په امریکا کي د غروب اثر مخکتنه او د جهاني بنسټ پرانستنه وسوه
د رواني سپټمبر میاشتي پر ۲۱مه د امریکا پلازمېني ته څېرمه، په ویرجینیا ایالت کي، شاوخوا سلو تنو علمي او فرهنګي شخصیتونو غونډه وکړه.
په دغه غونډه کي د پښتو ژبي د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ، عبدالباري جهاني د دوولسمي شعري ټولګي، غروب، پر منځپانګه، د ښاغلي جهاني پر څه باندي نیمه پېړۍ ادبي هلوځلو او دغه راز د نوموړي د علمي کار پر لا خپرېدو خبري وسوې.
د هارون حکیمي په کوربه توب، د غونډي په لومړۍ برخه کي ښاغلي نجیب ننګیال، د Tek School استازي ښاغلي رفیع بهروزیان، ښاغلي استاد لال پاچا ازمون او ښاغلي خالد هادي د غونډي پر موخو، د ښاغلي جهاني پر ادبي او علمي خدمتونو او درناوي تمرکز وکړ.
ویناوالو دغه راز، د لسګونو فرهنګي او هنري شخصیتونو په نوښت د جهاني بنسټ د چارو د پیل خبره وکړه چي تازه یې په امریکا کي د فعالیت رسمي جواز اخیستی دی.
شاعري او نومیالۍ سندرغاړې شاپېرۍ نغمي په یوه مفصل ویډیويي پیغام کي د ښاغلي جهاني شاعري د خپل ځان او خپل ولس استازې شاعري وبلله او د یو شمېر شعرونو په زمزمه کولو یې چمتوالی وښود چي د جهاني بنسټ په هنري چارو کي به هراړخیزه ونډه اخلي.
په دوهمه برخه کي ښاغلي جهاني د غروب ټولګي څخه یو شمېر غزلي، کیسه ییز نظمونه او څلوریزي دکلمه کړې چي د ګډونوالو په ګرمو ولولو یې هرکلی وسو.
د غونډي په درېیمه برخه کي د غونډي ګډونوالو د ښاغلي جهاني څخه د نوموړي د شاعرۍ، شعري سمبولونو، فکري او تخیلي لارو لیکو په اړه پوښتني وکړې او یو پرانستی بحث ترسره سو.
د غونډي په پای کي، افغان ډیپلوماټ او د جهاني بنسټ مشر، نسیم پښتون شریفي، د پروګرام د ګډون کوونکو څخه د منني په څرګندولو ژمنه وکړه چي د جهاني بنسټ تر چتر لاندي به د ښاغلي جهاني د علمي زیار د ملاتړ او د افغانستان د کلتوري مناسبتونو د پاللو هڅي کوي.
نوموړي هیله وښوده چي د نړۍ په هره برخه کي مېشت افغانان ددغه بنسټ سره په یوځای کېدلو د افغانستان د کلتوري او هنري میرات په ساتلو کي ونډه واخلي.
د امریکا د بېلابېلو ایالتونو څخه د راغلو مېلمنو په ګډون دغه غونډه د Tek School په تالار کي تر څه باندي درې ساعته بهیر وروسته ماښام مهال پای ته ورسېده.

![May be an image of 4 people and crowd]()

![May be an image of 8 people, crowd and text]()

![May be an image of 9 people]()

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.