمي شــي
غره سره جنګ دی، کله غر کله باران زخمي شي
د سـمندر له مـدو جـزر نه، تـوفان چی جـوړشي
لګی سـاحل باندی سـاحل ، کله توفان زخمي شي…
شماله وایه
شماله وایه هلته اوس هم باران کیږي که نه
شینکي لغمان کې د نرگسو گلان کیږي که نه
اوس هم ویاړلې برجورې کلا گانې شته دي
اوس هم دېرو کې کشمالي او ریحان کیږي که نه
اخند زاده کلا،…
د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۳مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۶۳مه برخه
پنجابه کور دې خدای درړنگ کړي
چې دې راړنگې کړې کوډلې او کورونه
د ایراني ظالم له لاسه
ژوندون مې تریخ دی، خپل لاسمزد نه راکوینه
ناپوهۍ…
بې وطني
بې وطني د کامې ګوړه نده
خواږه یې ستوني ته ور وځنځوه
بادام، پیستې یې ورپسې وژویه
په کټ کې ډډه شه نصوار واچوه !
بې وطني لکه د اوړي روژه
حلق به دې وچ، خوله به دې تل ترخه…
نیمګړی سفر
بیګاه می ټوله شپه له تا سره خواله کوله
لیک دي راغلی وي کلونه وروسته
لکه بادونو وي تر ما راوړی
کله یې کرښي لولم
کله یې ګورمه چي توري یې باران پرېولي
څاڅکي پر کرښو ځغلي
بس پکښی…
د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۲مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۶۲مه برخه
د ایاسای استازي گرځي
افغانان یوتربل په جنگ اخته کوینه
پنجابه کور دې خدای دروران که
د مهاجرو ورانوې ودان کورونه
پاکستان څو رنگ قلنگ…
غزل
مينې درته وتړلم ستا د درګاه سيوری شوم
تور راپورې ښهٔ شو اوس ايله د مطلب توری شوم
تېرو خاطرو کې دې مرموزې موسکا واخيستم
شوق مې وزر وټپول ما چې ويل ستوری شوم
دومره ژر…