Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
د سـیاسـت دنیا
نور نه سیاست کومه، نه سیاسی نظمونه لیکم
یـواځـې میـنه کـوم، میـنئ ته شــعرونه لیـکم
+++
زما تـوبه ده د سـیاسـت له دروغجـنې دنیـا
زما تـوبه ده له دې تورې مکـر جـنې دنیـا
پوره…
تور عطر
تور عطر
لا ماشوم وم چې بوډا شوم
ما ځواني ونه لیدله
ما له دې لوی سمندره
یوه لپه ډکه نه کړه .
های افسوس د زمانې په یوه ستوې زخمي لارې
هغه پړانګ او هغه تللي سپین آسان…
مازیګر ـ ټپې
په مازیګر دې کډې لاړې
په مازیګر د مرورو کډې ځينه
د مازیګر زیړی لمره
ته لا ولاړ یې په ما پرېوتل ګردونه
یو مازیګر نه دی چې تېر شي
هر مازیګر دې نوی نوی غم راځینه
هېڅوک دې…
انسان
زه تضاد یم
لکه ژوند کې د مرګي شپه
زه ډبره
ازادي لکه ووړ زړی
په لمن مې نه شین کېږي
که باران راوورېږي
زړی تېږې نه ښویېږي
که لمر زېړ شي وځلېږي
زړی تور شي او وچېږي
زه یاغي څپه…
غزل
د رڼا په تقدس باندې شکمنه
داغ دې ایښی د ملالې پر لمنه
تروږمۍ دې مخ او سترګو ته حجاب دی
پناه غواړې د ډیوو له انجمنه
ضدنیولی پر یوه پښه ولاړ یې
کرکې وخوړې په زړه باندې دننه
د…
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۲۱۳ برخه
موږ د ناښاد وطن بچي یو
په موږ اباد شول د پردیو وطنونه
د تُور دکن مُسافر راغلل
زما دوس لالى له ژرندې نه راځينه
خدای به دې راولي جانانه
د چای پیاله کې مې اکثر ډکي راځینه…
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۱۲ برخه
ما ویل دا ټوله مځکه اور ده
مکتب مې بند دی، زه به چا ته کړم عرضونه
کۀ غږ مې اورې، اواز وکه
د سر کوپـړۍ مې ښايي دړېوړې شینه
زما ټوټې ـ ټوټې زړګیه
چې مازديګر شي له…
ملګرى۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ملګرى سرداران کړه نو سردار به شى
مينه ورکړه وحت ورکړه نو يار به شى
ستورى د اسمان کړه د محفل ياران
ته به هم اوچت شى نو قطار به شى
طمع او لالچ پريږده ځار شه د ملګرو نه
بدى ورځ…
نا معلوم وطن
زه خپه یم
زه خپه یم
زه له هغه تیره غشي نه خپه یم
چې زما له ستړو سترګو په څنګ تیر شو
ستا د مخ په بنفشو باندې یې وینې وشیندلې
ستا په تاندې او معصومې شنې لمنې
په سرو وینو…
غزل
لومـــړي وګــوره خـپل ځان په آٸينه کې
چې دې څو رنګونه ښکاري په څهره کې
د مظلـومــــو انســـانانو ازار مـــه اخلـــه
پاک به نه شـي ته لـه دې ګـناه کـعبه کې
چې…