بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
زه ویده وم په لمنه د ځنګل کې
د وحشیانو د بیا بیا راتللو ډار و
تا راواخستم بنګړی دي کړم څنګل کې
رسېدم په کې تر لویه لېونتوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
ستا تر سترګو ګرد ورد پاک صاف صدقه شم
ستا د رب په دروازه کې لېونی شم
ستا ښایست لکه لمبه په جسم وخورم
ستا د تود وږم په اور باندې لوګی شم
په سوکه سوکه راځم تر مینتوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
دلته څو دانې مرغان وو غلي غلي
د غار مخ ته یې یوه توره پیشوګۍ وه
وږي تږي وو هیڅ نه وو راوتلي
چوڼېدای نه شوای له درده او پړسوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
څو ډېوې مې ستر ته ایښې وې خو مړې دي
د هوا د جبر دوړې پرې پرتې دي
ځم چې ستورې ورته راولم تر مخې
ځم چې ووینم ګړۍ چې څو بجې دي
ځم چې وګټم دا ستړې ستړې لوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
زه راویښ شوم خو ته نه یې ولې لاړې
ستا دوه سترګې مې دي سترګو ته ولاړې
وخی زړه مې په نیمی درپسې چوي
د ماشوم غوندي د هره لحظه غواړې
“کریمي” له هره رنګه دی بې رنګه
تر دې حده چې آینې را توکي لاړې
چې خبرشمه بې حد له لېونتوبه
بیا مننه چې را ویښ دي کړم له خوبه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.