Browsing Tag

بارکوال میاخېل

اقبال مومند; د شاعر زړه څښتن پولیس

ستاســـو کـــوم کــــوم منـــافقت و ژاړم وستايمه؟ تاسو به شر هم غوښتو تاسو به اوربند هم غوښتو اقبال مومند; د شاعر زړه څښتن پولیس روایت شکن لیکوال جعفر خان اڅکزي یو وخت په خپله لړۍ سوالاً جواباً کې پوښتنه کړې وي، چې په…

د پینځه زره کلن رنځور بوډا مسیحا

هغه د یوې تکې تورې اوږدې شپې په نیمایي کې د هیلو یو نوی څراغ په لاس په «سړه سیلۍ» کې له کوره را و ووت، خلکو د خپلو کورونو تر کنډواله دېوالونو او سوریو دروازو په دربېدلو زړونو ور کتل او له ځانه سره یې ویل: دا لا کوم لېونی دی، چې د کرکې په…

له زندانه تر زندانه

سباوون دوه درې کتابونه تر څنګ نیولي د کور د کوڅې له سره داسې په منډه را روان وو تا به ویل څوک تر شا ورپسې دي، د کور په وره ځړېدلې خیرنه پرده یې په په زوره پورته کړه او په بیړه کور ته ننووت، مور یې د زوی په لیدو ژر پېغلې لور بدرۍ ته ور ږغ…

نوی سنګر

بس پر وطن مو نور ختمیږي توره شپه د ستم د ازادۍ تر لیلا پاته یو څو ګامه مزل د رزم لاره کې مو وکرل د اور تخمونه نور به مو نه وي تر منزل پورې ناکامه مزل نور چې دوښمن زموږ د خاورې مور ټیکری تښتوي موږ به یې ولو د ښېرا په تېرو…

ګیله من د کږلیو خیالونو شاعر

ګیله من داسې ګیله منه، له قهر او غوسې ډکه شاعري وکړه چې ډېر غوږونه یې د اورېدلو توان هم نه لري، دا نو څه شاعري ده چې تش پر سټېجونو په زرګونو او لکونو خلکو واورېده او د هغوی په زړونو او روحونو کې یې د خپلې خاورې د مینې زړي را وټوکول…

د کږلیو خیالونو شاعر

ګیله من داسې ګیله منه، له قهر او غوسې ډکه شاعري وکړه چې ډېر غوږونه یې د اورېدلو توان هم نه لري، دا نو څه شاعري ده چې تش پر سټېجونو په زرګونو او لکونو خلکو واورېده او د هغوی په زړونو او روحونو کې یې د خپلې خاورې د مینې زړي را وټوکول او د…

غزل

یو بل ته چې خدای په امان ووایو بیا کلیمې ولې پر ځان ووایو؟ ګران یې ژونده! زده به نه شې ټول عمر ډېر که دې د ستړیو ګردان ووایو زړه او روح وړیا پکې خوشاله کړو حُسن ته د ګلو دوکان ووایو نور پر تندي باندې نه کرو سجدې…

غزل

راغلو دلته راغلو په تا پسې مو پلونه دلته راغلو ته چې تل اوډر یې نو هسې بیا ژوندونه دلته راغلو ښه یې دلته ښه یې موږ مړه یو اضطرابه! چې ته نه یې تاته ګوره تاته په شور کې له سکونه دلته راغلو ژوند مینه او سیل دا ټول عبادتونه…

غزل

نړېدلی مو دېوال دی او تر لاندې مو سلګۍ دي رانه ورک دي د تن سیوري اسمانونه مو کیږدۍ دي څو ګلمخي ماشومان دي د ارمان کوڅه کې ژاړي داسې ښکاري چې راغلي له کاله د زندګۍ دي د احساس د دوزخونو یْوه ګړۍ ترېنه قربان شه که یې غواړې…

غزل

پاڼې مو توی کړې انتظار کوو د بل پسرلي یو رژېدلي موږ په غېزه کې د خپل پسرلي ورته مو ډېرې زارۍ وکړې چې بدله کړي لار لوټ قافله یې د خوشبو شوه نه منل پسرلي تورو بادونو ترېنه وړلې جنازې د ګلو نن یې په شونډو د شبنم نه ښکلول…