خوږه لوړې لورزۍ اسرې خليل زيار

استاد مجاور احمد زیار

333

í áú ā čṇṛṇ š ә é γ ğ  ž ǰ x̌

خوږه لوړې لورزۍ

اسرې خليل زيار

يويشتم زېږپسرلی دې لاپسې گلورين شه

په ذهن و زړه کې مې

     تلمېشتې روهيلۍ،

              -لکه هيلۍ-

ان د سپينغر او  ملکنډ

           له اسمانڅکو څوکو،

له  هغه لر

                        روهيليکنډه اسرې…

راوالوتلې

                    تر انگلېنډه اسرې!

                                                                   * *  *

í áú ā čṇṛṇ š ә é γ ğ  ž ǰ x̌í ā āá

دکېميا زدکړې په هوډ

 له لندن- بروکس او اکسفورډه درته

              واېسېد غوره

 د گلاسگو  پوهنتون،

                 دا څومره لرې له خپل ښاره

                    تر سکاټلېنډه اسرې!

                       * *  *

دا ووړ کورگی

            او ووړ بورجل به

                        ترڅو

يېکې يوازې پرېږدې

              او ځې په توره تېښته …

څه بې پروا يې هسې

د بېلتانه له اوښلن ډنډه اسرې…

  * *  *

د بابا هيله ده

               بياهم درځنې

چې ته کېميا  کړې  د پوهنې په نوم

             د ښکېل انسان  او  بياافغان په گټه…

 نه هاکېميا چې

د گوتشمېر نړيخورو په پار يې،

                       کړي وربدلې

 تورې خاورې لاهم

                پر سرو او سپينو باندې!

* *  *

خو نن

            تر هرڅه وړاندې،

-زما داندو ژوند راپاتې اسرې ،-

ستاښايسته ښکلې

                يوېشتمه زورځ

د ذهن وزړه  له تله،

                وايم ښه مرغه درته!

* *  *

له پاک يزدان غواړم چې:

هر تگ راتگ دې

                   بې خطره اوسي

 او بيا دې واړه پرمخيون

             د زدکړې

              بې خنډو ځنډه اسرې…

دا هم پر زباد ده رسېدلې

                        گوَرې:

چې  ژوند و ژواک له آره

                       ده يوه ترنډه،

                        يوه منډه اسرې!!!

xwa ğa le lurzәy

Asre Xalil Zyār

 yawištәm

Zeğ psarlay de      

 Lā pase gol warin Ša!

* *  *

Pә zehno zṛәke me tәlme š te

Ruhilәlәy-laka hilәy

An  dә Spin γ ár aw Malakán

Lә asmān cáko cúko,

Lә haγa lár(Ruhikánḍa Asre…

R āwālutәle

Tәr Englánḍa Asre! 

* *  *

d ә kimy ā  zdákṛe Pә h

lә London, Brooks

aw Oxforḍa darta

wә esed γwára

dә Glosgo pohantun,

dā cumra lәre

 lә xpәl x̌āra

tәr Scotlanda Asre

* *  *

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.