عام خلک انسان په دوه برخو ویشي، دوست او دښمن؛ خو د یو داعي په ذهن کې دا ډول وېش نشته. د داعي په نظر کې هر انسان، یوازې انسان وي، هغه که ظاهراً خپل وي یا پردی. د داعي رویه په یوه کلمه کې د “انسان دوستۍ” رویه بلل کېږي. د عام انسان طبیعت داسې وي چې: دښمن سره مقاطعه وکړي، دښمن بدنام کړي، دښمن نه انتقام واخلي، دښمن سپک کړي، د دښمن لپاره خېراوې وکړي، د دښمن شخصیت برباد کړي، دښمن ته سبق ورکړي او نور. دا کړنه د داعي د شخصیت او روح خلاف ده. هغه خلک چې داسې طبیعت ولري، هېڅکله د خدایي دین داعیان نشي کېدلای.
په مقابل کې د داعي طبیعت په بشپړ ډول مثبت وي. د داعي په نظر کې هر څوک خپل وي. که څوک ظاهراً دښمني وکړي، بیا هم د داعي په زړه کې د هغه خلاف کینه نه پیدا کېږي. د داعي فکر داسې وي چې د دښمن سره د نصیحت په بڼه چلند وکړي، د ښې رویې له لارې دښمن خپل دوست کړي، په خپلو دعاګانو کې د دښمن لپاره خیر وغواړي، دښمن سره مینه وکړي، د دښمن په اړه تل هیله مند وي، دښمن د ځان په څېر یو انسان وبولي، او په هر حال کې دښمن ته خیرخواه پاتې شي.
دښمن ته د ضرر د هیله کولو پر ځای د هغه د خدای په تلپاتې رحمتونو کې د برخېدارۍ هڅه وکړي. د داعيانه شخصیت په اړه یوه شاعر د پیغمبر ﷺ په اړه ډېر ښه ویلي دي: “هغه چا چې په لاره کې اغزي خواره کړل، سپکاوی یې وکړ، کاڼي یې وویشتل، په هغه یې د مینې او رحم شبنم وشیندل.” صلی الله علیه وسلم د دعوت په عمل کې داعيانه شخصیت ضروري دی.
هر هغه څوک چې غواړي د داعي مقام ترلاسه کړي، باید په خپل ځان کې داعيانه شخصیت پیدا کړي.
د داعيانه شخصیت پرته د داعي کېدلو هڅه کول، د قرآن په الفاظو کې د هغه چا په څېر دی چې د نه ترسره شویو کارونو ثمره غواړي: “یحبون ان یحمدوا بمالم یفعلوا” (ال عمران: 188). په داسې حال کې چې د خدای په وړاندې یو کس ته یوازې د ریښتیني عمل پر اساس ثمره ورکول کېږي، نه پر فرضي دعوو.
الرساله، جولای ۲۰۱۴
https://af.dawatmedia24.com/?p=171911
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.