Browsing Category

شعرونه او لنډۍ

ملي بیرغ

په واشګنټن کي اوسېدونکو افغانانو ټلیفون را ته وکړ چي د  سیمي اوسېدونکي افغانان غواړي په یوه لوی پارک کي د افغانستان د استقلال د ورځي په مناسبت جشن جوړ کړي. او ماته یې هم په دي…

غزل

ژوند يو مست د مينې ساز دى چې غږېږي يو نزول دى يو آغاز دى چې غږېږي د حريصې زمانې د انا ښار ته زما عشق بنده نواز دى چې غږېږي د سقر په ژۍ ولاړه حقيقته ستا په سر کې يو مجاز دى چې…

د عجائبو ښار

زمونږ د ښار کبـان تـر نهنـګانو هـم غښـتلي دي زمونږ ګـډې بيزې بیا تر لېـوانو هـم غښـتلې دي دې ښار کې ګیدړو ټول زمریان په مخه کړي دي دلتـه ګـیدړان بیـا تر زمـریـانـو هـم غښـتلي…

غزل

دا چې نۀ راته راګورې اشتباه کوې، کوه یې! زندګي خلاف د خپل زړۀ د رضا کوې، کوه یې! چې مې حال اخلې مننه، خو لهجې نه دې پوهېږم ځوروې مې او دا کار هم، پۀ خندا کوې، کوه یې! ما وې تا…

لا تر څو؟

لا به ترڅو یو ورورله بل نه مرور وي دلته؟ لا به تر څو نیولی ورورته ورور سنګر وي دلته؟ لا به تر څو وروڼه يو بل ته دښمنان ښکاریږي؟ لا به ترڅو د یو ورورغم د بل اختر وي دلته؟…

 غزل

مشکل دا نه دی چې مو چا مخالفت کړی دی مهمه دا ده چې مو څومره محبت کړی دی دا چې له ځان سره په جنګ دي، څوک پرې ګرم نه دي دې خلکو خپله، له خپل ځان سره خيانت کړی دی…

تورې شپې

د زړه دونیا مې د غمونو تورو شپو نیولې نه پکې ستوري، نه رڼا اونه سپوږمۍ ځليږي په گریوانه کې گرځومه رژېدلې اوښکې، سترگې مې نه وچيږي. *** ټوله شپه ستا د راختو زرینې لارې…

لنډۍ او چارۍ

لنډۍ او چارۍ لنډۍ، د ثبتولو ستونزه یوسلوپنځه شپـېتمه برخه خلک په مینه کې کلچې خوري ما د لیلا د لاس بېلچې خوړلې دینه   ظالمه ټول ځان مې خوږېـږي لور دې انگړ کې په بېلچو وهلی…

غزل 

نشه ـ نشه لفظونه دي کلامه؛ لکه جام بدنام خو لا هغسي یې ماښامه؛ لکه جام که نه راګورې، مه راګوره؛ خپله درته ګورم! ته بېله ګایېدو هم یې پیغامه؛ لکه جام زنګېږې! د…