اوتیسم یا آتیسم یوه عصبي _ اروايي ناروغي ده چې د اعصابو پۀ کمه یا غیر عادي وده باندې دلالت کوي، دا ناروغي پۀ ماشومانو کې د سترګو پۀ کم ارتباط (یاني ماشوم نشي کولای ستاسو سترګو ته وګوري) خبرو کولو کې ستونزو (یاني د ماشوم د لغاتو ذخیره کمه وي او خبرې نشي کولای) تکراري خوځښتونو (ماشوم تل پۀ یوه ځانګړې دایره څرخیږي، یا یوه چاره پۀ تکرار ډول سرته رسوي یا هم یوه جمله یا عبارت ځان سره ډېره تکراروي) سره پېژندل کیږي.
ددې ناروغۍ انتشار هر کال مخ پۀ ډېرېدو دی داسې چې د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال امریکا کې پۀ هرو لس زرو ماشومانو کې یو پۀ دې ناروغۍ اخته وو خو پۀ یویشتمه پېړۍ کې پۀ ۱۵۰ ماشومانو کې یو پۀ دې ناروغۍ اخته پېژندل شوی. پۀ ۲۰۰۷ کال کې پۀ هرو ۱۵۰ ماشومانو کې یو پۀ دې ناروغۍ اخته وو، پۀ ۲۰۰۹ کال کې همدا شمېره پۀ ۹۰ ماشومانو کې یوۀ ته ورسېد او پۀ ۲۰۱۳ کال کې پۀ هرو ۵۰ ماشومانو کې ۱ ماشوم پر دې ناروغۍ اخته پېژندل شوی وو چې ددې ناروغۍ پۀ انتشار کې چټک بدلون ښيي.
پر دې ناروغۍ اخته ماشومان پۀ درې ګروپونو (لومړۍ درجه، دویمه درجه او درېیمه درجه) باندې وېشل شوي دي، لومړۍ درجه اوتیسم ډېر کم د وړتیا بښنې وړ دی ښایي ۲۰-۳۰% پورې خپله وړتیا ومومي دویمه درجه یې متوسط دي ښایي ۴۰-۵۰% پورې اصلي وړتیا خپله کړي او درېمه درجه بیا پۀ خفیفه بڼه ددې ناروغۍ لرونکي دي چې ۶۰-۸۰& پورې یې وړتیا بښنه نتیجه ورکوي.
ددې ماشومانو لپاره بېلابېلې درملنې پۀ کار وړل کیږي، چې مشهورې یې؛ رفتار درملنه، لوبدرملنه، موسیقي درملنه او دارو درملنه دي چې ددې ټولو پۀ اتحاد سره ماشوم کې مثبت بدلون راتلای شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.