غزل / عبدالمالک ستانیزی
ژونده تر دمې پورې مى و نيسه
هله نو سينې پورې مى ونيسه
زه سحر خېز نه يم، ګرمه غېږه کى
ټکنده غرمې پورې مى ونيسه
هېڅ دوه مخيتوب په ځان کى نه وينم
خپلــــــــې آئينې پـورې مى ونيسه
دا مه راته وايه چى نور نه وينو!
اور پورې، لمبې پورې مى…