غزل

افسر ملاجان

354
یاد چې په مخه د هغې واخیستې
شونډو مچکې له شیشې واخیستې
بیا به په چا خدای خبر مور بوروي
بیا خلکو لاس کې سپارې واخیستې
و ضرورت د قام قلم او کتاب
دې ساده ګل ترې معجزې واخیستې
حالات چې سم وو مونږ هم غلي ناست وو
توپان چې راغی مونږ ډیوې واخیستې
ګرم خو و د اذانونو بازار
څو لیونو پکې نغمې واخیستې
دوه ګوتې مخ دې و سور سپین شوی دلته
غمه له مونږه دې مزې واخیستې
امر و دا چې مخ ترې واړول شي
او ملاجان ظالم ترې خولې واخیستې
https://af.dawatmedia24.com/?p=164831

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.