په کاري چاپېریال کې حسد او کینه

نصيراحمدڅپاند

324

ګرانو لوستونکو،
په دفترونو او کاري چاپېریال کې د حسد او کینې موجودیت یوه مهمه ټولنیزه مسئله ده چې نه یوازې د کار فضا متاثره کوي، بلکې د کارکوونکو ترمنځ اعتماد، همکاري او تولیدي ځواک ته هم زیان رسوي. لاندې د دې منفي پدیدې مهم لاملونه او څرګندې نښې بیان شوي دي:
د حسد او کینې عمده لاملونه:
۱. رقابت د مقام یا امتیاز لپاره:
کله چې څو کارکوونکي د یوې دندې، لوړ مقام یا ځانګړي امتیاز لپاره سیالي کوي، د رقابت فضا د حسد سبب ګرځي. یو همکار ممکن دا احساس وکړي چې ته یې د پرمختګ خنډ یې او غواړي ستا ځای ونیسي.
۲. ځان‌کم‌بیني یا ناامني:
ځینې اشخاص د خپلو وړتیاوو په اړه منفي ذهنیت لري. کله چې د بل همکار بریا، استعداد یا محبوبیت وویني، ځان ته کم وګوري او حسد ورپېدا شي.
۳. د بریا نه زغمل:
دا ډول اشخاص ستا پرمختګ، ستاینه یا لاسته راوړنې نه شي زغملای. هغوی فکر کوي چې دغه بریا د دوی حق دی او ته ناحقه بریا تر لاسه کړې.
۴. زیاته پاملرنه یا محبوبیت:
کله چې یو کارکوونکی د مدیرانو یا همکارانو له لوري زیاته توجه ترلاسه کړي، ممکن نور اشخاص دا ځانګړی تعامل ته د رقابت یا بې‌عدالتی په سترګه وګوري، چې له امله یې حسد پیدا شي.
۵. شخصي ستونزې یا منفي ذهنيت:
ځینې کسان د خپلو شخصي ژوند ستونزو، پخوانیو ناکامیو یا رواني فشارونو له امله د نورو پر وړاندې منفي احساسات لري. دا حالت هغوی دې ته هڅوي چې پر نورو نیوکې وکړي یا یې سپک وګڼي.
د حسد او کینې څرګندې نښې:
ستا د لاسته راوړنو ارزښت نه پېژني او تل هڅه کوي چې ستا زحمت کم اهمیت وښيي.
هڅه کوي چې تا د نورو په وړاندې ټیټ یا بې‌ارزښته معرفي کړي.
د ستا بریا، خوښۍ او ستاینې پر مهال هیڅ ډول خوښي نه ښيي.
ستا په غیاب کې منفي خبرې کوي او د بدنامۍ هڅې کوي.
هر وخت د نیمګړتیا په لټه کې وي او هېڅکله دې تشویق نه کوي.
سپارښتنې او حل‌لارې:
مسلکي چلند وساتئ: د حسد پر وړاندې عکس‌العمل کې تل مثبت، هوښیار او سنجیده واوسئ.
ځان له شخړو وساتئ: د شخړو او مستقیمو مقابلو پر ځای، له احتیاط او حکمت نه کار واخلئ.
خپل تمرکز پر کار وساتئ: د نورو د تبصرو پر ځای، خپلو مسوولیتونو ته پام وکړئ.
که اړتیا وي، له مسؤل مقام سره خبرې وکړئ: که حسد جدي ستونزه جوړه کړي، له خپل مدیر یا د باور وړ همکار سره مشوره وکړئ.
په هر حالت کې تل مثبت فکر اوسي د هغوي په وړاندې اخلاص او ښه نيت څرګند کړی او د ملګرتوب دريځ غوره کړی .

https://af.dawatmedia24.com/?p=174742

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.