اکسون مجله، معلوماتي برخه
پوښتنه: د مطالعې دود د بډای کېدو لپاره څه باید وشي؟
لیکوال: عطا محمد میاخېل
مطالعه د فردي او ټولنیز پرمختګ له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي، مطالعه له موږ سره مرسته کوي، څو خپله پوهه، مهارتونه او معلومات زیات کړو او پایله کې یې، په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې بریالي شو. په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د دود او بډای کولو لپاره باید زده کوونکي او هغه خلک چې مطالعه کولای شي، د مطالعې له ګټو څخه خبر کړل شي او دغه راز د مطالعې په لارو چارو باندې پوه کړل شي.
د مطالعې دود بډای کولو لپاره باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
ـــ د انګېزې رامنځته کول: د مطالعې دود د بډای کولو لپاره نه یوازې په زده کوونکو بلکې په هغو خلکو کې، چې لږ تر لږ کتاب لوستلی شي د انګېزې رامنځته کول دي، دا کار هغه مهال ترسره کولای شو، چې له هغوی سره د مطالعې د ارزښت، ښېګڼو او ګټو په اړه خبرې وکړو.
ـــ د مطالعې پروګرام رامنځته کول: د مطالعې د یوه منظم پروګرام لرل، له زده کوونکو او د مطالعې وړ افرادو سره مرسته کوي، څو مطالعه په یوه عادت باندې بدله کړي او د مطالعې دود د بډای کېدو په لاره کې ځغلنده ګامونه پورته کړي.
ـــ د مطالعې لپاره د یوه مناسب چاپېریال رامنځته کول: د مطالعې د یوه مناسب چاپېریال رامنځته کول له زده کوونکو او د مطالعې وړ کسانو سره مرسته کوي، څو خپل تمرکز وساتي، له مطالعې څخه خوند واخلي او د دې دود په بډاینه او پرمختګ کې بشپړه ونډه واخلي.
ـــ هڅونه او ملاتړ: د زده کوونکو او د مطالعې وړ کسانو هڅول او له هغوی څخه ملاتړ، د هغوی لپاره ډېر زیات ګټور تمامېږي، څو په خپله مطالعه کې بریالي شي او د مطالعې دود په پیاوړتیا، پرمختګ او بډاینه کې هڅې وکړي.
***
لیکوال: نعمت الله سعادت (د کابل پوهنتون استاد)
په ژوند کې هر څوک د خپلې خوښې د معلوماتو په موندلو پسې پلټنه کوي او د معلوماتو د پیدا کولو یوازینۍ لار یې مطالعه ده؛ ځکه علم په مطالعه سره زیاتېږي، همداشان حصول د علم د مطالعې او هڅې پرته ممکن نه دی. لکه نبي کریم ص حدیث شریف کې فرمایي: (العلم باالتعلم) ژباړه: علم په هڅې او مطالعې سره حاصلېږي. لیکن ځینې خلک د کتاب او مطالعې سره اشنایي نه لري؛ نو ځکه څنګه کولی شو، چې د مطالعې فرهنګ په ټولنې کې ترویج کړو؟
زما په نظر د مطالعې د ترویج او هڅولو لپاره لاندې عوامل ضرور دي:
۱ـ کورنۍ: کورنۍ لومړنی جهان دی، چې ماشوم په کې داخلېږي. هغه ماشوم چې د کتابونو څخه یو ډک کور یا کلتوري چاپېریال کې را لوی شي، په راتلونکي کې به لوستونکی او د کتابونو مینه وال شي.
۲ـ ښوونه او روزنه: زیاتره ځوانان چې په ښوونه او روزنه کې بوخت دي، اکثریت یې د ډلییزو اړیکو وسایل لکه: ورځپاڼه، مجلې، کتابونه کاروي، چې د مطالعې د غوره میتودونو په برخه کې ورته سمینارونه دایر شي.
۳ـ د ډلییزو اړیکو وسیلې، لکه: ورځپاڼه، کتابونه، مجلې، راډیو؛ تلویزیون د خلکو د ټولنیزو افکارو په جوړولو کې پرېکنده رول لوبوي.
۴ـ کتابتون: په ښوونځيو، پوهنتونونو او عامه ځایونو کې د کتابتونو جوړول.
۵ـ له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې هره شنبه یو ساعت باید د مطالعې په نوم ځانګړی شي. شاګردان جبري باید کتابخانې ته ولاړ شي او هلته د استاد تر نظارت لاندې باید مطالعه وکړي او د مطالعې پایلې بیا د استاد او ادارې سره شریکې شي.
۶ـ په ښوونځيو، پوهنتونو او دفترونو کې د کتاب لوستلو او لنډيز لیکلو سیالۍ تر سره کول. ممتاز کسان یې پوره ستایل.
