Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل
ټوکېدلی یې یو ګل په هر قدم دی
چې راغلی د ګلونو په موسم دی
مړاوې سترګې یې رڼا کوي بلېږي
نن د سپینو سپینو ستورو نصیب کم دی
په هغه مخ د دوزخ لمبې حرامې
چې لوند شوی ستا…
روژه والې لنډۍ، څوارلسمه برخه
ښېرې به یې ولې نه قبلېږې
یار په معصومه خوله روژې نیولې دینه
صبر کوه، صبر مې کړی
روژه تېرېږي بیا به وکړو دیدنونه
غرق شې آذان را باندې وشو
حقه روژه ده ګنهګار به شو مینه
فرضي…
نسکوره کاسه
اوښکې د مور و پلار په سترگو کې ډنډ
د شریک ژوند ایښي نیالگي اوبوي
پېغله لورکۍ یې څنگ ښونځي کې د کور
د کتابونو پاڼې، پاڼې لوستې
زلمی بچی یې له پوهنتون فارغ و
د اُمیدونو غوټۍ…
روژه والې لنډۍ، دیارلسمه برخه
زه پرواګیر د روژې نه یم
زما په کار دي لرې، لرې دیدنونه
زه په روژه، روژه عاشق یم
په جنتي ریان مې اخلي سلامونه
زه دې په سپینه ورځ حیران کړم
سمه روژه کې په مخ مه راځه مینه
سبا…
روژه والې لنډۍ، دولسمه برخه
روژې په ستړي امت راشه
سخت ګنهګار دی، لږ نجات ورکړه مینه
زه به روژې نیسم جانانه
ته د تهجد لمنځونه کړه چې یو ځای شونه
روژه کې خلک صدقه کړي
تا د دیدن صدقه و نه کړه مینه
روژه کې…
حِسوم
ستاد مالګین انځور مزه حسوم.
د حٌسن روح تازه تازه حِسوم.
بوی د وصال په بدرګه وينمه.
ديدن د يار پر دروازه حِسوم.
زه د ښکلا رنګونه پوراخلمه.
لکه هنداره درويزه حِسوم.
د ژيړ…
زه،ته،لمر،شپه او سمندر
ګراني
زه چي ستا په مینه کي
د سمندر په څېر لامحدود او څپاند سوم
نو اوس هره ورځ
د واړو فاصلو باوجوده
ستا د څېرې ځلاند لمر ، د زړه د پاسه
په سا کي اخلم
او چي کله ستا ښایستې…
روژه والې لنډۍ، یوولسمه برخه
د قدر شپه، میاشت د روژې ده
جانانه خدای ته دعا کړه، دعا به کړمه
باب ریان به ورته نیسم
له روژتي جانان به غېږه ګرځومه
روژه د خدای میاشت ده مومنه
خدای د مومن اجر پخپله ورکوینه…
غزل
له کارته سه نه کارته چار ته ځمه
یو ځلې بیا دیدن د یار ته ځمه!
د کابل ښکلې نجونې ستر شولې!!
اوس به په کومه بانه ښار ته ځمه؟
ساقي چې ته راته په مخه راشې!
زه به ونه…
لاشعور
د روح خبرو لاشعور ته يوړم.
ګرمو بڅرو لاشعورته يوړم.
ما د حلقې ملګري وموندله!
دغو ملګرو لاشعور ته يوړم.
شپې د رڼا په رنګ کې ولونلم.
بيا جادوګرو لاشعور ته يوړم.
د سرودونو…