د پښـتـنـو د جـرګی پـه مـنـاسـبـت

قاضی زاده پشیوال

646

بیا د خیبر په سردرو کی نوی شرنګ دی               بیا مو پیغام د  تړون  اونام او ننګ دی

بیا مو غږ دآزادی ، نوی آهـنګ دی                      بیا مو هـوډ د یووالی او غورځنګ دی

د لـر او بـر دا پیوستون ته سـلام

د پښتون قام دغـه پاڅون ته سـلام

څو به سوځیږو په اور د ظلمت کی مونږه                            څو به اوسیږو په تیارو د جهالت کی مونږه

څو به جنګـیـږو د پردو منفعت کی مونږه                             څو به تاویږو د اغیارو سیاست کی مونږه

ویده افکار مو بیا په هوش راغلی

د غیرت ویـنی مو په جوش راغلی

ټوټی ټوتی په لر او بری پراته یو                                   د چا د لاسه در په در پـراته یو

ولی بی علمه بی هنر پراته یو                                       دی توفانو کی بی ګـدر پراته یو

مونږ د اغیارو زد او بند نه منو

مونږ فرضی کرښه د ډیورند نه منو

چه حق ویلی نشو ، دا څنګه ازادی ده                     چه وژنی مو خپل کور کی ، دا څنګه زندګی ده

چه هر تور کی یو راګیر ، دا څنګه خوشحالی ده         چه محل علاقه غیر وی ، دا څـنګه آبادی ده

نور دا ظلم او ذلت نه منو

پخپله خاوره بل قـدرت نه منو

مونږ جهانیانو ته پیغام رسوو                             د خپل پاڅون پوره الهام رسوو

دردونه ډیر د خپل قام رسوو                               د خپل عزت او خپل کام رسوو

هر چیری که اوسیږو ، یو  بیان یو مونږه

یو موټی یو ملت ، یو افغان یو مونږه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.