کابل چې ما پخپلو سترگو ولید /دویمه برخه

حفیظ الدین پیرزاده

1,117

د اگست پر ۲۵/ ۲۰۲۲م د ماسپښین پر ۲:۳۰ مو د ااا د بھرنیو چارو وزارت په انگړ‎ کې له مولوي امیر خان متقي صاحب سرہ وکتل.

په غونډہ کې د بھرنیو چارو وزارت ځینې نورو لوړ‎ پوړ‎و چارواکیو ھم گډون درلود او زموږ‎ په ټیم کې د استاد روستار ترہ کي، ما (پیرزادہ) عبد الھادي دولتزي او حدید الله ذاکري د سولې او انسجام مشورتي بورډ په استازیتوب گډون کړ‎ی وو.

حفیظ الدین پیرزاده

د وزارت دروازې ته پر رسیدو، حاجي صیب احمد متقي استقبال کړ‎و. زہ له ډیرو کلونو څخه د حاجي صاحب د ملگرتیا ویاړ‎ لرم . ھغه مھال چې مشران پټ ول، حاجي صیب او کله کله عبد الحنان ھمت صیب به زما وړ‎اندیز، مشورې او پیغامونه متقي صیب ته رسول.

ما به تل د دواړ‎و د مخامخ لیدو ارمان کاوہ. حاجي صیب خو مې ولید، د ھمت صیب د لیدلو ارزو مې لا په زړ‎ہ کې ھماغسې تاند پاته دہ!

حاجي صیب خوش مزاجه، په خبرہ ډیر ژر پوھیدونکی، حلیم، د مسلکي وړ‎تیا څښتن او محترم انسان دی.

ما یې چې د شخصیت کوم تصویر پخپل ذھن کې جوړ‎ کړ‎ی وو، تر ھغه مو څو چندہ بھتر وموند.

 

 د متقي صیب سرہ مجلس:

د غونډې پیل زما مرحومې میرمنې ته د مغفرت پر دعا وشو. لومړ‎ی استاد ترہ کي خبرې وکړ‎ې، ھغه د خپلو

 خبرو په ترڅ کې وویل:

د طالبانو حکومت له ګڼو ستونزو سرہ مخ دی. 

د مدرسې او مکتب تر منځ واټن د دې لامل شوی چې د دیني او عصري زدہ کړ‎و زدہ کړ‎یال له یوہ بلهبیل او پر یوہ بل شکمن کړ‎ي.

واکمنان باید د ھیواد په کچه له ھغو مسلکي پوھانو

 ( تکنوکراتانو ) سرہ اړ‎یکې ونیسي، د کار فرصت ورته

 برابر کړ‎ي چې په وطن پلورنه،خیانت، قتل، او فساد

 کې یې ونډہ نه لرله تر څو له  وړ‎تیاوو څخه یې د یوې سالمې ادارې په جوړ‎ولو کې ګټه پورته شي. 

ھمداراز طالب  واکمنه ډله  پر دې نه دہ توانیدلې چې د متخصصینو او مسلکې کسانو په گډون یوپراخ بنسټه حکومت را منځته کړ‎ي. 

د جینکو د تعلیم مسئله یوہ بله غمیزہ دہ چې داوسني حکومت پر راتګ موولس ورسرہ لاس او ګریوان دی.

ولس له تاسي نه پوښتنه کوې چي د جینکیو د ښوونځیو تړ‎لو ته کومه دیني او یا حقوقي

 توجیه لرئ؟!  له بلې خوا 

د اساسي قانون نشتون مو د ټول نظام پایښت ننګوي چې تسوید او جوړ‎ولو ته یې د یوہ داسې کمسیون  شدیدہ اړ‎تیا محسوسیږ‎ي

چې دعلمای کرامو تر څنګ  د اساسي قانون پر متخصصو حقوقپوھانو مشتمَله وي.

د کمسیون په ترکیب کي باید د علماې کرامو او د مدنې حقوق پوهانو تر منځ انډول مراعات شې.

د دوحې په تړ‎ون کې د طالبانو مذاکراتېتیم ژمنه کړ‎ې وہ چې له افراطي ډلو سرہ به اړ‎یکې نه ساتي او نه به اجازہ ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا دمحفوظ پټنځای په توګه وکاروي.

