د رحم فایبرویډونه

37

د رحم فایبرویډونه (Uterine Fibroids)
د رحم فایبرویډونه، چې (Leiomyoma) هم بلل کېږي، د ښځو په منځ کې یو له ډېرو عامو خو غیرسرطاني تومورونو څخه دي. دا تومورونه د رحم په عضلاتي دیوال کې وده کوي او د اندازې له مخې کوچني یا لوی کېدای شي.
فایبرویډونه د ۱۶ کلنۍ نه تر ۶۰ کلنۍ پورې ښځې اغېزمنولی شي. ځینې ښځې هېڅ نښې نه احساسوي، خو ځینې نورې بیا د درد، درنې میاشتنۍ وینې او د نس د پړسوب ستونزې لري.
ولې فایبرویډونه رامنځته کېږي؟
#د فایبرویډونو کره لامل لا تر اوسه روښانه نه دی، خو لاندې عوامل د دې ناروغۍ خطر زیاتوي
•زیات وزن (چاغښت)
•د امیندوارۍ نشتوالی
• کورنی یا فامیلي تاریخچه (Genetic عوامل)
•د ویټامین D کمښت
•د الکولو زیات استعمال
•د پروجېسټېرون هورمون کمښت
#د فایبرویډونو درملنه:
په ډېرو مواردو کې فایبرویډونه کوچني وي او ځانګړې درملنې ته اړتیا نه لري. خو که دا تومورونه لوی شي او د ژوند کیفیت خراب کړي، نو لاندې درملنې ترسره کېدای شي:
۱-د درملو له لارې هورموني توازن ساتل
۲-جراحي (Myomectomy) د فایبرویډونو د لرې کولو لپاره ،او په جدي حالاتو کې د رحم بشپړ ایستل (Hysterectomy)، څو ناروغي بیا تکرار نه شي
مهمه سپارښتنه:
که د نس دوامدار درد، درنه وینه، یا د مثانې او کولمو فشار احساسوئ، نو ډاکټر ته حتمي ورشئ. وختي تشخیص د فایبرویډونو په کنټرول کې ډېره مرسته کوي.
نوټ:فایبرویډونه د ډار وړ نه دي، خو پاملرنه او منظم روغتیایي معاینه کول ستاسو د سلامتۍ تضمین کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.