پېريان

لیکوال - عبدالصمد سمون

34

دسهار نرمي وړانګي له کړکيني نېغ په نېغه د سپين ږيري په ټنډه ولګېدې. په زړه کمپله پروت سپين ږيري زوړ ثانيو ټايپ ځانته نږدې کړ . زر يې موج بدل کړ ، ستن يې تاو راتاو کړه ، داسي لکه له مخه چي دکومي خاصي راډېو دنيولو نېت لري .

هلک منډه کړه ،دکوټې په زړه کړکينه خرېلی سر پريوت، په درېدلې او لنډه ساه يې وويل کاکا ،کاکا نمو بيا دغی سو ، ناست سپين ږيري زر بغل ته يښې تفداني ته لاس کړ، په سپينه ږيره کي يې دنصوارو شنې دانې بندي سوې.

 لوڅي پښې دکوټې دهلېز په وره کي ودرېد، خوله يې نارې ته جوړه کړه په ډډ او بوږنونکي غږ يي وويل اه هلکه …زر سه رحيم ته ووايه موټر راچالان کړه. هلک منډه کړه د کلا دلرګي غټه دروازه يې په تکلیف خلاصه کړه .په څو دقیقو کي دکلا د دراوزې مخته يو زوړ پخوانی جيف ډوله موټر ودرېدو . يو چاغ ټيټ سړی ترې راښکته سو دوه تنکيو ځوانانو يو خوار دخيرنو جامو هلک په ځولي کي تر موټره ورساوه‌. چاغ سړي د زاړه موټر د شا دروازه په تېزي سره بنده کړه.

قابو نيم ساعت وروسته موټر يوه کلي ته ورسيد ، رحيم موټر يوه بغل ته کړو ،يو ناست نفر ته نږدې يې ودراوه ،د پوښتني په پار يې دموټر دبغل دروازه خلاصه کړه، له ناست نفر څخه يي د طاووس ملا دکور پوښتنه وکړه.

دېوال ته ناست ډډه وهونکي کس ځان له دېواله را جلا کړ ،

نږدې ديو زوړ پخواني کور لرګيني دروازې ته لاس ونيو ،په څو شېبو کي زوړ موټر دهم هغي دروازې مخته ودريدو‌. ترپ شو شو له ځمکي مړه دوړه پورته شوه جګ قد لرونکي ځوان د دروازې ځنځير وشرنګاوه، کم وخت لا نه وتلی يو ډنګر هلک چي تور لنګوټه يې په سر وه راووت، ولاړ کسان يې ټول تر نظر ویستل دروازې ته نږدې ولاړ له رنګه تور ځوان زر پوښتني ته ځان جوړ کړ، مولا (ملا) کاکا چيري ده ، هلک بي له دې چي څه ووايي کورته منډه کړه له لږ انتظار وروسته هلک د کوټې وره ته ولاړ وو ، ولاړو کسانو ته یې د لاس په اشاره د ورتلو وويل ، سم له لاسه دموټر مخکيني دروازه په شدت خلاصه شوه ،جګ قد لرونکی ځوان شاته منډه کړه په زوړ څو ځايه ګنډل سوي ټغر باندي پروت هلک تر خوله ځګونه تلل ساه يې په سختي اخيسته .

جګ قد لرونکي ځوان د کوټې په دهلېز کي دېوال ته شا ولګوله .

يو عمر خوړلی ټيټ سړی بی له دې چي سلام واچوي په منډه کوټې ته ننوت ملا د ناروغ هلک پښو ته ودرېد .

بغل ته ولاړ تور غنمرنګه ځوان ته کړل ، هلک مو ولي زر نه راووړ که مو لس دقيقې لا ځنډولی واي هلک يې در موړ (مړ) کاوه ، ملا خپله شمله شاته واړوله بيا يې مخامخ خټين جوړ شوي رپک ته اشاره وکړه ، مخ ته ولاړ هلک بی له دې چي څه ووايي رپک ته لاس ور وغځاوه ، له دری ځلي غبرګ سوي سيم څخه مړ دوړه پورته شوه ، ملا نږدې ولاړ ځوان ته په دونده لهجه وويل پښه پښه يې ونيسه ځوان په ځولي دپروت هلک پښه ټينګه په دواړو لاسونه ونيوله . دهلک پښه تکه سره شوه له ښي پښې څخه يې نرمه وينه روانه سوه . ملا له هر ځل وهلو سره دا کلمه تکرار وله څوک څوک ياست بسلمانان (مسلمانان) ياست کافران ياست . دهلک له خولې له هر وار سره نور ځګونه هم روان سول .

په ځولي کي پروت مريضمن هلک ډېر په سختي يوازي دا لفظونه تر خوله ووتل زه ، بڼو او جمعه ګل يو .

تور ځوان بڼو او جمعه ګل بيرته په ناهيلي هلک موټر ته يووړ.

                        پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.