***
لیکوال او ټولنیز فعال: احمد سمون شریفي
زما په نظر د مطالعې دود د پراختيا لپاره څو لارې چارې ګټورې تمامېدای شي او له هغو يو دوې يې دا دي چې:
۱ـ په مرکز او ولايتونو کې د کتابونو نندارتونونه دوامدار وساتل شي او ورسره د نوو کتابونو چاپ ته زمينې برابرې شي او پخواني چاپ شوي هغه په تخفيف خرڅلاو ته وړاندې شي.
۲ـ بله دا چې موږ په عامه کتابتونونو کې مهم او ارزښتمن کتابونه لرو، خو څوک يې په اړه معلومات نه لري؛ که د کتابتونونو ادارې د خپلو ټولو کتابونو نومونه او د ځينو مهمو هغو لنډ تشريحات هم، په انلاين بڼه پورته کړي؛ د مطالعې دود ورسره پراخېدای شي.
***
شاعر او ليکوال: نوراجان بهیر
د مطالعې دود غني کولو لپاره باید دایروي مطالعې پیل شي او په ګډه سره هغوی چې ښه فعالیت لري ونازول شي.
ښوونځیو ته دایروي مطالعې وغځول شي.
د کتاب قیمت راټیت کړای شي، یانې که چېرې یو کتاب د اعلا کیفیت پر ځای په متوسط کیفیت خپور شي نو خورا ارزان به پرېوځي او یا که ارزانه کاغذ وکارول شي نو ښه ده، څو ډېر شمېر کتابونه په کمه بیه خلکو ته ورکړل شي، دغسې خپله مطالعه هم پراخېږي او تقاضا ورته لوړېږي.
***

ټولنیز فعال: نقیب الله ځلاند
څنګه کولای شو د مطالعې او کتاب کلتور ژوندی وساتو؟
که هر څوک خپل وخت قیمتي وګڼي او د خپل ژوند یوه لحظه هم بې ګټي تېره نه کړي او د خپل ژوند لپاره یوه موخه وټاکي او په خپل ورځني ژوند کې یو ساعت هم مطالعې ته وقف کړي نو زه په دې باوري یم چې د ژوند تر پایه به مو له یوې خوا زیاته مطالعه کړې وي او له بلې خوا به مو په خپل علم او معلوماتو کې زیاتوالی راغلی وي.
که د نورې نړۍ په څېر لومړی خپل ځان جوړ کړو او له کتاب سره مینه پیدا کړو نو له برکته به مو ډېری نور هېوادوال هم په دې اند شي چې ګواکې د کتاب لوستل او مطالعه په انساني ژوند کې یو ضرورت دی.
د مکتبونو او پوهنتونونو استادان په ښه ډول سره کولای شي چې دغه دود او کلتور ته وده ورکړي، ځکه که هغوی د درس او تحصیل په دوران کې زده کوونکي او محصلین دې ته مجبور کړي چې د یوې موضوع په اړه معلومات ورکړي نو هر محصل به د درسونو په پای کې له یوې خوا زیاته مطالعه کړې وي او له بلي خوا به د یو عادت په ډول دغه شوق د دوی په زړه کې پاتې شي چې مطالعه جاري وساتي.
مدني ټولنې هم مسوولي دي چې په یاده برخه کې وړ ګام واخلي او دغه کلتور په یو نه یو ډول بېرته ژوندی وساتي.
همدارنګه رسنۍ هم کولای شي چې په دې برخه کې ځانګړې روزنیزې خپرونې جوړې کړي او خلکو ته قناعت ورکړي، څو یې له مطالعې سره مینه پیدا شي او دې ته وهڅېږي چې مطالعه وکړي.
د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. د دې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته د دې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو.
که تاسو هم غواړئ مطالعه خپل ورځنی عادت وګرځوئ، نو لاندې لارښوونې تعقیب کړئ.
۱ـ د مطالعې په ارزښت پوه شئ!
هر کله چې کوم څیز زموږ لپاره ارزښتناک وي، نو تل ورته فکر کوو او د ترلاسه کولو په هڅه کې یې یو. نو ځکه خو تاسو هم باید د مطالعې ارزښت ته قایل شئ.
مطالعه تاسو ته د تفکر قوت درکوي؛ همدارنګه کله چې تاسو وینا کوئ، خلک به ستاسو د خبرو تر اغېز لاندې راځي. ځکه چې تاسو به له وړاندې ډېر معلومات ولرئ، چې لوستونکي پرې متاثره کړئ. ګڼې نورې ګټې هم لري. خو موږ له تاسو یوه غوښتنه لرو، لومړی پر خپل ذهن او زړه دا ومنئ چې مطالعه ستاسو د پرمختګ لپاره ډېره اړينه ده.
۲ ـ هره ورځ کتاب ولولئ!