په کابل کې د الظواھري موجودیت ( که واقعیتولرې) او بیا وژل کیدل ھغه تړ‎ون ته د نه ژمنتیا په مانا دہ.

اوس که حکومت ھر څومرہ چیغې ووھي او په دې اړهخپله لا علمي اعلان کړ‎ي، د عقیدوې اړیکو په بنست چي د جهاد په وخت کي د دواړو تر منځ موجودې وې،

بیا ھم نړ‎یوال د طالب چارواکو د بی خبرۍ څرګندونو ته د سوء ظن په سترګه ګورې.

دا او دېته ورته نورې ډیرې ستونزې شته چې د رسمیت پیژندنې په مخکې خنډ او پر افغانستان د لا زیاتو

 فشارونو، تعذیراتو او بندیزونو لامل ګرځي.

نړ‎یواله ټولنه د اوسني حکومت د ړ‎نګولو په فکر کې نه دہ ځکه بل بدیل یې نه ویني خو د ھمدې   تعذیراتو له لیارې یې له سترو ننګونو اوازموینو سرہ 

مخامخ کوي، چې زور به یې د واکمنې ډلې پر    ځای له ولس څخه وځي. په بله مانا تاسې پخپل دریځ د نه انعطاف له کبله  

ھغه ولس ته سزا ورکوئ چا چې د اشغال په وھلو کې له تاسې سرہ ھر اړ‎خیزہ  مرسته کړ‎ې وہ.

د استاد خبرو د یوې شیبي لپارہ په مجلس خاموشي خپره کړه.

د متقي صیب وینا:

لومړ‎ی خو تاسې ته ښه راغلاست وایو، ستاسې راتگ زموږ‎ حوصلې لوړ‎وي، مشورو او وړ‎اندیزونو ته مو

د قدر په سترگه گورو او د عملي کولو ھڅه یې کوو.

 موږ‎ د مدرسې او مکتب تر منځ واټن را کم کړ‎ی، د بھرنیو چارو وزارت په تشکیل کې داسې ھیڅکله نه دي شوي

چې د مدرسې فارغ التحصیل ته ځای ورکړ‎ل شوی وي او د مکتب ھغه ته نه!

 د ټول حکومت په کچه که خبرہ وکړ‎م نو و به وایم د تیرې ادارې پنځه سوہ زرہ کسان ھماغسې 

د تیر پڅیر د معینانو اوریسانو تر کچې پر دندو بوخت دي. 

په ټولو دولتي او خصوصي تعلیمي او نورو ادارو کې ښځینه او نارینه کارکونکي په زدہ کړ‎و او کارونو مصروف دي.

د رسمیت پیژندنې په اړ‎ہ مې زړ‎ہ ته ھغه خبرہ راځي چې وایي: که بھانې کړ‎ې نو بھانې ډیرې، او که یاري کړ‎ې نو لارېډیرې.

په ټوله نړ‎ۍ کې دا رنگ حکومت نشته چې رسمیت پیژندنې ته یې داسې شرایط ټاکل شوي وي لکه موږ‎ ته!

تیرې ادارې په دیرش سلنه خاورہ حاکمیت درلود، په فساد کې د نړ‎ۍ تر ټولو فاسدہ ادارہ وہ، په څلویښت میلوني

ھیواد کې یواځې تقریبا څلور سوہ زرہ کسانو رایه ورکړ‎ې وہ، د ولس په سترگو کې یې ھیڅ مشروعیت نه درلود،

 اویا سلنه کلنی بودیجه یې د نورو پر خیرات ولاړ‎ہ وہ، خو بیا ھم په رسمیت پیژندل شوې وہ!!

موږ‎ د معارف په برخه کې ھم ډیرې لاسته راوړ‎نې لرو؛ ھمدا اوس لس میلونه زدہ کونکي پر زدہ کړ‎و بوخت دي.

له تیرې ادارې څخه موږ‎ ته نژدې څلور میلونه په نشو روږ‎دي کسان په میراث کې پاته دي چې موږ‎ یې د خپلو 

محدودوامکاناتو پر کارولو د یوہ منظم پلان له مخې د بیا رغونې اوږ‎دہ او ستونزمنه پروسه پر مخ وړ‎و!

