نن سهار د کابل ښار په یو شمیر سیمو کې لس راکټونه لګیدلي.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې دا راکټونه د خیرخانې لب جر له سیمې له یوه سراچه ډوله موټره توغول شوي چې درې راکټونه یې د هوايي ډګر شاوخوا، پنځه یې د نهمې ناحیې هوا پیژندنې سیمه، یو راکټ د نهمې ناحیې زن اباد سیمه او یو راکټ د پنځلسمې ناحیې د…