Browsing Category

شعرونه او لنډۍ

دامونه، هیبتونه

نوی روح به را پیدا شي گلورینه به فضا شي رمز د ژوند به شي بر سيره ماته، ماته که چوپتیا شي سر راپورته به شنیلي کړي سپینو واورو له بستره غوټۍ هم په ټوکیدا شي د ویدو څانگو له…

غزل

آه، د ناهیلۍ تیارو ته ناسته يم ويښه لکه شپه ويدو ته ناسته یم عشقه! احساسات مې کنګل شوي دي موسکه د زړګي لمبو ته ناسته یم ژوند د تراژید فلم پڅېر زما سرې سترګې يې…

مه کوئ

ګورئ افغانانو! یو له بل نه نفرت مه کوئ ھسې په ھرچا پورې ناحقه تھمت مه کوئ دومره ډېرګناه دی لکه څوک چې د ورورغوښې خوري خدای پرې خفه کیږي له یو بل نه غیبت مه کوئ خدای…

پښتانه

تر اویا میلیونو ډېر دي پښتانه د زمري، عقاب په څېر دي پښتانه چې په ننګ او غیرت راشي لیوني شي بیا له مال او سره تېر دي پښتانه هیڅ حاجت يي د پردي ټوپک ته نشته خپله توره او…

غزل

مرګ له یې پیدا کړو د حیات په بهانه اوس به حیات ګورو د ممات په بهانه وخت سره زاهد رنګونه اړوي بدلیږي ځي نن مېکدې له د جومات په بهانه چل یې وي دیدن ته مرشد هسې بهانه شي…

هر ذیروح

هر ذیروح د ژوند له غمه دی زهیر که باچا دی ، که ګدا دی که فقیر په یو ډول درد اخته د ده صورت وي د مرګ لاره کې د هیڅ نشته توپیر یوه ورځ به دغه دام کې راګيریږي که د درست جهان…

غرونه٬ دریابونه

بس که٬ بس که درته وایه٬ چې بس که ټیټ خو نه یم٬ چې په ټیټ نظر را گورې که پر ځان باوري نه یې نو بیا ولې بې باوره یې پر ما٬ ته بیا٬ دا وایم تا ته وایم ښه یې واوره هله پاڅه د…