دا ډېر عجیبه تمرین دی. موږ غواړو تاسو روږدي کړو، البته مثبت روږدي؛ تاسو به په دې تمرین سره د کتابونو په مطالعې روږدي شئ او تل به هڅه کوئ چې یو څه ولولئ. که کومه ورځ مو مطالعه ونه کړه نو خامخا به د خفګان او زړه تنګۍ احساس لرئ.
دا تمرین يوويشت ورځې په بر کې نيسي. تاسو لومړی درې ورځې اړ یئ، چې ۵ دقیقې مطالعه وکړئ. ورپسې درې ورځې دغه دقیقې ۱۰ ته لوړ کړئ. له شپږو ورځو وروسته ستاسو د ورځني مطالعې وخت باید ۲۰ دقیقو ته پورته شي، چې دې کار ته شپږ ورځې دوام ورکړئ. په دې توګه ستاسو ۱۲ ورځې تېرې شي. له دې وروسته د مطالعې موده مو ۴۰ دقیقو ته پورته کړئ. دا چاره ۳ ورځې تکرار کړئ. له دې وروسته پاتې ۷ ورځې باید هره ورځ یو ـ یو ساعت مطالعه وکړئ. په دې توګه تاسو په ۲۱ ورځو کې له مطالعې سره په بشپړ ډول عادت کېږئ. خو په دې شرط چې پورته ذکر شوي ټول موارد تطبیق کړئ.
۳ـ د خپلې خوښې کتابونه انتخاب کړئ!
تاسو د پورتني تمرین په جریان کې باید خپل د خوښې کتابونه وټاکئ. مثلاً تاسو له کیسه لوستلو سره مینه او علاقه لرئ، نو تاسو لپاره بهترین انتخاب ناولونه او نورې کیسې دي. همدارنګه که له هر مسلک او کتاب سره مینه لرئ هماغه وټاکئ. په دې توګه تاسو د مطالعې په وخت کې نه زړه تنګي کېږئ.
ځینې خلک ځکه مطالعه په نیمه کې پرېږدي، چې کتاب یې په ذوق برابر نه وي. تاسو داسې مه کوئ. لومړی د خپل ذوق سره سم کتابونه مطالعه کړئ. وروسته بیا هر ډول کتاب مطالعه کولای شئ!
۴ ـ تل له ځان سره کتاب ولرئ!
لکه څنګه چې تل د موبایل، ګوشکۍ او پیسو په فکر کې یئ او له ځان سره یې ګرځوئ، همداسې باید کتاب ته هم توجه وکړئ. کېدای شي تاسو د ورځې په اوږدو کې اړ شئ، چې چاته او یا هم کوم څه ته منتظر پاتې شئ نو په موبایل کې د ځان مصروفولو پر ځای مطالعه وکړئ.
۵ ـ فهرست ولرئ!
که حقیقت ومنو کتابونه ډېر زیات دي خو ښه کتابونه بیا دومره ډېر نه دي. تاسو هڅه وکړئ د ښو کتابونو په اړه پوه شئ او یو لېست جوړ کړئ.
د لېست ګټه دا ده، چې تاسو وپوهېږئ څومره کتابونه باید تاسو ولولئ. په میلینونو کتابونو کې د ښو کتابونو لوستل رښتيا هم ځانګړی خوند لري، د ښو کتابونو په اړه د پوهېدو لپاره د مطالعې له خاوندانو پوښتلی شئ. ډېر امکان شته چې تر ټولو غوره کتابونه درته وړانديز کړي.
۶ ـ نورو ته کتاب وپېژنئ!
هرکله چې تاسو کوم کتاب لولئ په ټولو خواوو یې ځان پوه کړئ او بیا یې له خپلو ملګرو سره شریک کړئ. د دې کار ګټه دا ده، چې تاسو به تل هڅه کوئ، چې نوي کتابونه ولولئ او نورو ته یې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړئ. که دا کار تکرار کړئ نو همېشه به د نويو کتابونو په لټه کې یئ او مطالعه کوئ به.
له مطالعې سره د بلدتیا لارې چارې:
ډېر کسان داسې شته، چې وایي: مطالعې سره ډېره مینه لرم خو ژر حوصله له لاسه ورکوم، مه خپه کېږئ، زه یې درته وایم.
۱ ـ د ورځې پیل مو د قرآنکریم په تلاوت وکړئ او هېڅکله یې باید پرې نږدئ.
۲ـ داسې کتابونه یا ليکنې ولولئ، چې ستاسو د خوښې وړ او جالب معلومات په کې وي.
۳ـ مجله او ورځپاڼې ولولئ.
۴ـ ناول، لنډې کیسې او شعري ټولګې لوستل مو مطالعې ته هڅوي.
۵ـ په لومړیو کې لږه مطالعه کوئ او د وخت په تېریدو سره مو د مطالعې اندازه لږ، لږ زیاتوئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.