زموږ‎ مجاھدینو شل کاله د غربي نړ‎ۍ له استکبار سرہ په جگړ‎و کې تیر کړ‎ي؛ اوس له ھغوی څخه منظم،

فوځ او پولیس جوړ‎ول ھم اسانه پروسه نه دہ خو موږ‎ لله الحمد دا چارہ ھم تر ډیرہ په بریالیتوب سرته رسولې.

 د الظواھري په اړ‎ہ غواړ‎م ووایم چې ما او د امارت نورو مشرانو په دې اړ‎ہ ھیڅ مالومات نه لرل.

خو بیا ھم اما رت د رښتیا موندنې او د دې موضوع د څیړ‎نې او پلټنې لپارہ یو کمیسون جوړ‎ کړ‎ی چې ډیر ژر به د خپلو پلټنو نتائج له ولس سرہ شریک کړ‎ي.

که د اما رت د تیرو دولس میاشتو جاج واخلو نو وبه وینو چې ھیچا ته ضرر نه دی رسول شوی. د امیر المؤمنین د عمومي عفوې له فرمان څخه پر گټې اخیستنې

د اما رت مخالفین نه یواځې دا چې دلته پخپل ھیواد کې په ارامه فضاکې ژوند کوي بلکې د لوړ‎ پوړ‎یو چارواکیو امنیت یې ھم امارت ساتي او د مسلکي وړ‎تیاو لرونکیو

کسانو ته یې د دولتي دستگاہ د مربوطه ادارو دروازې پرانستې دي!

زموږ‎ بھرنۍ سیاست ناپئیلی او متوازن دی، پالیسي دا دہ چې زموږ‎ خاورہ د ھیچا په مقابل کې استعمال نه شي. 

موږ‎ د گاونډیانو گټې د خپلو ھغو سرہ تړ‎و او پر مخ ځو. ھمدا لامل دی چې ھندوستان زموږ‎ بھرني سیاست ته پر کتو، له افغانستان سرہ خپلې سفارتي اړ‎یکې له سرہ ورغولې، او پاکستان د ھندوستان د مرستې کاروانونو ته اجازہ ورکړ‎ہ چې د ھغوی له خاورې تر موږ‎ را ورسیږ‎ي!

متقي صیب ځینې نورې خبرې ھم وکړ‎ې چې زہ به یې که ممکنه وہ د سفرنامې په کوم بل ځای کې یادونه وکړ‎م.

ورپسې زما د خبرو وار و. تر مجلس د مخه متقي صیب په ټوکو راته ویلي و؛ ښه شوہ چې راغلې تر څو د بل وادہ بندوبست درته وکړ‎و.

د بھرنیو چارو  وزارت یو کارمند چې ښایي د متقي صیب سکرتر به وہ ھرہ گړ‎ۍ لکه د شړ‎ومبو مچ را حاضریدہ او متقي صیب ته به یې بل مجلس ته د ورتگ ویل.

په مجلس کې چا وویل که پیرزادہ څه ویل غواړ‎ي، چې د خبرو فرصت ورکړ‎ل شي، خو متقي صیب چې ھماغه د شړ‎ومبو مچ یې شاو خوا تاویدہ ، وویل:

د پیرزادہ ستونزہ ماته مالومه دہ، ھغه به بې خبرو ور حل کړ‎و. 

مجلس ټول په خندا شو، او بیا افغانستان ته د ښیرازۍ پر دعا پای ته ورسید.

 متقي صیب په اما رت کې ښایې د گوتو په شمیر د ھغو څو محدودو مشرانو له ډلې څخه وي 

چې لوی رب ورته ډیرې وړ‎تیاوې ور په برخه کړ‎ي. 

ھغه لکه د کرکټ لوبې الروانډر لوبغاړ‎ی، تکړ‎ہ دیني عالم، شاعر او لیکوال، ښه مدیر، 

وتلی سیاست پوہ او د ژبې فصاحت لرونکی بلیغشخصیت دی.

