تابلو
په ویاله کې
د مڼو د باغ خوبونه
انحنا اخیستې منډه د کبانو
څو غونډۍ تباشیري ناستې وریځې
په څپه کې
د ولاړ صنوبر
څو پاڼې ولاړه شنه لامبو
د انارو جام کې څړیکه د برېښنا
څاڅکې څاڅکې رڼايی
د سينځلو د هولي سره نقاشي
د ډبرو شاته ستوري د…