د دوحې له پرېکړې څه د پاسه یو کال تیریږي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مودې ته کمې ورځې پاتې؛ خو لاهم د یادو ځواکونو د وتلو په اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې او نه هم امریکا غواړي، چې افغانستان پرېږدي.
امریکا وايي طالبان ورته په ژمنو کې پاتې راغلي؛ نو ځکه نه وځي؛ خو طالبان بیا وايي، چې امریکا دې ووځي، ترڅو مونږ خپلو کې یوې پایدارې سولې ته ورسېږو.
طالبان ولې له تړون څخه د سرغړونو سربېره د امریکا وتل غواړي؟
که افغانستان کې د طالبانو د جګړې فلسفې ته سر ورښکاره شي، یواځې د ګاونډي هېواد پاکستان د ګټو لپاره یې په دې خاوره کې هره ناروا وکړه، ارزښتونه یې له منځه یوړل، بې شمېره انسانان یې قتل کړل او ان معصوم ماشومان یې هم معاف نه کړل.
دا جګړه نه د اسلام لپاره وه او نه هم د طالبانو د واک لپاره؛ بلکې دا جګړه په سیمه کې د پاکستان هېواد د یو زبر ځواک په توګه د راڅرګندېدو لپاره وه، چې لا اوس هم دوام لري.
اصلآ کیسه د طالبانو پر مټ د افغانستان د اوسني نظام د پرځېدو لپاره روانه ده او پاکستان غواړي، چې مطلوب هدف ته ورځ نه بلې ته نژدې شي، په همدې خاطر یې طالبان دې ته واداره کړي، چې په امریکايي ځواکونو بریدونه ډېر کړي.
دوی فکر کوي، چې که له افغانستان څخه په اوسنیو شرایطو کې امریکا ووځي؛ نو دوی به لکه د تېر په څېر بیا کابل ونیسي، ارګ کې به تور او سپین پاجونه روان وي، په ږیره خریلو به د کابل په سرکونو خلکو ته منډې ورکوي…
طالبان لاهم تمه لري، چې له افغان حکومت سره د امریکا، نړیوالې ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو په شتون کې داسې سولې ته ورسیږي، چې د دوی په نزد د فتحې په مانا وي او ډېر صلاحیتونه ترلاسه کړي؛ نو ځکه یې جګړو ته شدت ورکړی.
بل طرف بیا امریکایان هیڅ وخت نه غواړي، چې په اسیا کې دې د افغانستان په څېر یو مهم هېواد له لاسه ورکړي؛ نو په همدې خاطر یې د طالبانو پر وړاندې هوايي بریدونه پیل کړي؛ ځکه امریکا له روسیې وېره لري او پوهیږي، چې روسیه وار په وار په بیا راټولېدو ده او ښايي یوځل بیا په یو خطرناک ځواک بدله شي؛ نو ددې لپاره په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل تر ټولو اړین دي.
ځکه اوس مهال مسکو هم د طالبانو ملاتړ ته رادانګلي او غواړي، چې طالبانو ته یو نړیوال شهرت او فورم ورکړي، ترڅو په نړیوال سټیج د دوی د ګټو لپاره هم خوله خلاصه کړي.
اوس تازه، چې طالبانو د ولسمشر غني د سولې طرحه رد کړې او خپله هم دافغان سولې لپاره هیڅ طرحه نه لري، دا مانا نه ده، چې طالبان یوه داسې سوله نه غواړي، چې د ټولو ګتې په کې خوندي وي؛ بلکې هڅه کوي روانه جګړه همداسې توده وساتي تر څو له یو لوري د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع کړي او له بل لوري خپل هدف ته ورسیږي.
خو د امریکا لپاره بیا طالبان تحت بحث خلک نه دي او ددوی جګړه له روسیې سره په تېزېدو ده، چې تازه په همدې تړاو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پاکستان ته هم سفر کړی او یاد هېواد سره یې د ترهګري پر وړاندې د مبارزې په نوم د هوايي ځواک د مرستو خبره هم وکړه، چې غالبآ دا مرستې به په غیر مستقیم ډول طالبانو ته په افغانستان کې د جګړې په خاطر ورکول کیږي.
که طالبان په دې حساس وخت کې سوله ونه کړي څه به پېښ شي؟
د نړۍ د جګړو په تاریخ کې د هرې جګړی پای په سوله شوی او حتمي ده، چې افغانستان کې به هم د جګړې پای په سوله وي؛ خو د سولې لپاره اوسنی فرصت ولې مهم دی او که طالبان سوله ونه کړي؛ نو څه به پېښ شي؟
افغانستان کې شته ټوکېدلو ظرفیتونو، اوسنیو استعدادونو، د ټيکنالوجۍ په دې مهمه دوره کې د افغانستان لپاره سوله ځکه مهمه ده، چې افغانستان به ډېر ژر له نړیوالو سره ځان عیار کړي او د سولې په شتون کې لرې نه ده، چې مونږ د ۲۰ او یا ۳۰ کلونو کې ځان ان د دویمې نړۍ هېوادونو ته ورسوو؛ خو که سوله ونه شي؛ نو د امریکا لپاره جګړه هسې هم لنګه غوا ده.
افغانستان کې په روانه جګړه کې یواځې له افغانانو پرته د هرچا ګتې خوندي دي، چې د جګړې د دوام په صورت کې به ایران، پاکستان، امریکا، چین… نور هېوادونه یو وار بیا چاق شي او طالبان به یوځل بیا د دې هېواد زیربنايي پروژې خاورې کړي، یو وار بیا به استعدادونه ووژل شي، یو وار بیا به د سر سړي له منځه لاړ شي او یو وار بیا به افغانان ۹۰ لسیزو ته ور وګرځي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320