ھغه د شل کلنې مبارزې او یا ان د تیر امارت له پیرہ به چې د ھرې، ادارې، کمیسون او جوړ‎ښت په تنظیم وگومارل شو، 

ھغه ادارہ به یېداسې په پښو ودروله، داسې به یې وځلوله چې د فعالیت ساری به یې د امارت اړ‎وند په نورو جوړ‎ښتونو کې کم نظیرہ وو. 

خو له بدہ مرغه د متقي صیب ټیم تل د وړ‎تیاوو له مخې خورا کمزوری وي.

ھمدا اوس د بھرنیو چارو وزارت ډیر مھم ځایونه پر داسې ټویټر بازانو

او فیس بوک خیلو ډک دي چې یا په رسمي وختونو کې د واتس اپ په شخصي گروپونو کې نورو ته پر پیغورونو او ملنډو وھلو اخته وي،

او یا ھم په ټویټر، فیس بک او نورو خواله رسنیو کې پر بنډار!!!!

که له ھمدې چارواکیو وپوښتل شي چې د اړ‎وندہ ادارې پالیسي، تگلارہ او لایحه یې څرنگ دہ، پر نه وي خبر!!

نه خپل مدیریت ته د بھرنیو چارو وزارت د داخلي قوانینو په رڼا کې د تگلارې جوړ‎ولو جوگه دي

او نه کوم لیدلوری ( ویژن ) ورته ټاکلی شي؛ تر دې بدہ لا دا چې د تیرې ادارې پر لاس په جوړ‎و شویو  قوانینو یې ھم سر نه وي خلاص!!

زہ وایم ھر دولتي چارواکی چې دندہ یې فرھنگي او رسنیز فعالیت نه وي او په رسمي وخت کې پر دې شیانو اخته وي، له خپلې وظیفې سرہ

د غفلت په تور باید نیغ په نیغه کور ته ولیږ‎ل شي!! او یا ھم بھترہ به وي دا کسان  د اطلاعاتو او فرھنگ وزارت په چوکاټ کې له سرہ تنظیم شي

تر څو د اما رتي فرھنگیانو ټکنۍ شوې مبارزہ یو ځل بیا را تاودہ شي!

په ھر حال، موږ‎ حاجي صیب احمد د بھرنیو چارو وزارت په ځینو ځایونو وگرځولو او بیا یې د وزارت تر دروازې بدرگه کړ‎و. 

ای کاش لږ‎ ډیر وخت مو لرلای تر څو مو له سیاسته لیرې ھمداسې د ملگرتیا بنډار ورسرہ کړ‎ی وای!

 له ھغه ځایه نوي ښار (شھر نو) ته راغلو، ما د زړ‎و یادونو د تازہ کولو په پار د شیریخ خوړ‎ل غوښتل، استاد ویل تر څو شیریخ امادہ کېږ‎ې، بیرون گرځي. لږ‎ہ شیبه پس مو خپل وسله وال ملگری ولید خو استاد ورسرہ نه وو. ما ترې د استاد پوښتنه وکړ‎ہ، راته کړ‎ل یې:

استاد بیرون گرځي او ماته یې وویل چې یواځې یې پریږ‎دم.

ما ورته کړ‎ل: د الله بندہ! استاد څلویښت کاله د لنډہ غرو، اشغال او فساد پخلاف کلکه مبارزہ کړ‎ې، 

ھسې نه څوک خدای مکړ‎ہ ضرر ورورسوي چې بیا تر ټولو ډیرہ بدنامي یې اما رت ته اوړ‎ي!

 زہ به له ھغه سرہ خبرې وکړ‎م خو ته به یې ھم په ھیڅ حال کې یواځې نه پریږ‎دې!

لږ‎ہ شیبه پس استاد راغی، موږ‎ شیریخ وخوړ‎ او بیا خپل ھوټل ته ستانه شو.

ښایي د شیریخ شیدې به ځنډنۍ وې یا به بله څه کیسه وہ خو ماته یې غذایي تسمُم پیدا کړ‎! 

کرۍ شپه مې په استفراق تیرہ کړ‎ہ، ایله سھار مھال مې سترگې پټې شوې وې!

له استاد ځلاند او نورو ملگرو سرہ لیدنه……

د کابل سفر (د سترګو لیدلی حال)- لومړۍ برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320