دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او مطرح دی. د دموکراسۍ په اړه ما ډیرې مقالې لیکلې. په هغې لړ کې مې په ۲۰۱۱م کال کې یوه لیکنه د «دموکراسي (ولسواکي)» تر سر لیک لاندې نشر کړې ده. په هغې کې د دموکراسۍ یا ولسواکۍ په اړه بنسټیز علمی معلومات وړاندې شوی دی. هلته مې لیکلي چې د دموکراسۍ اصطلاح یوناني جرړې لري چې له دوو اجزاوو، (dēmos) ډیموس (خلکو) اوکراتوس (kratía) (حکومت کولو) څخه جوړه شوی ده. لغوی معنا یې په پښتو ژبه کې د ولسواکي یا پر خلکو باندې د خلکو حکومت کول دي. ولسواکۍ ته مختلفو کسانو او علمی سیاسی کړیو راز راز تعریفونه ورکړي چې په ټولو کې دا موضوع ځلیږي چې دولتي ځواک په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د ولس په اختیار کې وي.
په لنډ ډول، دموکراسي داسې نظام دی چې خلک د ټاکنو، رايو او ګډون له لارې د دولت واک ته نظم ورکوي او مهمې ځانګړنې یې د خلکو د رايې له مخې د مشرانو ټاکل؛ قانون پر ټولو برابر عملي کول؛ د بیان، غونډو او نظر د ازاديو تضمین او د بشري انفرادي او ټولنیزو حقونو درناوی او داسې نور یادولای شو.
سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟
دموکراسي د معینو شاخصونو پر بنسټ پر مختلفو ډولونو ویشل کیدای شي چې یو له هغو یې سوسیال ډموکراسي (Social Democracy) ده. سوسیال دموکراسي د مډرنې (عصري) دموکراسۍ يوه ځانګړې بڼه ده چې د کپیټالیسم د بازار د اقتصادي نظام له دوام سره سره د ولسي کتلو په ځواک او ملاتړ د پرله پسې ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو له لارې د خلکو د هوساینې او ټولنیز عدالت د تأمین په خاطر د داسې رفاهی ټولنیز نظام جوړولو ته مبارزه کوي چې ورپکې هدف د ټولنې هر وګړي ته د ژوند اساسي څیزونه او خدمتونه برابرول دي. د هېواد هر اوسیدونکي ته د خوراک او څښاک د موادو رسول، د کور او جامو تأمینول، د کار او زده کړو د شرایطو برابرول، د تقاعد او روغتیایی بیمو پراخول او د اړتیا په وخت کې د داسې نورو ټولنیزو مرستو برابرول د سوسیال دموکراسۍ په سیاست او فعالیت کې لوړ ځای نیسي. سوسیال دموکراسي او ټولنیز رفاهي سیستم یې د مالياتو او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د عامه شتمنۍ د نابرابر ویش او د کپیټالیسم د یاغی ودې مخنیوی او د کارګرانو، د وروسته ساتل شوو ټولنیزو ګروپونو او بې وزلو خلکو ملاتړ کوي. په ټولنه کې د سولې، ټولنیز پیوستون او دموکراتیکو اصولو، لکه انتخابات، د بیان ازادي، سیاسي سیالۍ او نورو ساتنه کوي. په بله ژبه ویلای شو چې سوسیال دموکراسي غواړي د سرمایهداري نظام ښیګڼې او امکانات د خلکو د ګټو او د ټولنیز عدالت سره یوځای او همغږي کړي.
نور محمد غفوري
۲۶/۸/۲۰۲۵م
نوټ: د زیاتو معلوماتو له پاره مینه وال کولای شئ چې زما په فیسبوک پاڼه او ویبسايټونو کې دا لاندې علمي او رهنمودي لیکنو ته مراجعه وکړئ:
- دموکراسی (ولسواکي)
- مبارزه سیاسی دموکراتيک در نظام دموکراتیک …
- دموکراسي یعنې د نورو نظر ته احترام کول
- د بیان آزادي
- دین و دموکراسی
- سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه
- دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی او ډیرې نورې …
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.