Browsing Tag

محب زغم

ماشومان کتاب لوستلو ته څنګه وهڅوو؟

لیکنه له اکسون مجلې څخه اخیستل شوې ده. د یادې مجلې مقالې او لیکنې لړۍ له دعوت میډیا ۲۴ څخه خپرېږي. «هغه ماشومان چې کتاب لولي، په داسې لویانو بدلېږي چې فکر کوي.» دا متل دی خو معلومه نه ده چې د کومې ژبې. د هر چا چې وي، د نورو متلونو…

د لهجو كمال

ځينې كسان د ادبي غونډو په كره كتنو كې د معياري ژبې په پلويتوب خبرې كوي. كه يو څوك په خپل شعر يا نثر كې مثلاً د “هګۍ” پر ځاى “هويه” وليكي يا د “كميس” پر ځاى “خت” وكاروي، نو دوى ورباندې نيوكه كوي چې “هويه” او “خت” معياري كلمې نه دي. داسې…

ډاکتر محب الله زغم

نن تاسوته یوداسې لېکوال درپیژنم چې ډیرناولونه ، لنډې کیسې او په طبی برخو کې یې کتابونه اومقالې ژباړلي دي او هم یې دطب په څانګه کې لوړې زده کړې کړي دي . دغه علمي او اکاډمیکه څېره ښاغلي ډاکټر محب الله زغم دی. ښاغلی ډاکټر محب الله زغم د۱۳۵۱…

د جهالت پېړۍ کې تخیل، نثر او تخنیکونه

د داستان لیکلو لپاره درې شیان په کار دي: تخیل، داستاني نثر، او د کیسې تخنیکونه. نثر په تمرین او د لویو لیکوالو د آثارو په لوستلو سمېږي. د کیسې تخنیکونه له کتابونو او د لویو لیکوالو په کیسو کې له غور کولو زده کېږي. دغه دوه توکي د نقادانو په…

څو ژونده مزل او څو تبصرې

«څو ژونده مزل» د ښاغلي راشد خټک د څو کلونو – له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۷ پورې - شاعري ده چې دانش خپرندویې ټولنې په ۱۳۹۶ کې چاپ کړې ده. د راشد خټک صاحب شاعرۍ ته چې څنګه وګورو، د اضدادو د ګڼو جوړو تکرار مو سترګو ته درېږي. ماښام او سحر، کفر او اسلام،…

رڼا د پښتو ژبې کم سارى ناول

رڼا د پښتو ژبې يو کم سارى ناول دى چې ليکوال يې ښاغلى نصير احمد احمدي دى. ما چې د ناول په لوستلو پيل وکړ دومره مې خوښ شو چې د پاى څو ورقې يې مې کور ته د تلو پر وخت په روان حالت کې ولوست. سبا په کارځاى کې مې يوه همکار دغه کتاب رانه واخيست.…

ډاکټر که کرېکټر؟

نن د اسطوره‌یي اتل راشد خان کلیزه ده. د شپږم ټولګي پښتو کتاب کې مې د ده بیوګرافي/ ژوندلیک راوړی و. هغو کتابونو سر وخوړ نو متن به یې دلته وګورئ: ولولئ او دریاد یې کړئ: لاندې متن ولولئ. د متن د هر پراګراف تر لوستو وروسته له ځان سره فکر وکړئ…

ادبیات څه ګټه لري؟

هڅه کوم چې په لنډو ټکو کې پر ادبیاتو وغږېږم او ګټې یې دروښييم. ادبیات د ژبې هنر دی، هماغسې چې نقاشي د شکلونو او رنګونو هنر او موسیقي د غږونو هنر دی. نو، که دا پوښتو چې ادبیات څه ګټه لري؟ دا پوښتنه ټولو هنرونو ته هم متوجه کېږي. تاسو د…

د «پېروي» ژبه

«پېروی» د ښاغلي طیب الله خان طیب د نثري لیکنو کتاب دی چې په ۲۰۲۱ کې چاپ شوی. د دې کتاب لیکنې په مختلفو ژانرونو کې دي لکه خاطره، روایت، پر شعرونو او شاعرانو تبصرې، د کتابونو معرفي او نقد، تحلیلي مقالې او نور. په دې ټولو ژانرونو کې خوږه…

نورستاني ژبه زموږ د لرغوني ژوند هېنداره

نورستاني ژبه هغه هېنداره ده چې خپل لرغونی ژوند، باورونه، دودونه او فرهنګ په کې لیدلی شو. نورستان هغه مهال-پل دی چې موږ له خپلو تېرو پېړیو سره نښلوي؛ له هغو وختونو سره چې په اړه یې خورا لږ معلومات لرو. د عربو په راتلو سره، زموږ د هېواد…