هغه راځي
او زه هم یو وخت مین وم
ټوله شپه له مړو ډیوو سره به یوځای ژړیدمه
آن تر دې چې د شرابو په پیالې
دا خپل لاس به مې کړ زخم
او په وینو یې هرځای په دیوالونو
د یار نوم به مې لیکلو .
او د شپې به مې د کور ټولې کړکۍ
له مخې خلاصې پریښودلې…