د افغان ښځینه خبریالانو په ملاتړ کمپاین

589

د افغان ښځینه خبریالانو په ملاتړ کمپاین

د نړۍ بېلا بېلو ښځینه او نارینه خبریالانو د هغو افغان ښځینه ژورنالستانو د ملاتړ لپاره په انلاین بڼه کمپاین پیل کړی دی.

د غه کمپاین چې د “مخ یې مه پټوئ ” په نامه پر خواله رسنیو چلېږي، له طالبانو غواړي پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي.

دا ملاتړ له هغه وروسته پیل شو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو تصویري رسنیو کې ټولې ښځینه ویاندویانې پر ټلویزیون ماسک تړلو ته مجبورې کړلې.

د طالبانو دغه پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې هم ده.

د طلوع نیوز او شمشاد په ګډون یو شمېر نورو افغان رسنیو پرون (دوشنبه ۲۲ مې) ومنله چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت فرمان دوی ته ور رسېدلی دی.

دغه کمپاین کې ځينو بهرنیو وتلو خبریالانو د خواخوږۍ په پار ماسکونه تړلي او وايي “د افغانستان ښځینه ژورنالستانو ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.”

د ار ټي اي په نامه د ایرلنډ د تلویزیون مشر جان ویلیمز وايي: “په افغانستان کې د خپلو ملګرو [خبریالانو] ملاتړ کوو او له طالبانو غواړو چې خبریالانې مخ پټولو ته مه مجبورئ.”

د منځني ختیځ د چارو یو بل خبریال انډرو نارت چې ډېر موده یې په افغانستان کې هم خبریالي کړې، پر خپله ټوېټر پاڼه داسې انځور خپور کړی چې خولې ته یې ماسک تړلی.

ښاغلي نارت خپل انځور ته لیکلي : “د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره چې په زړورتوب د خپلو حقونو دفاع کوي.”

له خبریالانو پرته مدني فعالانو او له خبریالانو د دفاع ټولنو غړو هم په دغه کمپاین کې برخه اخیستې او د افغانستان له ښځینه خبریالانو سره یې د خواخوږۍ په پار ماسکونه تړلي دي.

عبیدالله بهیر چې د افغان امریکايي پوهنتون استاد او مدني فعال دی، هم په دې کمپاین کې برخه اخیستې او پر ټوېټر پاڼه یې خپل داسې انځور خپور کړی چې تور ماسک یې تړلی دی.

له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په رسنیو يې بې ساري بندیزونه لګولې دي. شمېرې ښيي چې تېرو نهو میاشتو کې سلګونه رسنۍ تړل شوې دي او ګڼ شمېر خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

طالبان وايي ګڼې رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوي او دا چې دوی پر رسنیو محدویتونه نه لګوي خو ځینې خبریالان بیا وايي “کاري ساحه پرې تنګه شوې او په خپلواک ډول خبریالي نه شي کولی.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.