سوړ ژمي، بیوسه ولس !
زما او ستا مسؤلیت!
الحمد لله وکفی وسلام علی عبده الذی اصطفی اما بعد
و تعاونوا علی البر والتقوی و لا تعاونوا علی الاثم والعدوان.
زمونږ د هیواد د زیاترو سیمو د موسم طبیعت داسې دی چې ژمی واورې وي، يخني وي، په عادي کوټو کې له بخاری ، صندلی او د ګرمي له وسایلو پرته ژوند نه کیږي، او د سون مواد هم ګران دی، بیکاري هم ښه ډيره ده، ډیر خلک د مالي وضعيت څخه شکايت لري، او شکايتونه يې هم بیځايه نه دي،يو شمیر کورونه شته چې د سهار او بیګا ډوډۍ نه لري، دير خو د ژمي بسترې او جامې نه لري، دا هيواد چې له څلورو لسزو زيا ت جګړو، غربت ، کړاوونو او مصیبتونو ځپلی ، ځب ځب دی، هر کلي او ګذر کې کونډې دي، یتیمان دي، معیوب خلک دی، ډير خو د کورنۍ سرپرست نه لري، د کار سړي نه لري، څوک چې سرپرست او د کار سړي لري، کار ورته نشته، بیکاره او بې روزګاره دي، چاته ناروغان ورترغاړې دي د دواء او ډاکتر پيسې نه لري، لنډه داچې د پریشانۍ څپه طوفاني شوي ده، خلک يې سخت وارخطا کړي دی، او ورځ تر بلې يخني هم زور اخلي، ژمی سختیږي او درندیږي. خلک يې سخت وارخطا کړي دی، خو په همدغسې حالاتو کې لیدل کيږي يو شمير خلک بیځايه او له حده وتلي مصارف او اصراف کوي، هر واده کې تر زرو دوو زرو کسانو ته هوټل کې داسې ډوډۍ برابروي چې دا ډول مصیبت ځپلې هيواد کې بايد نه وای، رسمونو او رواجونو کې له ضرورته زيات مصارف کوي، اصراف کوي، ډبل خرچيې کوي، تر نیمو شپو يې خلک کښينولي وي، او د رابلل شويو هم مصارف کيږي، د لارې د تګ راتګ، او خپلو ماشومانو او میرمنو ته د سيالداري په خاطر بايد نوي جامې واخلي، فضول خرچيو ته مجبوريږي، چې دا یو بل مصیبت دی، او بل اړخ ته هغه پريشانه کورنۍ!
نو زما او ستا مسؤليت څه دی،د ولس مسؤليت څه دی؟ د نظام مسؤليت څه دی؟
مسلمانه وروره، لومړي خو له فضول خرچيو تیر شه د خپل فقیر ولس د غربت د لرې کولو او کمولو په لاره کې مصارف وکړه، په نيکيو کې سیالی وکړه، د غريب، کونډې او بیوزلو لاس نیوی وکړه، د خپلوانو او ګاونډيانو له حال څخه ځان خبر کړه او د علاج لارې چارې وسنجوه، که په دې يخنی کې ستا او زما تر څنګ ګاونډي له لوږې، له یخنۍ او د دوا د نه شتونون له کبله څوک مړه کیږي ګناه به يې زما او ستا تر غاړه وي، که څوک شپه يا ورځ په لوړې او نهره تیروي الله به زما او ستا څخه پښشتنه کوي، که له يخني څوک مړه کیږي او ناروغتيا ورته پیدا کیږي، آيا زه او ته مسؤل نه ي،؟ په ځانګړي توګه مالداره او شتمن خلک .
او د اسلامي حکومت او نظام له مکلفيتونو څخه هم داده چې د خپل کړېدلې او جګړو ځپلې ولس له حاله ځان خبر کړي، د مامورينو معاشاتو ته توجه وکړي، عادلانه توزیع د اسلامي شریعت غوښتنه ده، د بیکارو خلکو لستونه په امینو هيئتونو راټول کړي، سمه سروي، وکوي، د نادارو او ناچارو خلکو له پاره له مختلفو لارو چارو څخه څه برابر کړي. اصولی او مشروع نظام همغه دی چې د ولس د مشکلاتو په خاطر تر خپل توانه هلې ځلې وکړي، او د توان لرل او نه لرلو حالت خو الله ویني، په ميډيا کې به په لمدو ژبو هر څه ووايي خو د الله د شديدي محاسبې څخه ویره په کار ده او هغه يې حالت ویني، او د همدې خدا ترسۍ تر احساس لاندې د کار وکړي، تر څو دنيا کې هم محبوبيت تر لاسه کړي، ولس ته هم محبوب شي، او د الله له محاسبې هم خلاص شي. هروګړی، ولس او نظام هر يو په خپله دایره کې مسؤليت لري، بايد په ښه توګه يې تر سره کړي. د ولس له پريشان حالی غفلت نه دی پکار، بی تفاوتي جرم دی، نه بښونکې ګناه ده. له ولسه خبر شي، له فقیر او ناداه خبر شي، خپل حال ورسره شریک کړي، تر څو دا د ژمي له مشکلاتو ولس خلاص کړو. له الله تعالی څخه غواړو چې زمونږ په افرادو، په ولس او نظام کې د فقیرانو د اړتياوو د پوره کولو احساس ژوندي ولري.
والسلام.
۱۰/۱۰/ ۱۴۰۳

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.