بهرنیو هېوادونو ته د سفر په هکله باندې مې کابو درې میاشتې مخکې هم خبرې کړې وې، دلته یو ځل دغه موضوع بیا راته مهمه وبلل شوه چې لوستی قشر اوس مهال خپلو خلکو ته دومره فعاله خدمت نهشي کولای لکه څنګه چې له بهره شونی دی، ځکه په افغانستان کې ژوند او اقتصادي شرایط ورځ تر بله ټیټېږي، ښايي د استعداد له مخې ځینې کسان بیخې د هېواد اوږه تکیه کړي؛ مګر امکانات او شرایط دلته ورته په ټیټ لېول کې دي.
که څه هم زما یو ملګری چې له څو کلونو راهیسې د ده شخصي ژوند دلته یو څه ښه روان دی، له وطنه د وتلو په هکله منفي نظرونه لرل، خو کله چې مې خبرې ورباندې زیاتې شوې، واقعیتونو ته یې لږ پام شو، وپوهېد چې خپل لیدلوری یې یوازې د خپل جېب او دسترخوان باندې منحصر و، ډېر نږدې لوريو ته یې پام نه و.
دویمه خبره دا چې دلته دننه په هېواد کې ټول خصوصي شرکتونه او سکټورونه د خلکو د ګړبړ، زیاتوالي له امله هم کلیدي*** شوي بلها تکړه کسان امتحان ورکړي خو نتیجه هماغسې ګُم شي.
که یو افغان په اوسني وخت او همدې رواجو کې فقط خپلې شخصي شرعي اړتیاوې یادداشت کړي کېدای شي په پوره کولو پسې یې حیران شي او یا عمر هسې په تېر شي. یو وخت که دلته په طبیعت کې کوم بدلون د دۀ تقدیر ایله دومره ور بدل کړ چې یوازې غوښتنه یې پوره شي، خو نور ژوند نه.
دا خبره حقیقت ده چې انسانان یو پر بل باید سره پوره کړي او لاسنیوی وکړي؛ مګر کلتور داسې دی چې که پر یوۀ شخص ډېره نادارې هم وه، هغه قبلوي، دا سزا ځان ته ورکوي، خو بل ته نه وایي، البته که یو شتمن کس ستا د شخصي ژوند اقتصادي شرایطو پوښتنه هم کوي، هدف یې دا نه وي چې مرسته درسره وکړي، بلکې پر دې حال نیسي چې هسې نه پیسهدار شوی وي، دغه کلتور ته باید په ذهن کې د پای ټکی کېښودل شي.
شتمن بیا ځکه زیات قرض له چا سره نه کوي، په ګران وطن کې به یې بیا هغه څنګه ور ادا کوي؟ زه خپله همدې مساله باندې له څو شپو راهیسې فکر کوم، که زموږ معیارونه ټیټ شول اقتصاد به مو هم د دویم انسان د لاسنیوي په خاطر بېرته نه تشېږي.
ښايي ډېر کسان د بېروزګارې او نیستې غږ و نه لري، خو په نړۍ کې زموږ هېوادوال ښايي ډیجیټل فقر ته هم لاس واچوي، په یوه نوي څېړنیز کتاب کې چې تېر کال مې وژباړه دغه مساله خورا پکې روښانه شوې.
که موږ نن د یو بل هېواد له تبعه وپوښتو چې زیاته برخه ځوانان په خپل ژوند پورې حیران شوي ایا اوسنی عصر به دا تایید کړي؟ چې په دومره برېښنايي نړۍ کې لا یو داسې هېواد شته چې د خپلې ناخبرتیا او له نړۍ د بېخبرې له امله خپل ژوند ته سوچ وړی، ناخبره دي، روزنه یې په ټيټ معیار شوې، لویې انساني واقعي ژوند نه دی ورته تعریف شوی، هڅه او لټون نه دی ورښودل شوی، وړتیاوې نه دې روښانه شوې، څراغونه د روښنتیا پر ځای پکې زنګن کېږي او د ژوند ډېوه ورو ورو پکې تیاره کېږي.
وروسته پاتې کېدل نن دا مانا لري چې زوی پلار ته اړ دی که یې زوی ته ورکوي پلار وږی پاتېږي، همدارنګه د نورو د لاسنیوي کلتور عیب او تربور ـ ملګري ته د پوزې پرې کېدا دي، دغه خبرو باندې غوسه کېږئ مه یواځې دا تجربه کړئ چې ورشئ دوه کسانو ته د قرض ووایاست چې څو ورځې وروسته یې ستا په هکله، فکر نظر او لږ موده وروسته چلند څنګه توپیر کوي؟
بیا هم د دې خبرې یادونه ضروري ده چې په تش نس او خالې جیب ژوند او له وطن سره مینه د اوسني عصر تاریخ نه مني، بلکې لېونتوب یې بولي.
په نوره نړۍ کې له سیسټم سره سره هر وګړی د دې جوګه دی چې اقتصاد زما او ستا له همدغه کرېډیټه چې په ستونزو یې جمع کوو دوی خپل ځانونه بډای کولای شي، هغوی ممکن په ر روانو څو کلونو کې له خپل دولته یواځې تعلیم او امنیت وغواړي، نه کار.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.