موږ بیا یوه ستره علمي هسټي له لاسه ورکړه

هاجره حرکت

374
  • د کابل پوهنتون پخوانی استاد د ساینس او طبعې علومو پوهنځي ریس د جیولوجي علومو ډاکټر، پر خپل هیواد او ولس مین شخصیت، پوهاند فضل مولا روفي د جرمني په مونشن ښار کې د ورپیښې ناروغۍ له کبله په حق ورسید. اناالله و انالیه راحعون.
  • پوهاند روفي مدام د خپل هیواد د ځوان نسل د روزلو له پاره خپلې علمي او څیړنیزې مرستې رسولې دي.
  • ان تر دې چې د جمهوریت پر مهال، د کابل په پوهنتون کې د محصلینو  د تدریس په موخه امکانات برابر شول، پوهاند صاحب، پر خپل لګښت د کابل پوهنتون د ساینس او جیولوجې پوهنځیو محصلینو ته د تدریس له پاره له المان څخه خپل هیواد ته سفرونه کړي دي، هلته یې د پوهنتون د جیولوجې علم استادانو او محصلینو ته لکچرونه او علمي سیمینارونه ورکړي دي.
  • خدای بښلي پوهاند روفي ډیر څیړنیز علمي اثار د کتاب یا مقالو په بڼه د ځوانو جیولوجیستانو د تحقیق له پاره چاپ کړي دي.
  • پوهاند روفي ټول عمر د خپل هیواد علمې او څیړنیز چاپیریال ته وقف کړی او په هیواد کې د ټولو سیاسي ګوندونو  کې له فعالیعت نه ګوښه پاتې شوی و.
  • هغه یو علمي او ملي شخصیت و، د پرمختګ او خپل هیواد پر ځان بساینې ارمان یې پر زړه درلود، چې هغه یې د ځوان نسل پر لوړه پوهه او د دوي په تحصیل کی لیده.ځکه خو یې په ډیر زیار سره له المان څخه د پوهنتون تر چاپیریاله ځان رسوو، تر څو د جیولوجې محصلینو پوهه لوړه کړي او د علم پر رڼا یې سمبال کړي.
  • پوهاند صاحب په ځوانۍ کې د افغانستان پر غرونو او ګړنګونو ګرزیدلې، پر خپله زرخیزه خاوره کې خپلې څیړنې او پلټنې تر سره کړي وې، چې د څیړنو لوړه زیرمه یې له ځان سره درلوده.
  • د هیواد د هرې سیمې د غرونو په خاصیت، څرنګوالي او ارزښت پوهیده، چې په کومه سیمه کې څه ډول معدنیات شتون لري.د دغه معدنیاتو،,په خاوره کې د تیلو او ګازو د اسخراج امکانات یې د مسلکې جیولوجیستانو او  انجینرانو په شتون کې لیده. د خپل هیواد د پرمختګ لار یې د ځوان نسل په مسلکي پوهه کې لټوله.
  • سره د دومره علمي زیرمو، هغه یو ډیر حلیم مهربانه او د خوشاله طبیعت خاوند و، جې یو ځل جا لیدلې د مهربانۍ او خوږو خبرو اغیز یې ورسره د تل له پاره پاتې شوی دی.
  • دردونکې او خواشینوتکې دا ده چې موږ داسې ستر انسانان له خپل هیواد نه لرې په بې وطنۍ کې له لاسه ورکوو.
  • ارواح یې ښاده او یاد یې تل پاتې.

لکي ځنګل (د ماشومانو کیسه)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.