Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل
پریږده دا دنیا د تنګ نظرو بیخي هیره کړه
راشه یوه خوله راکړه او لاس رانه چاپیره کړه
غواړم چې دمه شم او اوږده ستړیا مې وباسم
پریوځه نرمه لیچه د اورمیږ لاندې راتیره کړه…
چاته سره زر شول خپل کړي ګومانونه
چاته سره زر شول خپل کړي ګومانونه....
يو نظم
يو کال تېر شو، بل کال راغی
چا د ژمي ساړه تېر کړل
او پر چا
د پسرليو شمال راغی
چا ګټلې لوبه بايله
چا له سره لوبه پيل کړه…
د کاوون په شعرونو کې د طبیعت څرکونه
کاوون په خپلو شعرونو کې طبیعت او کایناتو ته ژبه ورکوي، خبرې ورسره کوي، په خبرو یې راوړي او حقیقتونه پرې وايي. شاعر د حواسو په وسیله له بهرنۍ نړۍ څخه ډېر شیان اخلي او له داخلي…
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/۱۹۸
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
یوسلواته نویمه برخه
که امیر مړ شي پروا نشته
که مکتب بند شي جینکۍ به خوارې شینه
ډېرې تور سرې کور کې ناستې
دا تور ويښته په رواجونو سپـينوينه
که څوک…
«فرحت په تبۍ تور د باجوړ گلونه»
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن
لاړ شه ننگرهار ته کمیس تور ماته راوړه
تازه، تازه گلونه درې څلور ماته راوړه
دا پښتو فلکوریکه سندره، د احمدظاهر په غږ کې ثبت شوې ده. تر هغه…
هیلۍ
لږ په کراره راځه،
دوه سپینې سپینې
ناکراره هیلۍ
الوځي
الوځي
د شپې له تور بخمل څخه سرونه باسي
د شپې ګریوان نه د رڼا سرکشي ښکلې ده،
خو
زما د سترګو په افق کې دومره ډېره ښکلا…
غني خان تصوف اوفلسفه
لرې نه ده چې د پښتو ادب دمبتدیانولپاره له غني خان څخه د تصوف منفي کول له عقل نه لرې خبره وي. او که ورته ووايې چې غني فلسفي شاعر نه ؤ حیرانتیا به یې نوره هم زیاته شي.
غني پهٔ…
معجزه (نظم)
دا نظم مې هغه کال د شش درک پېښې شهیدانو خبریالانو او احمدشاه خان ته لیکلی و چې په هماغه ورځ یې خوست کې شهید کړی و. وایي، نن د خبریال ورځ ده خو کلونه وشول چې ورځ نه لري:…
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۱۹۷
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
یوسلواوه نویمه برخه
زما دې هرڅه راتباه کړل
غاړه دې ماته شه ټوپکه څه دې کړمه
د بادچاهي تخت دې چپه شه
چې د وطن نجونې مکتب ته نه راځينه
ولي به…
ناکام
زلفې راخورې کړه لږ آرام کوم
بیا درسره هر رنګه ناکام کوم
څنګه به په نیمه خبر پوه شمه؟
څنګه به تفسیر د دې ابهام کوم؟
زه شډل پښتون نو په دې څه خبر؟
نور به مې له…